د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر په واشنګټن ډي سي کې ټکسي چلوي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ګارډین

د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر په واشنګټن ډي سي کې ټکسي چلوي. بریتانیايي ورځپاڼې ګارډین لیکلي چې خالد پاینده امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ته ویلي چې اوس د اوبر ټکسي چلوونکی دی.

هغه زیاته کړې چې که په راتلونکو دوو ورځو کې ۵۰ ځلې خلک په ټکسي کې یوسي، ۹۵ ډالره انعام به ترلاسه کړي.

ګارډین د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له قوله لیکلي چې پاینده په یوه شپه کې د شپږو ساعتونو له کاره، شااوخوا ۱۵۰ ډالره عاید ترلاسه کوي.

۴۰ کلن پاینده د افغانستان د لیرې کړل شوي ولسمشر اشرف غني د مالیې وزارت سرپرست و او د امریکا له ملاتړه برخه‌منې شپږ میلیارده ډالرو بودجې څارنه‌یې کوله. په مقاله کې راغلي چې دی د پخواني حکومت تر سقوط مخکې لا له افغانستانه وتلی و.

له واشنګټن پوسټ سره په خبرو کې پاینده پر دې خواشیني څرګنده کړې چې د مالیې د وزیر په توګه‌یې دنده ترسره کړې ده.

هغه زياته کړې چې ډېرې سختۍ يې ليدلي او دا چې دوی بریالي نه‌شول، په دې ماته کې دی هم شامل دی.

د افغانستان جمهوري نظام په زمري میاشت کې سقوط شو او طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل.

له هغه راهیسې اووه میاشتې کېږي، خو هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی. ډېری اقتصاد پوهان وایي چې د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او ملګري ملتونه اټکل کوي چې تر ۲۰ ملیونو ډېر خلک د لوږې له خطر سره مخامخ دي.

  • د خوشحالۍ نړیواله ورځ

یکشنبې او د ۱۴۰۰ هجري قمري کال وروستۍ ورځ د خوشحالۍ له نړیوالې ورځې سره برابره وه.

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو په همکارۍ (په نړۍ کې خوشحالي) په نوم یو راپور خپور شوی و.

په دغه کلني راپور کې افغانستان د ۱۴۹ هېوادونو د جدول په پای کې راغلی.

راپور وایي، افغانستان مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي، د یاد جدول په پای کې و.

په راپور کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له خلکو د ناخالصو عوایدو، د فساد د کچې او د فردي ازادیو غوندې معیارونو په اړه پوښتنې شوي.

د نړۍ د خوښۍ د راپور له مخې فنلنډ په پرله‌پسې توګه د څلورم کال لپاره د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد بلل شوی دی.

د اکسفورډ پوهنتون او ګالوپ انستیتیوت په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو په دې مفصل راپور کې مرسته کړې.

XS
SM
MD
LG