د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

ترکي رسنۍ: د ایران او ترکیې پر پوله یوه افغانه مېرمن د سړې هوا له امله مړه شوې


د هغو افغانانو قبرونه چې په غیر قانوني تګ کې مړه شوي
د هغو افغانانو قبرونه چې په غیر قانوني تګ کې مړه شوي

د ایران د لوېدیځ اذربایجان د بلاسور کلي کې د یوې افغانې مېرمنې مړی پروت دی او له دوو بچیانو یې کلیوال مراقبت کوي.

ګڼو ایراني او تُرکي رسنیو له هغې ډلې «سي‌اېن‌اېن ترک» او «ایران وایر» د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ترکیې ته د اوښتو په لټه یوه افغان مېرمن د سړې هوا له لاسه مړه شوې او ماشومان‌یې چې اته او نهه کلن یاد شوي ژوندي پاتې دي.

په خواله رسنیو هم څو وېډیوګانې خپرې شوي چې د دې مېرمنې دوه ماشومان ایراني کلیوالو ژغورلي او ساتنه‌یې کوي.

له دې کلیوالې سیمې په خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې یوه وړه ماشومه او یو ووړ هلک یخې هوا سخت ژوبل کړي او ګوتې یې سره سریښې شوې دي. کلیوال تر خپله وسه هڅه کوي چې له دې ماشومانو سره مرسته وکړي. څوک ګرمې اوبه ورکوي او څوک ډوډۍ څو وکولای شي د دوی حال ښه کړي.

د ترکیې وان ولایت هم پرون ناوخته په یوه بیان کې تأیید کړې چې یوه افغان مېرمن ترکیې ته د اوښتو په لټه کې وه، خو د سړې هوا او زیاتې واورې له امله له مخکې تګ پاتې راغلې او لار کې یې ساه ورکړې.

ډېری افغانان په قاچاقي لارو اروپایي هېوادونو ته رسېدل غواړي، خو په لارو کې له سخت وضعیت سره مخ کېږي
ډېری افغانان په قاچاقي لارو اروپایي هېوادونو ته رسېدل غواړي، خو په لارو کې له سخت وضعیت سره مخ کېږي

په بیان کې راغلي: "د جنورۍ په لومړۍ داسې راپورونه خپاره شول چې یوه مور له دوو ماشومانو سره په داسې حال کې چې غوښتل یې د ایران له لارې د ترکیې خاورې ته ننوځي په سرحدي سیمو کې یخ وهلې او مړه شوې ده. ماشومان‌یې نږدې کلي ته ورغلي. وروسته معلومه شوه چې دا غمجنه پېښه د ترکیې په خاوره کې نه، بلکې د ایران په خاوره کې د بلاسور په کلي کې شوې. دا کلی د ترکيې پولې ته نږدې پروت دی. د ښځې جسد او د هغې دوه ماشومان د کلیوالو له‌خوا ایراني عسکرو ته وسپارل شول."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یا په ایران کې د افغانستان سفارت تر دې دمه د یادې پېښې په تړاو څه تبصره نه‌ده کړې.

خو تر دې مخکې هم د ایران او ترکیې په پوله کې د سړې هوا او نورو پېښو له امله د ګڼو ناقانونه افغان کډوالو د مړینې راپورونه خپاره شوي.

سږ کال حمل میاشت کې هم افغان چارواکو تأیید کړې وه چې د ایران او ترکیې په پوله کې څلور افغان کډوال د سړې هوا او توپان له امله مړه شوي.

د راپورونو له مخې وروستیو څو میاشتو کې لږ تر لږه څلور تر پنځه زره افغانان ایران ته ننوځي او د ژمي په موسم کې دا شمېر لا پسې لوړ ځي.

سره له دې چې ایران د ناقانونه افغان کډوالو په وړاندې سخت چلند کوي او بېرته‌یې دغه هېواد ته وراستوي، خو افغان کډوال په دې لټه کې وي څو د ایران له پولو واوړي او ترکیې ته ورسېږي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت بیا سږ کال اعلان کړی چې د ناقانونه کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره‌یې د ایران له پولې سره امنیتي دېوال جوړ کړی دی او هڅه کوي په دې ټولې پولې باندې ورته دېوالونه جوړ کړي.

د ترکیې او ایران پر پوله د کډوالو د مخنیوي لپاره جوړ شوی دېوال
د ترکیې او ایران پر پوله د کډوالو د مخنیوي لپاره جوړ شوی دېوال

د اګسټ په ۱۵مه په افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ګڼ افغانان په دې لټه کې دي چې له هېواد ووځي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌اوام) څو ورځې مخکې په خپل یوه کلني راپور کې اعلان کړه چې سږ کال څه باندې شپږ نیم لکه افغانان د جنګ جګړو په سبب له خپلو مېنو کډې ته اړ شوي او دمګړۍ په ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان کې په دوه ملیونه او دوه لکه قانوني کډوالو سربېره درې نیم ملیونه غیر اسناد لرونکي افغان کډوال اوسېږي.

XS
SM
MD
LG