د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

د کډوالو نړيواله ورځ؛ خلک: د طالبانو واکمنۍ لا ډېر افغانان کډوالۍ ته اړ کړل


ارشیف، افغان کډوال
ارشیف، افغان کډوال

د اګسټ ۱۵مه، پر افغانستان د طالبانو د حاکميت بیاځلي پيل؛ دا هغه ورځ وه چې د طالبانو تر حاکميت لاندې افغانستان څخه خلک په تېښته وو او ډلې ډلې خلک د کابل پر هوايي ډګر ورغلل.

احمد فواد يو له همدغو کسانو څخه دی.

دی د اګسټ په ۱۹ مه نېټه کابل هوايي ډګر ته ورغی او له درې ورځو تېرولو وروسته د اګسټ پر ۲۲ مه هوايي ډګر ته ننوت او ابوظبۍ ته ورسېد.

نوموړی نږدې څلور مياشتې کېږي چې د ابوظبۍ په کمپ کې په دې موخه استوګن دی چې امريکا ته به ولېږدول شي: "له يو نامعلوم برخليک سره مخ يم، معلومه نه ده چې کله به خپل مقصد ته رسم، دې ناڅرګند حالت ما او نورو ته چې دلته دېره دي، رواني ستونزې زېږولي دي."

خو دا یوازې احمد فواد نه دی، په لکونه نور داسې کسان هم شته چې له ورته برخلیک سره مخ دي.

بله افغان کډواله چې خپل نوم نه اخلي او د البانیا په یو کمپ کې اوسېږي وايي، د طالبانو لاسته د افغانستان له لوېدو وړاندې، د افغانستان د لویې څارنوالۍ په یوې مهمې برخه کې رییسه وه.

امنیتي ګواښونو اړ کړې چې د اګسټ میاشتې په ۲۱مه نېټه له افغانستانه ووځي.

د لویې څارنوالۍ دغې پخوانۍ لوړپوړې چارواکې هم د ژوند لپاره امریکا ټاکلې ده.

نوموړې د دې هېواد له حکومته غواړي، هغه کډوال چې په کمپونو کې اوسېږي، ژر تر ژره دې امریکا ته ولېږدوي: "کله چې کډواله شوې، که امکانات هم وي، کډواله یې. دا ډېره سخته ده. خو اوس مجبوره شوي یوو چې دغه لار غوره کړو. د طالبانو تر واک لاندې له ژوند کولو کډوالي غوره ده، خو هغه څه چې اوس سخته دي، هغه په کمپونو کې د افغان کډوال بې برخلیک توب دی."

په ښکاره ډول دا په افغانستان کې د کډوالۍ پای نه دی؛ اوس هم په دغه هېواد کې زرګونه کسان انتظار باسي چې له دې هېواده پښې سپکې کړي.

ذبيح الله له همدې ډلې يو دی او وايي: "منتظر يم چې له هېواده بهر تللو ته زمينه برابره شي، په کابل کې ژوند ستونزمن دی؛ بې وزلي او بې پولي پراخه شوې، که امريکا ته په تګ بريالي نه شوو؛ نو حاضر يو چې ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شو؛ خو دې پايلې ته رسېدلي يو چې افغانستان کې پاتې کېدل مو ناممکن دي."

تازه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له شپېتو زرو زیات ژباړونکي او نور افغانان چې په امریکا کې یې سیاسي پناه غوښتې لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته دا خبره کړې ده.

رويټرز او فرانسې خبري اژانسونو ته د رسېدلو معلوماتو له مخې جرمني غواړي ۲۵زرو، هالنډ ۳۱۵۹، هسپانيا او فرانسه ۲۵۰۰ او يو شمېر نور اروپايي هېوادونه هم له دې څخه په کم شمېر افغانانو ته پناه ورکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بیا تازه ویلي چې وروستيو مياشتو کې پاکستان ته هم شااوخوا ۳۰۰ زره افغانان کډوال شوي دي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په روان زېږدیز کال کې ۹۵ زره افغانان دغه هېواد ته لېږدول شوي چې ۷۴ زره تنه یې له کابله د تخلیې پروګرام په لړ کې را ایستل شوي دي.

د ډسمبر ۱۸مه، د کډوالۍ له نړيوالې ورځې سره برابر ده.

له افغانستان د جګړو، ناامنیو، بې روزګارۍ او نورو لاملونو له امله څلور لسیزې کېږي چې بېلابېلو هېوادونو ته د خلکو قانوني او ناقانونه کډوالي را روانه ده.

په وروستيو کلونو کې زيات شمېر افغانانو د کډوالۍ ناقانونه لارې غوره کړې چې ډېری یې خطرناکې او ګواښونکې دي، په دې ترڅ کې ډېری په اوبو کې ډوب شوي او یا په لارو کې د سختیو له امله مړه شوي هم دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وايي، که اوسنۍ ستونزې حل نه شي؛ نو له دغه هېواده به د کډوالۍ لړۍ نوره هم چټکه شي.

ښاغلی لعل زیاتوي: "که وضعيت همداسې دوام وکړي او همدا وضعیت روان وي، نو افغانان به يو ځل بيا ګاونډيو ملکونو ته اړ شي؛ هغو ملکونو ته چې بشري حقونو ته هېڅ ډول تعهد نه لري."

د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وايي، که ستونزې حل نه شي؛ د کډوالۍ لړۍ نوره هم چټکه شي.
د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وايي، که ستونزې حل نه شي؛ د کډوالۍ لړۍ نوره هم چټکه شي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وياند عبدالمطلب حقاني که څه هم د افغان کډوالو د شمېر په اړه معلومات نه شريکوي،خو وايي چې دوی هڅه کوي دغه هېواد کې د بې وزلۍ او فقر کچه راټيټه کړي او په دې ډول د لا ډېرې کډوالۍ مخه ونيسي.

دی وايي: "اسلامي امارت هڅه کوي چې ټولو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي، اقتصادي ستونزې شته او د نړيوالۍ ټولنې له خوا لګول شوي تحريمونه د بې وزلۍد زياتېدو لامل شوی دی، خو اسلامي امارت بيآ هم ژمنه کوي چې دغه ستونزې حل کړي او افغانان په خپل هېواد کې پاتې شي."

میاشت مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و چې تېرو درېیو میاشتو کې له یو لکو زیات خلک له بېلابېلو لارو بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي چې ډېری هغه یې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو پرمهال د افغانانو د تخلیې په پروسه کې شامل وه.

خو هغه معلومات چې ازادي راډیو ته رسیدلي ښيي چې په ۳۱م د اګسټ ۲۰۲۱میلادي کال کې کله چې امریکايي سرتیري له افغانستانه ووتل، شااوخوا یو میلیون افغانان له بېلابېلو لارو له افغانستانه ووتل.

دغه شان په دې وروستیو کې د نیویارک ټایمز په یوه راپور کې راغلي، هغه افغانان چې په غیرقانوني ډول له پولو اوړي، د پخوا پرتله هغه وخت چې نړیوال سرتیري افغانستان کې وو، له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې په کې زیاتوالی راغلی.

نیویارک ټایمز په خپل راپور کې دا هم لیکلي چې په اوس وخت کې هره اوونۍ لږ تر لږه ۳۰ زره تنه له افغانستانه وځي.

خو د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په دې ورستیو کې په يو ځانګړي فرمان کې له واليانو، طالب مسوولينو او ديني عالمانو غوښتي چې له هغو کسانو سره وګوري چې د افغانستان د پرېښودلو نيت لري، د دوی ستونزې واوري او د حل لارو موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG