د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

ايران د افغان کډوالو پېژندلو په هدف سرشمېرنه کوي


ایران کې افغان کډوال. September 8, 2021
ایران کې افغان کډوال. September 8, 2021

د ایران یو جګپوړی چارواکی وايي، هېواد یې غواړي چې د افغان کډوالو د پېژندلو په هدف د هغوی سرشمېرنه وکړي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبره د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي پرون (پنجشنبې) وکړه.

ده ویلي، چې د ایران د اقتصادي پروګرامونو او د کډوالو د پاللو لپاره پکار ده چې افغان کډوال معلوم شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي

د ایرن د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، له افغان کډوالو او د نورو هېوادونو له اتباعو غوښتل شوي چې د حکومت او پولیسو ادارو ته ورشي څو په خپل وخت د خدماتو د ورکولو د څرنګوالي په اړه د هغوی سرشمېرنه وشي.

په راپور کې همداراز ویل شوي، چې که کډوال په خپل ټاکلي وخت ورنه شي، دا امکان شته چې کډوال ونه پېژندل شي او له سختو اقداماتو سره مخامخ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان کابو یوه میاشت پخوا ویلي و، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته نژدې یو میلیون افغانانو ایران ته پناه وړې ده.

د ده په وینا اوس په ایران کې د افغان کډوالو شمېر ۵ میلیونو ته رسېږي.

خو ده ونه ویل، چې دغو افغان کډوالو ته ایران څه خدمات وړاندې کړي او د کډوالۍ کوم حقونه لري.

په وروستیو کې په انټرنېټ کې داسې ویدیوګانې خپرې شوې چې پر اساس یې ادعا کېږي ایراني پوله ساتي افغان کډوال په بې رحمۍ وهي. د دغو ویدیوګانو له خپرېدو وروسته په افغانستان کې یو لړ اعتراضونه وشول.

په کابل کې د ایران سفارت وویل، چې دا ویدیوګانې د افغانستان او ایران د اړیکو د خرابولو په هدف خپرې شوې دي.

په نیمروز کې د طالب چارواکي وايي، چې له ایران څخه د ورځې کابو ۳ زره افغان کډوال راستنول کېږي.

هغوی چې تازه له ایران څخه افغانستان ته تللي، وايي چې وهل شوي ا د څو میاشتو اجوره یې هم ورڅخه ګرځول شوې ده.

XS
SM
MD
LG