د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

رلیف وېب: افغانستان کې ملکي وژنې کمې خو د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • رلیف وېب

رلیف وېب خپرونې د خپل وروستي راپور په اړه مقاله خپره کړې چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د افغانستان د بشري حقونو په اړه دا راپور تر لاسه کړی دی.

په مقاله کې راغلي چې په داسي حال کې چې په افغانستان کې ملکي وژنې کمې شوي دي، د بشري حقونو وضعیت د سختې اندېښنې وړ دی.

وروسته لولو چې د ۲۰۲۱کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۲کال د فبرورۍ تر ۱۵مې دې ادارې ۱۱۵۳ د ملکیانو مرګ ژوبله ثبت کړې ده.

رلیف وېب دې راپور ته په اشاره لیکلي چې تر ټولو زیاتې حملې چې ځانمرګي بریدونه نه وو، داعش ډلې کړي.

د دې تر څنګ په مقاله کې راغلي چې د همدې مودې پر مهال ۵۰ قضیې پرته له محاکمې وژنې وې او په یو شمېر مواردو کې په ننګرهار ولایت کې د دغو کسانو سرونه له تنو څخه جلا شوي وو او مړي يې په عامه ځایونو کې موندل شوي وو.

په همدې مقاله کې یادونه شوې چې افغانان له بحراني بشري او اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي چې له کبله يې خلک له خپلو ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي حقونو خوند نشي اخیستلای.

  • انډېپنډینټ

انډېپنډینټ ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده:" طالبانو د ښځو په نړیواله ورځ ژمنه کړې چې د ښځو دیني حقونه به خوندي کړي."

په دې مقاله کې راغلي، طالبانو دا ژمنه داسي مهال کړې چې د بشري حقونو مدافع ادارو ویلي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د خلکو له اساسي حقونو سرغړونه کوي.

وروسته د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد ټویټ ته اشاره شوې چې وايي د ښځو نړیواله ورځ ښه موقع ده چې افغان ښځې خپل مشروع حقونه وغواړي.

په مقاله کې لولو چې په داسي حال کې چې طالبان د نړیوالو له فشار سره مخامخ دي، دوی مخکې هم ژمنې کړې چې د ښځو حقونه به خوندي کړي.

خو مقاله یادونه کوي چې اووه میاشتې کېږي طالبان پر افغانستان یو ځل بیا واکمن شوي دي.

د دې مودې پر مهال د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په وینا طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړلې او پر ښځو یې د کار او سفر محدودیتونه وضع کړل.

په مقاله کې د ښځو چارو وزارت له منځه وړل کېدو ته هم اشاره شوې ده او د تېرې دوشنبې په ورځ د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو شورا د هغه راپور یادونه شوې چې په کې د افغانانو د اوسني بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG