د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

یو شمېر افغان سکهان او هندوان هېواد ته راستانه شول؛ هند کې پرې څه تېر شول؟


افغان سکهان
افغان سکهان

که ځه هم په افغانستان کې جګړې او تاوتریخوالی زیات شوی خو له دې سره-سره یو شمېر افغان هندوان او سکهان چې د ناامنیو له امله یې خپل هېواد پرېښی و بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ډېری دوی تېر کال د کابل په شوربازار کې د سکهانو پر یوه عبادتځي تر برید وروسته هند ته کډه شول.

۲۵ کلن سندیب سنګ دې د سکهانو له هغو کورنیو دی چې تازه بېرته افغانستان ته راستونه شوی دی.

دی او څلور کسیزه کورنۍ یې، تېر کال په شوربازار کې په هغه چاودنه کې چې د دوی په عبادتځي وشوه او د کورنۍ شپږ غړي یې په کې ووژل شول اړ شول چې خپل هېواد پرېږدي.

په یاد برید کې چې مسوولیت یې داعش وسله والې ډلې ومانه ۲۵ کسان ووژل شول.

سنديب فکر کاوه چې هند کې به یې ژوند ښه شي، خو داسې ونه شول، دی په هند کې د خپلو بدو شپو ورځو کیسې کوي: "نه به اوبه وې نه ډوډۍ، نه کور، ناروغي به وه، خو ډاکټر به د چا په غم کې نه و، د کور کرایه وه. هلته یې موږ ته ویل تاسې کډوال یاست، ویزه واخلئ، ځان پولیسو سره راجستر کړئ، هلته هم موږ ډېر سرګردانه وو."

تېر کال په شوربازار کې د هندوانو په عبادتځي باندې داعش برید وکړ چې له امله یې ۲۵ تنه ووژل شول.
تېر کال په شوربازار کې د هندوانو په عبادتځي باندې داعش برید وکړ چې له امله یې ۲۵ تنه ووژل شول.

دی اوس په کابل کې د سکهانو په یو عبادتځی کې اوسېږي. په یو دوکان کې کار کوي چې شپږ زره افغانۍ ورکوي او خپل ژوند پرې تېروي.

بل افغان سېک دی، دی شا او خوا دوه اوونۍ کېږي چې له خپلې مور سره بېرته له هنده افغانستان ته ستون شوی دی.

کلراج سېنګ بیا دوه اوونۍ کېږي چې له هنده له خپلې مور سره افغانستان ته راستون شوی. دی هم د دوی پر عبادتځی تر برید وروسته هند ته ولاړ، هلته یې نهه میاشتې تېرې کړې، خو د ژوند سختیو او کرونا ویروس له امله بېرته افغانستان ته راغی.

سینګ زیاته کړه: "هلته مرض ډېر شوی و، موږ ته پاملرنه نه کېده، موږ همدې لپاره ولاړ و چې امریکا یا کاناډا به موږ وغواړي، موږ ته هلته ستونزې ډېرې وې، نور نه شو اوسېدلی، مصرف زیات و او چې قرنطین شو نو ستونزې نورې هم زیاتې شوې."

مخکې هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي و چې د کاناډا د دفاع وزیر هرجیت سېنګ ساجن د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په اپریل میاشت کې د افغان سېکهانو او هندوانو د امنیت موضوع مطرح کړې او کاناډا ته یې د انتقال غوښتنه کړې وه.

د ۲۰۲۰ میلادي کال په جون میاشت کې د جمهوري غوښتونکو او دموکراتو ډواړو ګوندونو نه شلو سناتورانو د امریکا د بهرنیو چارو د وخت له وزیر مایک پامپيو نه په یو لیک کې غوښتي و چې افغان سېک او هندو لږه‌کي چې د خپل مذهب له امله د داعش ډلې د خراسان څانګې له ګواښ سره مخ دي ومني، خو ډېری افغانان سکهان او هندوان وايي، دغه وعدې نه دي عملي شوي.

د افغان هندوانو او سکهانو یو شمېر کورنۍ چې لا هم هند کې دي، هم غواړي بېرته افغانستان ته راستانه شي.

دیاسېنګ انجان
دیاسېنګ انجان

یو له دوی هم دیاسېنګ انجان دی، انجان وايي: "په هند کې ټولو افغانانو لپاره کار ستونزمن دی. موږ کولای شو په هندي ژبه خبرې وکړو، خو بیا هم لهجه کې ستونزه شته، په پانګونه کې هم ستونزې لرو، ان اوس چې زموږ ماشومان سبق وايي، دا مو هم له خپل شخصي جېبه دي. ځکه د هند په دولتي ښوونځیو او کورسونو کې د شاملېدو حق نه لرو."

د نوموړي زړه هم غواړي چې افغانستان ته ولاړ شي، خو پرېکړه نه شي کولای.

په ورته وخت کې د افغان سېکهانو استازي هم افغانستان ته د دغو کورنیو له ستنېدو هرکلی کوي.

اوس په افغانستان د استوګنو افغان هندوانو او سېکهانو کره شمېر په لاس کې نشته خو مخکې یې شمېر زرګونو ته رسېده.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړی انارکلي هنریار وايي، تراوسه د افغان سېکهانو ۴۰ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوي چې حکومت هم د دوی د حقونو د خوندیتوب او ښه ژوند ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړی انارکلي هنریار
د افغانستان د مشرانو جرګې غړی انارکلي هنریار

اغلې هنریار دوی ته د هرکلي تر څنګ وايي، امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې چې د هندوانو او سېکهانو د عبادت ځایونو امنیت وساتي.

هنر یار وايي: "د افغانستان پوهنې وزارت ته دنده ورکړل شوه چې د زده کړو زمینه ورته برابره کړي. د لوړ زده کړو وزارت ته هم، د حج او اوقافو وزارت ته د مذهبي مسایلو په اړه یې او یو بل ښه خبر دا چې جمهور رییس د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته نن دنده وسپارله چې یو ورځ د افغانستان په کلنۍ کې د هندوانو او سېکهانو د ملي فرهنګ په نوم ونوموي چې هرکال ورنه نمانځه وشي."

دا خبر کیدای شي د یو شمېرو لپاره هیله بښوونکی وي، خو یو شمېر لا هم له داعش ډلې وېره لري.

افغانستان ته د افغان هندوانو او سېکهانو بېرته راستنېدل داسې مهال دي چې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د مې په لومړۍ نېټه پیل شوی او ټاکل شوې چې د روان زېږدیز کال د سېپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې بشپړل شي.

اوس د جګړو او تاوتریخوالي د لا پراخېدو وېره هم موجوده ده، خو افغان حکومت تل ویلي، په افغان ځواکونو کې د خپلې خاورې او خلکو د دفاع وړتیا موجوده ده چې بې له شکه افغان هندوان او سېکهان هم په کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG