د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

لغمان کې تازه جګړې؛ خلک: رسېدلي فصلونه مو کروندو کې ولاړ، مېنې مو پرېښودې


ارشیف، یو شمېر بې ځایه شوي کډوال
ارشیف، یو شمېر بې ځایه شوي کډوال

په داسې حال کې له تېرې اوونۍ راهیسې د لغمان ولایت په ګڼو سیمو او ولسوالیو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ وسله والې نښتې روانې دي، ځایي اوسېدونکي په کې د خپل سر او مال د نه خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ قومي مشر ملک شېراغا وایي، د علیشنګ په ګډون له ګڼو سیمو ډېری خلک په داسې حال کې د تېښتې په حال کې دي چې رسېدلي فصلونه یې په کروندو کې ولاړ دي.

د ملک شېراغا په خبره، خلک له دې وېرې چې جګړې له یوې ورځې بلې ته د تودېدو په حال او د کلیو په منځ کې ده، له خپلو مېنو وتلي او نسبتاً ارامو سیمو ته کډه شوي دي.

که د ملکي وګړو خوندیتوب ته په کې جدي پاملرنه ونه شي نو، ناورین به رامنځته شي

دی وايي: "له ډېرو سیمو خلک کډوال شوي، د دولت شاه خلک کډوال شوي، د عمرزیو خلک، د علیشنګ ولسوالۍ خلک خو ټول کډوال شوي، له دې وېرې چې کتار به راشي، بمبار به وشي، په دې خاطر خلک کډوال شوي او مرکز ته راغلي دي."

د لغمان د ولایتي شورا مشر عتیق الله عبدالرحیمزي ازادي راډيو ته په خپل خبرو کې اندېښنه وښوده چې ګوندې که د ملکي وګړو خوندیتوب ته په کې جدي پاملرنه ونه شي نو، ناورین به رامنځته شي.

دی د جنګ له ښکېلو خواوو غواړي چې د جګړو لمن د ملکي خلکو د اوسېدو له سیمو ټوله وشي.

جګړو یوه بې ځایه کړې کډواله
جګړو یوه بې ځایه کړې کډواله

عبدالرحیمزي زیاته کړه: "د لغمان په ټولو سیمو کې، له علینګاره نیولی علیشنګ، عمرزي او د مهترلام ښار په شااوخوا کلیو او بانډو کې جګړې شته، زموږ غوښتنه دا ده چې دغه وخت چې د فصلونو د اخیستلو او بېرته د کرلو وخت دی، زموږ ماشومان او ښځې په پټیو کې بوخت دي، جنګ دې ودرېږي او یا په داسې ځایونو کې دې وکړي چې هلته کورونه نه وي او ملکي تلفات نه وي."

د لغمان د اوسېدونکو اندېښنې په داسې حال کې دي چې شااوخوا دوو اونیو راهیسې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا په مرکز مهترلام او دولت شاه، علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه زیات شول او جنګ د لغمان مرکزي څنډو ته را ورسېد.

همدا وضعیت د دې لامل شو چې د افغانستان د لوی درستیز یاسین ضیا په مشرۍ یو ګډ امنیتي او دفاعي پلاوي د لغمان د جګړو مشري پر غاړه واخېسته او د تازه دمو ګډو افغان ځواکونو پر مټ یې د لغمان له مرکزه پوځي عملیات پیل کړل چې د ځایي امنیتي چارواکو په خبره، دم ګړۍ د علیشنګ او علینګار تر ولسوالیو رسېدلي او ګڼې سیمې له وسله والو طالبانو پاکې شوي دي.

د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند شفیع الله افغانیار ازادي راډيو ته وویل، د دوی عملیات بریالي روان دي او د ګڼو سیمو د تصفیې ترڅنګ یې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د افغانستان د لوی درستیز یاسین ضیا په مشرۍ یو ګډ امنیتي او دفاعي پلاوي د لغمان د جګړو مشري پر غاړه واخېسته
د افغانستان د لوی درستیز یاسین ضیا په مشرۍ یو ګډ امنیتي او دفاعي پلاوي د لغمان د جګړو مشري پر غاړه واخېسته

د افغانیار په وینا، په ځينو سیمو کې یې د عملیاتو د ځنډ لامل د ملکي خلکو کورونه دي، خو په خبره یې، افغان ځواکونه په ډېر احتیاط مخکې ځي: "زموږ عملیات همدا اوس په علیشنګ او علینګار کې ادامه لري او ګڼ شمېر سیمې تصفیه او تلاشي شوي او تقریباً ۱۴۰ تنه د دښمن وژل شوي او ۷۶ تنه یې ټپیان دي، البته زموږ عملیات په دې خاطر په ځنډ سره روان دي چې زموږ ځواکونه له احتیاطه کار اخلي، څو ملکي وګړو ته تلفات وانه وړي."

خو وسله وال طالبان بیا په سیمه کې د افغان ځواکو د پرمختګ او په دومره شمېر د خپلو وسله والو د وژلو خبره ردوي او ادعا کوي چې د دوی لاسته ورغلې سیمې لاهم د دوی په لاس کې دي او ګڼو افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د لغمان د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، تر اوسه د وروستیو جګړو له کبله شااوخوا درې نیم زره کورنۍ کډوال شوي چې نېږې ۴سوه کورنیو ته یې لومړنۍ مرستې ورسولي دي.

د لغمان د اوسېدونکو په باور، که جګړې د خلکو د کورونو او کروندو سره نېږدې سیمو کې همداسې جریان ومومي، نو ګڼ ملکي تلفات به له ځانه سره ولري.

د لغمان د روغتیایي مسوولانو په وینا، تر اوسه ورته د روانو جګړو له کبله له سلو ډېر ټپیان او ۶ جسدونه روغتون ته ور انتقال شوي چې ښځې، ماشومان، ځوانان، سپین ږیري او نظامیان شامل دي.

XS
SM
MD
LG