د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

بښنې نړیوال سازمان: ایران کې د افغان کډوالو وضیعت اندیښمنونکی دی


په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې او شکنجې د پرلپسې ویډیوګانو له خپرېدو وروسته، د بښنې نړیوال سازمان وايي، ایران ته تللي افغانان له هر ډول تبعیض، ناوړه چلند او تاوتریخوالي سره مخ دي.

ددې سازمان د جنوبي اسیا د څانګې یوې کمپاینرې سمیرا حمیدي د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته، په ایران سربیره په پاکستان، ترکیې، متحده‌ایالاتونو، بریتانیا او ابوظبۍ کې هم د افغان کډوالو او پناه‌ غوښتونکو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

مېرمن حمیدي په ایران کې له افغانانو سره د روان بد چلند په اړه ازادي راډیو ته وویل، افغان کډوال د ایران د سرحدي پولیسو له‌خوا د ټوپک او زور له لارې بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.

هغه زیاتوي، څو باوري سرچینو د ایران د سرحدي پولیسو له خوا پر افغانانو د جنسي تېري، او ددوی د وهلو او شکنجې خبرونه ورکړي دي. نوموړې وايي "هغه تصویرونه چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د تبعیضي، له تاوتریخوالي ډک او ځورونکي چلند په اړه خپرېږي، له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ښيي. " اغلې حیمدې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په ایران کې د افغان کډوالو سره ددې ناوړه چلند د مخنیوي لپاره دې اقدامات وکړي.

سمیرا حمیدي زیاتوي، په پاکستان کې هم افغان کډوال د ویزو په تمدید او مالي برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د هغې په خبره، د بشري او د ښځو حقونو فعالانې او خبریالان چې شمېر یې سلګونو کسانو ته رسېږي او غواړي امریکا، بریتانیا او نورو اروپايي هېوادونو کې پناه واخلي، بې‌برخلیکه پاکستان، ازبیکستان او ترکیې کې پراته دي.

اغلي حمیدي وايي، هغه کسان چې د SIV، P1 او P2 کیسونه لري، پر وړاندې یې مسوولو ادارو هېڅ ډول مسوولیت نه ‌‌دی منلی او ددوی د پناه غوښتتنې د قضیو د بهیر په اړه هم هېڅ ډول معلومات نه ورکول کېږي.

نوموړې په ابوظبۍ کمپ کې د افغان پناه غوښتنونکو حالت ته اشاره وکړه او ویې ویل" له ۸ میاشتو تېرېدو او اعتراضونو وروسته لا هم د دې خلکو برخلیک معلوم نه‌ دی؛ او له همدې کبله یې درې سوه تنه بیرته افغانستان ته ستانه شوې دي. "

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم مني چې په بېلابېلو ځایونو کې افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي. ذبیح الله مجاهد غوښتنه وکړه چې" ټول لوري په دې اړه خپل مسوولیت ادا او مهاجرینو سره ښه سلوک وکړي، څو دوی په خپله خوښه بېرته خپل وطن ته راستانه شي. "

د بښنې نړیوال سازمان د اسیا څانګې کمپاینره په امریکا او بریتانیا کې هم د افغانانو وضعیت چندان ښه نه بولي او وايي، دوی هلته د استوګنځایونو، کار، روغتیا او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

سمیرا حمیدي د ملګرو ملتونو د کډوالو په عالي کمېشنرۍ هم نیوکه کوي چې چارې یې رڼې نه‌ دي.

اغلي حمیدي پوښتي چې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ته ډېرې پیسې ورکول کېږي، خو دا معلومه نه ده چې دا پیسې په کومو پروګرامونو مصرفېږي او دوی څه ډول د افغانانو ملاتړ کوي.

سمیرا حمیدي زیاتوي، په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې د کډوالو په توګه اوکراینیانو ته خپلې دروازې پرانیستې او هر ډول انسانتیاوې ورته برابروي، خو د افغان کډوالو وضیعت یې له پامه غورځولی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې کمپاینره وايي، افغانان یوازې پاتې دي او نړیواله ټولنه مسولیت لري چې د دوی اړتیاوې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG