د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۵

له افغانستان سره د بشردوستانه ژمنو پر کنفرانس د ګارډین ورځپاڼې لیکنه

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ګارډین

له بریتانیا خپرېدونکې ورځپاڼې ګارډین "له افغانستان سره د بشردوستانه ژمنو" پر ننني کنفرانس یوه لیکنه کړې ده.

دا کنفرانس په جنوا کې ترسره کېږي او د حکومتونو مشران له افغانستان سره پر مالي او بشري مرستو خبرې په‌کې کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش دا مجازي یا انلاین کنفرانس داسې مهال پرانیزي چې د افغانستان حاکمانو د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي تر دوهم اعلان پورې ځنډولي دي.

ملګري ملتونه له جرمني، بریتانیا او قطر سره په ګډه د دې کنفرانس کوربه‌توب کوي او داسې مهال جوړېږي چې د راپورونو له مخې ۲۳ ملیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.

افغانستان کې دا مهال ۹۵ فیصده خلک کافي خواړه نه‌لري او شااوخوا ۱۰ ملیونه ماشومان د ژوندي پاته کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو په بیا راتګ د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره پانګه د امریکا په بانکونو کې کنګل شوه، خو د ګارډین په لیکنه ننني کنفرانس کې په دې اړه خبرې نه‌کېږي.

د ګارډین په لیکنه هېوادونه نه‌غواړي چې د افغانستان مرکزي بانک پیاوړی او له خپلو زېرمو ګټه واخلي، ځکه دا کار د طالبانو حکومت ته مشروعیت ورکوي.

  • اېس‌بي‌اېس

د استرالیا خبري شبکې "اېس‌بي‌اېس" بیا د هغه افغان ډاکتر پر ژوند لیکنه خپره کړې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته هغه هېواد ته انتقال شوی دی.

عبدل ستانکزی د ملبورن ښار د یوې لیلیې په خونه کې ناست او په ټیلیفون کې د خپلې کورنۍ انځورونه ګوري.

د اېس‌بي‌اېس په لیکنه دا ۳۸ کلن سړی له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۴ کال پورې د کابل ایمرجنسي روغتون جراح پاته شوی او د هغو خلکو د ژغورنې لپاره‌یې نه‌ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې چې جګړه کې ښکېل و.

دغې خبري شبکې د استرالیا د طبي ټولنې د مشر عمر خورشید په حواله لیکلي چې د عبدل ستانکزي په څېر افغان ډاکتران د استرالیا له روغتیايي سیستم سره ډېره مرسته کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې افغانستان ته نړیوالې مرستې کمې شوي چې ورسره ګڼ شمېر روغتیایي مرکزونه تړل شوي او روغتیايي سیستم کمزوری شوی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG