د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

افغانستان کې د ناامنۍ زیاتوالی؛ بهر ته د 'افغان ځوان کهول' تېښته زیاته شوې


لوګر کې د موټر بم چاودنې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ. په دې چاودنه کې تر ډېره هغه ځوانان ووژل شول چې د کانکور ازموینې لپاره د دغه ولایت مرکز ته راغلي وو.
لوګر کې د موټر بم چاودنې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ. په دې چاودنه کې تر ډېره هغه ځوانان ووژل شول چې د کانکور ازموینې لپاره د دغه ولایت مرکز ته راغلي وو.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د روان کال په مې میاشت کې له افغانستانه د بهرني ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره سم، د بلخ په ګډون په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې هم ناامني او د طالبانو وسله‌وال فعالیت زیات شوی.

په بلخ کې د دغه بنسټ د سیمه‌ییز دفتر مشر سید محمد سامع وايي چې د ناامنۍ په زیاتوالي سره له بلخ نه بهر ته د ځوانانو د تېښتې کچه هم لوړه شوې ده.

ښاغلي سامع ازادي راډیو ته وویل: "ناامنۍ سبب شوي چې ډېر شمېر ځوانان وزګاره شي او د کار د نشتوالي په خاطر ایران او ترکیې او له هغه پس اروپا ته ولاړ شي."

سامع زیاتوي هغه کسان چې د طالبانو د راتګ، د ناامنۍ او بد امنیتي وضعیت له وېرې تښتېدلي او بلخ ولایت‌یې پرېښی، اکثراَ با سواده ځوانان دي.

په بلخ کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر مشر سید محمد سامع
په بلخ کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر مشر سید محمد سامع

د بلخ پوهنتون د حقوقو پوهنځي د څلورم کال محصل ۲۳ کلن سمېع‌الله وايي چې اوس اوس‌یې پاسپورټ اخیستی او په تمه دی چې د ایران ویزه هم ترلاسه کړي.

سمېع‌الله ازادي راډیو ته وايي چې د کړکېچن امنیتي وضعیت او د کورنۍ د ناسم اقتصادي حالت په دلیل اړ شوی څو له کورنۍ سره‌یې یوځای ایران ته او له هغه ځای څخه بیا په قاچاقي توګه ترکیې ته ګډوال شي.

ده زیاته کړه: "زموږ ټوله موخه دا ده چې له ناامنۍ او بد امنۍ وتښتو. موږ غواړو چې له وژل کېدو او د طالبانو له راتګ څخه وژغورل شو. په همدې هدف تصمیم لرو چې له افغانستان څخه ووځو."

د بلخ د پاسپورټ مدیریت هم هره ورځ د پاسپورټ د اخیستو په خاطر د سلګونه ځوانانو د حضور شاهد وي.

د دغه ولایت د پاسپورټ مدیر مرید صحرايي ازادي راډیو ته وویل چې له دوه میاشتو راهیسې د پاسپورټ د اخیستو په کچه کې ۴۵ تر ۵۰ سلنې زیاتوالی راغلی دی.

د هغه په خبره چې هره ورځ دا اداره تر ۲۰۰ زیات پاسپورټونه وېشي.

صحرايي داسې وايي: "د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلام سره سم، د پاسپورټ د ترلاسه کولو کچه هم زیاته شوې چې اکثره مراجعان ځوانان دي او عمرونه به‌یې له ۲۰ تر ۳۵ کلونو وي."

یو شمېر افغانان چې اروپا ته د رسېدو لپاره‌یې خپل هېواد پرېښی دی.
یو شمېر افغانان چې اروپا ته د رسېدو لپاره‌یې خپل هېواد پرېښی دی.

په بلخ کې د نوې کرښې مدني بنسټ وايي چې ناامني، وزګاري او د کورنیو د اقتصاد د سطحې ټیټوالی هغه څه دي چې ځوانان‌یې له امله خپل وطن پرېږدي او صنعتي هېوادونو ته مخ کوي.

د یاد بنسټ مشر عبدالقادر مصباح داسې سپارښتنې لري: "دولت د کار زمینې په برابرولو، د امنیت په ټینګښت او د ګواښونو په رفع کولو سره کولای شي چې بهر ته د تلونکو ځوانانو مخه ونیسي."

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان راپورونه ښيي چې هر کال سلګونه افغان ځوانان کوم چې غواړي له قاچاقي لارو اروپا ته ورسېږي، د قاچاقچیانو له‌خوا له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ کېږي او یا هم د سمندر په اوبو کې ډوبېږي.

د ریلیف وب د ۲۰۲۰ کال په راپور کې راغلي چې ترکیه له څو لسیزو د افغان کډوالو کوربه او اروپايي هېوادونو ته‌یې د تګ مرکز پاتې شوې.

رومانیا کې یو شمېر افغان کډوال
رومانیا کې یو شمېر افغان کډوال

د «ناڅرګند مقصد او د حرکت په حال کې افغانان» په نوم په یوه مفصل راپور کې راغلي هغه افغانان چې په غیر قانوني توګه او خاصتاً د ایران له لارې ترکیې ته ځان رسوي کچه‌یې په ۲۰۱۹ کال کې په بې‌ساري ډول زیاته شوې وه.

د راپور موندنې ښيي چې افغان کډوال ډېری د تاوتریخوالي، اقتصادي فرصتونو د نشتوالي او خپلو حقوقو ته د نه‌لاسرسي په دلیل افغانستان پرېږدي.

XS
SM
MD
LG