د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

یو اېس ټوډې: د چاپېریال ناوړه شرایطو او بندیزونو افغانان له قحطۍ سره مخ کړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ډیجیټال ژورنال

له کاناډا خپرېدونکې ډیجیټال ژورنال خپرونې په افغانستان کې د کوکنارو د کر او مخدره موادو د له‌منځه وړلو لپاره د طالبانو د مشر نوي فرمان ته پام اړولی او لیکي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په دغه نوي فرمان کې چې د یکشنبې په ورځ‌یې ورکړی، په ټول افغانستان کې د کوکنارو کرکېله په مطلق ډول منعه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که له دې وروسته چا په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه وکړه، نو کښت به‌یې له‌منځه وړل کېږي او د اسلامي شریعت له مخې به ورسره چلند کېږي.

د دغه فرمان له مخې دغه‌راز د نشه‌یي موادو د ټولو ډولونو، پر استعمال، پېر او پلور او د نشه‌یي موادو د تولید پر کارخانو هم بندیز لګول شوی دی.

دیجیټال ژورنال لیکي، افغانستان چې په نړۍ کې د کوکنارو ستر تولیدوونکی دی، په وروستیو کلونو کې یې تولید او صادرات لا زیات شوي و.

د خپرونې په لیکنه دا لومړی ځل نه‌دی چې طالبان د کوکنارو کر او سوداګري غیر قانوني اعلانوي، بلکې په ۲۰۰۰ کال کې یې هم هغه مهال چې دا ډله پر افغانستان واکمنه وه، دا کار کړی و.

د راپورونو له مخې په ۲۰۰۱ کال کې د کوکنار کر په افغانستان کې نږدې صفر شوی و، خو په تېرو ۲۰ کلونو کې چې طالبانو د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو په وړاندې جګړه مخ ته وړله، دې ډلې د تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې له بزګرو څخه د کوکنارو له کر څخه د مالیې د راټولولو له درکه په ترلاسه کېدونکو عوایدو ډېره اتکا درلوده.

  • یو اېس ټوډې

امریکایي یو اېس ټوډې ورځپاڼې په افغانستان کې وچکالۍ او اقتصادي بحران ته پام اړولی او لیکي، د چاپېریال ناوړه شرایطو او د بندیزونو سخت ځپل شوي اقتصاد د افغانستان خلک له قحطۍ سره مخ کړي دي.

یو اېس ټوډې لیکي، افغانستان له دې مخکې هم شدیده لوږه تجربه کړې. دوه لسیزې مخکې خلک دومره وږي و چې ځنګلي وښو خوړو ته‌یې مخه کړې وه، خو په دې هېواد کې اوسنی وضعیت کمساری دی.

سږني غیر معمول ساړه ژمي، سختې وچکالۍ چې په لسیزو کې یې ساری نه‌دی لیدل شوی او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې هېواد ناوړه اقتصادي وضعیت داسې یو حالت رامنځته کړی چې د افغانستان د وګړو ۹۵ سلنه‌یې کافي خواړه ونه‌لري.

نهه ملیون وګړي د قحطۍ له خطر سره مخ دي. روغتونونه په له وخته مخکې زېږېدلو ماشومانو چې ډېری یې له یو کیلو ګرام څخه کم وزن لري او د ژوندي پاتې کېدو لږ چانس لري، باندې ډک دي.

د یو اېس ټوډې په لیکنه په ښارونو کې هم د لومړي ځل لپاره له لوږې سره مخ کسانو یوه نوې طبقه رامنځته شوې، دا د ملکي ادارو کارکوونکي او ښوونکي دي چې په کتارونو کې د خوړو او نغدو پیسو د ترلاسه کولو لپاره درېږي.

یو اېس ټوډې وړاندې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې د پالېسۍ او ملاتړ د برخې مرستیال سرپرستې اماندا کتنزانو هغه خبره را اخیستې چې ویلي یې دي، د هرې میاشتې په تېرېدو سره زیات افغانان دې ته اړ کړي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره له تصوره لیرې لارو چارو ته مخه کړي.

مېرمن کتنزانو ویلي، میندې او پلرونه اړ شوي داسې پرېکړې وکړي چې هېڅوک‌یې باید په فکر کې ونه‌اوسي او هغه دا چې د خپلو نورو ماشومانو د خېټې مړولو لپاره خپلې ځوانې نجونې پلوري.

ملګرو ملتونو روان میلادي کال په افغانستان کې اړو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره د ۴ میلیارده او ۴۰۰ ملیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، خو د تېرې پنجشنبې په ورځ د جنوا په کنفرانس کې نړیوالو بسپنه ورکوونکو د څه باندې دوه میلیارده او ۴۰۰ ملیون ډالرو مرستې ژمنې وکړې.

XS
SM
MD
LG