د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

ایران ته په قاچاقي لارو د افغانانو تګ زیات شوی؛له ویزې پرته دا سفر وژونکی دی


له افغانستان ایران ته تلونکي‌افغان کډوال
له افغانستان ایران ته تلونکي‌افغان کډوال

په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ښکاري چې سلګونه افغانان د افغانستان په جنوب لویدیځ کې د نیمروز "میلک" له پولي د ایراني پوله‌ ساتو له‌خوا په زور د افغانستان خاورې ته را استول کېږي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې هره ورځ سلګونه افغانان هڅه کوي افغانستان پرېږدي او له قاچاقي لارو په ځانګړي ډول د ایران له لارې اروپان ته ځانونونه ورسوي.

په دوی کې د ۱۵ کلن سهراب په څېر تنکي ځوانان هم‌شته چې په همدې قاچاقي لارو ژوند بایلي.

د جمهوري نظام له سقوط وروسته، سهراب د خپلې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره ایران ته په قاچاقي لاره د تګ تکل وکړ، خو کورنۍ ته یې بې‌روحه جسد وسپارل شو.

د هغه د کورنۍ یو غړي وثیق نوازیان ازادي راډیو ته وویل: "غوښتل یې په غیر قانوني لارو ایران ته ولاړ شي. د ایران پولیسو پرې په ډېر ظلم ډزې کړي او شهید کړی یې دی. ایران کې یې ترې د بدن ټولي غړي ایستلي وو."

ډېر شمېر افغانان ایران سره پر پوله پروت نیمروز ولایت کې د انساني قاچاق‌ کوونکو سره د یوځای کېدو شېبې شمېري. په دې ولایت کې د انساني قاچاق دا بهیر په ټویټا ډوله موټرو کې کېږي.

ټویټا موټر کې ۳۰ تنه ناست وي او په ډېر سرعت سره حرکت کوي.

له افغانستان ایران ته تلونکي کډوال
له افغانستان ایران ته تلونکي کډوال

انساني قاچاق کوونکي دوی لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه پلي، وږي او تږي ایران ته بیايي.

په دغو افغانانو کې ملکيان او نظامي دواړه شته.

۳۲ کلن محمد علي د افغانستان په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو نظامي افسر و، خو اوس له قاچاقي لارو ایران ته تللی او هلته په پلازمېنه تهران کې کار کوي.

هغه لکه د نورو سلګونه سرتېرو او افسرانو په شان له دې وېري چې طالبان به ترې غچ واخلي، افغانستان پرېښی: "طالبانو سره له دې چې عمومي بښنه اعلان کړې، خو بیا یې هم یو شمېر ستونزې جوړې کړي او موږ مجبور شو چې ایران ته راشو. ایران ته هم په ډېره سختۍ له پاکستان راغلم. ایران کې موټرونه مینځم او په ډېرو پیسو یعنې درې نیم میلیونه ریاله کار کوم."

د روان کال په لړم میاشت کې د ناروې د کډوالو شورا اعلان کړی و چې په ورځني ډول ۴ تر ۵ زره افغانان په غیرقانوني توګه ایران ته ځي. له دوی یو شمېر یې ایران کې پاتېږي او یو شمېر نور یې ترکیې ته د تلو په هڅه کې دي.

۱۶ کلن ګل محمد تازه د اسلام قلعه له پولې بېرته افغانستان ته را شړل شوی. هغه د هرات په انصار کمپ کې اوسېږي، خو ادعا کوي چې ایراني پوله ساتو د نیولو پر مهال وهلی ډبولی دی: "قاچاق کوونکي موږ له هرات یوړو. ایران ته ولاړو، پنځه شپږ ورځې مو په دښتو کې وږي او تږې تېرې کړې. پوله ساتي راغلل، و مو نه شو کولی چې وتښتو، موږ یې ونیولو، ډېر یې ووهلو. اوبه او ډوډۍ هېڅ هم نه و، موږ یې وهلو. لاسونه یې راتړلي و او راته یې ویل چې کېنئ او ودرېږئ."

له افغانستان ایران ته تلونکي افغان کډوال
له افغانستان ایران ته تلونکي افغان کډوال

خو له دې ټولو سره-سره، د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ګاونډیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ مهم لاملونه بې‌وزلي او بې‌کاري بولي او زیاتوي، د دوی د بیا ځلي واکمنۍ له پیل راهیسې نږدې ۵۰۰ زره تنه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ازادي راډیو سره خبرو کې دا وضاحت ور نه کړ چې له دې شمېر څو سلنه یې په زور افغانستان ته را استول شوي دي: "د اسلامي امارت له حاکمیت تر اوسه ۵۰۰ زره تنه افغانان هېواد ته را ستانه شوي دي. هغه کسان چې په زور را استول کېږي، هغوی هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري."

د جمهوري نظام له سقوط شپږ میاشتې تېرېږي، خو ایران ته له قاچاقي لارو د تلونکو په خبره، سلګونه افغانان په هڅه کې دي چې له ناقانونه لارو له افغانستان ایران ته ولاړ شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانانو لپاره یوه بله لویه ستونزو د پاسپورټ اخیستل دي. له همدې امله هغوی چې پاسپورټ نه‌لري، له قاچاقي لارو ایران ته اوړي.

XS
SM
MD
LG