د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې

د نړۍ ځینو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده‌ ته پر منسوب پیغام لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

ډجیټل ژورنال:

انټرنټي خپرونې ډجیټل ژورنال چې له کاناډا خپرونې کوي، په دې اړه لیکلي، د طالبانو مشر ته په منسوب خپل پیغام کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د طالبانو مشر ته د منسوب پیغام په یوه برخه کې ویل شوي: «نړۍ د یوه کلي حیثیت پيدا کړی» په پیغام کې دې ټکي ته اشاره شوې چې غوره ډیپلوماتیکې اړیکې به د افغانستان د ستونزو له حل سره مرسته وکړي.

ډجیټل ژورنال د مقالې په دوام د فرانسې خبري اژانس په حواله زیاتوي، وروسته له هغې چې طالبانو په تېره اګست میاشت کې بیا پر قدرت ولکه ټینګه کړه، تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د دوی اوسنی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له څو هېوادونو له دې ډلې ایران، روسیې او چین سره د طالبانو ډیپلوماتیک تګ راتګ روان دی.

د لیکوال په وینا، طالبانو یو وار بیا خپلو افراطي قوانینو ته مخه کړې او ښځې یې تر ډېره له ټولنیز ژوند څخه محرومې کړې دي.

د ډجیټل ژورنال په مقاله کې راغلي، د طالبانو د مشر په اختریز پیغام کې ځینو هغو ټکو ته چې په نړیواله کچه ورته پام اوښتی اشاره نه ده شوې، لکه د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو بیاپرانیستل.

که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې ډېر ژر به د ټولو نجونو پرمخ ښوونځي پرانیستل شي، خو اوونۍ اوړي او د طالبانو ژمنه لا هم نه ده پرځای شوې.

ډفنس پوسټ:

ډفنس پوسټ چې له امریکا خپرېږي په افغانستان کې د ناامنیو پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې او په خپله تازه ګڼه کې یې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د پنج شنبې د ماښام د چاودنو پر موضوع تمرکز کړی دی.

په دغو چاودنو کې چې مسوولیت یې د داعش افراطي ډلې منلی، لږ تر لږه د ۹ کسانو د وژل کېدو او ځینو نورو ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.

د خپرونې په لیکنه، دا پېښه داسې وخت کېږي چې تېره اوونۍ د مزار شریف د شیعه ګانو په یوه جومات کې چاودنه شوې وه چې د طالبانو په خبره ۲۵ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

د خپرونې په لیکنه، د روژې مبارکې میاشتې پر مهال په تېرو دوو اوونیو کې خونړۍ بمي حملې وشوې، چې تر ډېره یې د شیعه ګانو ډلې په نښه کړې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تېره سې شنبه په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي وو، چې په افغانستان کې د داعش په نوم پدیده ۹۸ سلنه ځپل شوې او له منځه وړل شوې او کوم ګواښ نه دی.

د مقالې د لیکوال په وینا، وروسته له هغې چې طالبانو په تېره اګست میاشت کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، په دغه هېواد کې د ناامنیو اندازه کمه شوې وه، خو د داعش خراسان څانګې پر شیعه ګانو خپلو حملو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG