د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې لوړه کچه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غبرګون


د لوګر په پېښه کې وژل شوي خلک
د لوګر په پېښه کې وژل شوي خلک

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې د افغانستان امنیتي وضعې او د تاوتریخوالي ډېرې لوړې کچې چې د ملکیانو مرګژوبله هم ورسره اوج ته رسېدلې په جدي توګه اندېښمنه کړې ده.

دې شورا په خپله پرونۍ (دوشنبه – د غويي ۱۳مه) اعلامیه کې ویلي چې د ملکیانو قاتلین باید محاکمه شي او نړیواله ټولنه په دې چاره کې له افغان حکومت سره فعالانه همکاري وکړي.

دې شورا د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره په دوامداره هڅو ټینګار کړی دی.

  • د لوګر پر خونړۍ پېښې د ملګرو ملتونو غبرګون

شورا پرون دوشنبه (د غويي ۱۳مه) د افغانستان په اړه یوه اعلامیه ورکړې او په سر کې یې د لوګر د تېرې جمعې ماښام خونړی برید غندلی دی.

د لوګر په مرکز پل علم کې موټر بم برید ۲۴ تنه ملکیان وژلي او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شول.

د دغه برید ځینو شاهدانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له خوا په یوه جوړ شوي مستند کې د سترګو لیدلی حال بیانوي.

د سیمي اوسیدونکي او د پېښې شاهدان یې په اړه وايي: "ټول یې ځوانان و. بیچاره ګان شهیدان شوي. وګورئ چې دا کورونه په څه حال دي.

-دا کار که طالب کړی که هرې تروریستي شبکې کړی وي دا ډېر یو ناروا عمل دی.

-له روژه ماتي درې دقیقې مخکې چاودنه وشوه. ګڼ خلک په کې مړه او ټپيان شوي. بیخي زیات تلفات لري. خوار او غریب او محصلین پکې شهیدان شوي دي."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې چې دوشنبه ناوخته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ خپره کړې راغلي چې د دې ډول ناوړه بریدونو عاملین، تنظیمونکي او تمویلونکي باید په سزا ورسول شي.

د امنیت شورا غړو همدا راز ټینګار کړی چې ټول هېوادونه باید د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو سره سم له افغان حکومت او اړوندو چارواکو سره دې برخه کې فعالانه همکاري وکړي.

امنیت شورا د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره په کلکو هڅو ټینګار کړی څو په مټ یې د ملکیانو وژنې پای ته ورسیږي.

دې شورا همدا راز ټينګار کړی چې نړیوالې سولې او ټېکاو ته هر ډول پېښ ترهګریز ګواښ باید د ټولو له خوا له ګډه ځواب شي.

طالبانو په رسمي ډول د لوګر د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو په یوه بیان کې یې ادعا کړې چې د جمعې په شپه یې د لوګر مرکز پل علم ته نږدې د افغان ځواکونو په یوې پوستې برید کړی او ۱۲ پولیس او اربکیان وژلي.

  • تازه جګړو د هلمند خلک هم نه دي پرېښي

دا یواځې لوګر نه دی چې یوې خونړۍ حملې په کې لسګونه کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې تازه په وروستیو دوو ورځو کې د جګړو د زیاتېدو له ویرې په هلمند کې لږ تر لږه دوه زره کورنۍ له بېلابېلو سیمو مرکز لښکرګاه ته کډه شوي.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان ازادي راډیو ته وویل، دا کورنۍ د خوراک او څښاک لپاره هېڅ نه لري: " دې روژه مبارکه کې تقریباً د عینک د سیمې څخه چې ډېر پر نفوسه سیمه وه دا ټول خلک راوتلي. تقریباً ۱۵۰۰ شااوخوا کورونه راوتلي دي. د دې تر څنګ د بولان، بشران له دې سیمو او هم د ۶۰۱ نمبر شاهراه سره له سیمو خلک راوتلي دي مرکز لښکرګاه ته. د ځینو کسانو لپاره لا تر اوسه هستوګنځای نه دی پیدا شوی. په موټرو کې ژوند کوي. نو خلک له ډېرو بدو مشکلاتو سره مخ دي په هلمند ولایت کې."

ارشیف، یو شمېر بې ځایه شوي کډوال
ارشیف، یو شمېر بې ځایه شوي کډوال

په هلمند کې تېر کال هم زرګونه کورنۍ د څو اوونیو جګړو په سبب لښکرګاه ته کډه شوې وې.

ولایتي چارواکي بیا وایي چې دوی د وسله والو طالبانو د تازه بریدونو مخه تر ډېره نیولې او هلمند ته تازه دمي ځواکونه رسیدلي دي.

طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په ځنډ پیل د دوحې د تړون سرغړونه یاده کړې او ویلي یې دي چې دې کار په بهرنیو ځواکونو د دوی لپاره د هر ډول اقدام لار خلاصه کړه.
په لږ تر لږه وروستیو دوو اوونیو کې په ښاري سیمو کې ځینې لوی بریدونه او چاودنې شوي چې حکومت یې پړه په طالبانو اچوي.

XS
SM
MD
LG