د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

ترکیې سلګونه افغانان په زور کابل ته واستول


عکس: په ترکیه کې د پولیسو له لوري درول شويو د افغان او سوري کډوالو انځور
عکس: په ترکیه کې د پولیسو له لوري درول شويو د افغان او سوري کډوالو انځور

ترکیې سلګونه افغانان پرون په زور کابل ته واستول.

د راپورونو په اساس لږ تر لږه ۲۲۷ افغانان په یوه چارټر پرواز کې د ترکیې له ختیځ ولایت مالاتیا څخه کابل ته استول شوي دي.

ترکي چارواکي وايي، د ناقانونه کډوالو د ایستلو په برخه کې جدي دي او له خپلې خاورې یې باسي.

د ترکیې انادولو خبري اژانس راپور ورکړ، چې له ختیځ ولایت مالاتیا څخه ۲۲۷ افغان اتباع چې په ناقانونه توګه ترکیې ته تللي وو یکشنبه بېرته کابل ته ولېږل شول.

د مالاتیا د کډوالو د ریاست په خبره د چارټر پروازونو له پيلیدو راهیسې دوی تر دې دمه ۶۸۱ افغانان بېرته افغانستان ته استولي.

ترکي چارواکو ویلي، ناقانونه کډوال تر نېول کېدو وروسته لنډ وخت په کمپونو کې ساتي او بیا یې بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته استول کېږي.

مالاتیا د ترکیې په ختیځ کې پروت ولایت دی او د کډوالو د توقیف څو مرکزونه یې په ناقانونه افغان پناه غوښتونکو ډک دي.

د کډوالو د توقیف ځایونو د یوې نړیوالې معلوماتي پاڼې globaldetentionproject ګلوبل ډیټنش پروجیکټس) پر بنسټ ترکیه په سرحدونو، ښاري سیمو او هوایي میدانونو کې د پناه غوښتونکو څه باندې دوه زره مرکزونه لري.

د دې پاڼې د معلوماتو له مخې ترکیې د افغان پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره د ایران د پولې په اوږدو کې نږدې درې سوه کیلومتره دیوال وهلی او د پناه غوښتونکو د ورتګ د مخنیوي لپاره یې خپل تدابیر زیات کړي.

د راپورونو په اساس ایراني او ترکي پوله ساتي ځواکونه ان په پناه غوښتونکو باندې ډزې کوي او که په لاس هم ورشي وهي ډبوي یې.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره لکونه افغانان له هېواده د وتلو په لټه کې دي او هره ورځ تر پنځه زره کسان هڅه کوي، چې ایران ته ننوځي.

د اکثرو دغو پناه غوښتونکو هدف ترکیه او بیا اروپايي هېوادونه دي.

ترکي چارواکي وايي دمګړۍ تر څلور میلیون کډوال په دغه هېواد کې اوسي چې دوی ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG