د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوال: د مشهد له پېښې وروسته پر موږ فشارونه ډېر شوي


ارشیف، له ایران یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال
ارشیف، له ایران یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال

په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي چې د ایران په مشهد ښار کې د سې شنبې ورځې له پېښې وروسته د افغان کډوالو د نیولو، له هغه هېواده د دوی د ایستلو لړۍ چټکه شوې او ورباندې فشارونه ډېر شوي دي.

دا پېښه تېره سې شنبه د مشهد ښار د امام رضا زیارت په انګړ کې رامنځته شوه. د راپورونو پر بنسټ، برید کوونکي د چاقو په وسیله یو دیني عالم وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

ایراني رسنیو خبر ورکړ چې برید کوونکي افراطي نظریات درلودل او د ایران له ختیځو پولو په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورغلی و.

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکی ځواک (سپاه پاسداران) اړوند تسنیم خبري اژانس لیکلي چې برید کوونکی عبداللطیف مرادي نومېږي او په خټه ازبک دی.

د تسنیم د راپور پر بنسټ، عبداللطیف یو کال مخکې په ناقانونه توګه له ایرانه پاکستان ته اوښتی و.

د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي پرون وویل، ځیني کسان غواړي چې له قومي او مذهبي اختلافاتو څخه په استفادې د ایران او ګاوڼډیو هېوادونو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي

د ایران په کرج ښار کې د محمد رضا په نوم یوه افغان کډوال ازادي راډیو ته وویل چې ایراني ځواکونو د ناقانونه افغان کډوالو ایستلو لړۍ چټکه کړې.

دی ادعا کوي چې ایراني ځواکونه له افغان کډوالو سره تبعیضي چلند کوي.

محمد رضا زیاتوي: "هو، هر ځل چې راشي خپل کارګران خبروي او یا دا چې کارګران څارونکي لري همدا چې پولیس راغلل، نو بیا نور مهاجرین خبروي. په ایران کې د کډوالو وضعیت سخت دی، زه په خپله څو کسه پېژنم چې دلته راغلل ترڅو پیسې واستوي، ایراني پولیسو دوی ونیول او له مرزه‌یې واړول."

ځیني ایرانیانو او افغانانو د مشهد پېښې ته په غبرګون کې په ټولنیزو رسنیو کې د "ایرانی ځان، د افغان ځان دی" په نوم د هشتګ په خپرولو سره هڅه کوي چې دواړو هېوادونو ترمنځ پیوستون رامنځته کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو عکس لاس په لاس کېږي او په دغه عکس کې لیدل کېږي چې یو شمېر ایرانیان له قید و شرط پرته د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې وېډیو کې بیا لیدل کېږي چې یو ایرانی یو افغان کډوال په زوره دې ته اړ باسي چې افغانانو ته ښکنځلې وکړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې "اسلامي امارت" په ایران کې پر مذهبي ځایونو برید غندي او دا برید افغانانو او افغانستان پورې اړه نه‌لري.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت ویاندویانو په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب رانه‌کړ، خو وړاندې تر دې ښاغلي مجاهد د ایران له دولته غوښتي و چې افغان کډوال دې نه‌ځوروي.

د پخواني حکومت له راپرځېدو وروسته ګڼو افغانانو د کار موندلو لپاره په ناقانونه توګه ایران ته مخه کړې.

تېره اوونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر په چین کې د افغانستان د ګاوڼډیانو په یوه کنفرانس کې ادعا وکړه چې په ایران کې د افغان کډوالو شمېر پنځه ملیونو ته رسېدلی. هغه وویل چې یوازې د طالبانو له راتګ سره یو ملیون افغانان ایران ته تللي.

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، که څه هم چې ایراني چارواکي په زوره د افغان کډوالو د ایستلو خبره ردوي، خو افغان کډوال ادعا کوي چې د کډوالو د په زوره ایستلو لړۍ چټکه شوې.

XS
SM
MD
LG