د جولای ۳۰مه د انساني قاچاق نړیواله ورځ، خو په افغانستان کې د انساني قاچاق مسئله څه نوې خبره نهده، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره اوس دغه مسئله له پخوا په زیاتېدو ده او اندېښنې یې راپارولې دي.
په توره شپه کې مزل او د لارې لوړې او ژورې، هغه مزل چې ښایي وهونکي یې کله ناکله د وحشي حیواناتو خوراک هم شي.
عمر او ملګري یې چې د دغو لارو مسافر وو او په قاچاقي ډولیې ځان یونان ته رسولی وو، په لاره کې د قاچاقبرانو د دوکو کیسې کوي.
دوی وايي: "کله چې د حرکت وخت راته، نو موږ ته به ویل کېدل چې ځو، قاچاقبرانو به زنګ کاوه چې ستاسو د لارې بلدي سم دی، تاسو به ژر ورسوي، تاسو پسې به ډېر ژر موټر راشي، خو نه به موټر درک درلود او نه به هم د لارې بلدي تکړه و. په ځنګلونو کې به مو درې ورځې مزل کاوه، اخر به مو بوټان وشکېدل، قاچاقبر ته به مو زنګ وکړ چې زموږ بوټان شکېدلي، ویل بهیې چې تاسو لږ نور مخکې لاړ شئ نور مسافر به تاسو ته بوټان درورسوي، خو موږ به ورسېدو بوټان به راونهرسېدل."
نوموړو یو کال وړاندې کابل پرېښوده او ترکیې ته لاړل، له هغې وروستهیې پرېکړه وکړه چې اروپا ته لاړ شي ترڅو هلته د یو هېواد تابعیت واخلي.
عمر اوس په اتریش کې ژوند کوي، دی وايي: "دوه یا درې ساعته به مو مزل کاوه، بیا به شااوخوا ۱۵ دقیقې به مو دمه کوله، زما د ملګري حالت خراب شو، د لارې بلدي زما ملګری په سوکانو وواهه، ما ورته هېڅ ونهویل، خو کلهیې چې زما د ملګري کورنۍ ته ښکنځل وکړه، ما ورته وویل موږ له اروپا تېر یو نهځو، د لارې بلدي برچه راووېسته او موږ تهیې وویل چې ټکان به نهخورئ چې بلې دنیا ته به مو ولېږم، هغه موږ ته وویل چې دلته مو نه کورنۍ په درد خوري او نه هم قاچاقبر، په همدې ځنګل کې مو ځای پر ځای کړم."
د نا امنیو په ډېرېدو سره اوس ډېر خلک غواړي افغانستان پرېږدي.
په افغانستان کې د ډېریو ځوانانو برخلیک د عمر په شان دی، دغه ځوانان لومړی ایران بیا ترکیې او له هغې ځایه بیا ځان اروپا ته رسوي.
همدغه روانو ناخوالو ۲۳ کلن شکېب هم دې ته اړ کړی چې په قاچاقي لارو له هېواده ووځي.
هغه اوس په ترکیه کې دی او دغه هېواد ته تر رسېدو خپله کیسه کوي: "د قاچاقبرانو ډېری خبرې درواغ دي، رښتیا نهدي، هغه کډوال چې ایران ته هم رسېږي زیاتې ستونزې ګوري، د مثال په ډول ډېری کورنۍ له غلو سره مخ شوي او په لارو کې یې ترې پیسې اخیستې دي، موږ چې کله ایران ته راتلو موږ تهیې وویل تاسو به په پنځو یا شپږو ورځو کې ورسوو، خو په کومه لاره چې یې موږ راوستو هغه ډېره خطرناکه لاره وه ان تر دې چې د مرګ خطر هم پهکې و، زه خپله چې په دې لاره راغلی یم، ټپي شوی یم او سخت ګړاوونه مې ولیدل."
له دې سره هممهاله د افغانستان عدلیې وزارت وايي، د انساني قاچاق او جرم په اړهیې ځانګړي حکمونه شته.
د دې وزارت ویاند امان ریاضت وايي، په تېر ۱۳۹۹ کال کې شااوخوا ۲۱۴ هغه قضیو باندې کار شوی چې ۱۵۸یې انساني قاچاق او ۵۶ نور یې د کډوالې په برخه کې دوسیې وې.
د ښاغلي ریاضت په خبره، د افغانستان د جزا په کوډ کې د انساني قاچاق لپاره د سختو سزاګانو ان تر اعدام پورې وړاندوینه شوې ده.
دی زیاتوي: "د انساني قاچاق سره د مبارزې کمېسیون په ۱۳۹۹ کې په دې وتوانېد چې ۳۴ د کډوالو او انساني قاچاق شبکې وپېژني، همداراز د دغه کمېسیون امنیتي برخو شااوخوا ۷۰ کسان د انساني قاچاق په تور ونیول، دغه کمېسیون د ۷۰ کسانو له ډلې د ۵۰ هغو دوسیې وڅېړلې او د لا زیات روښانتیا لپارهیې عدلي او قضايي برخو ته دغه دوسیې واستولې چې په دې کې پنځه کسه د انساني قاچاق او ۴۵ نور د کډوالو د قاچاق په تور تورن و."
د ښاغلي ریاضت په خبره، په تېر کال کې ۱۷ پېښې سترې محکمې ته استول شوي چې په هغې کې ۸ کسان د انساني قاچاق په تور محاکمه شول.
له بلېخوا د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ناامني او د تاوتریخوالي لوړه کچه د انساني قاچاق اصلي عوامل یادوي.
د دې وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر، که څه هم د انساني قاچاق د کره شمېرو په اړه څه نهوايي، خو زیاتوي چې د دوی د معلوماتو له مخې د ایران په زاهدان سیمه کې د چنګاښ په میاشت کې د سختې ګرمۍ او نورو ستونزو له وجې ۳۶ افغانان له همدې کبله مړه شوي دي.
نوموړی د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې څو ټکو ته اشاره کوي: "د انساني قاچاق د ختمولو لپاره لومړی ګام امنیت دی چې په افغانستان کې امنیت وي، دوهمه خبره د ویزو ده چې د ځینو هېوادونو ویزې باید اسانه شي، موږ له ایران او ترکیې سره په یوې هوکړې کار کوو چې له مخې بهیې هغه کسان چې د کار لپاره ایران او ترکیې ته ځي وشي کولای په اسانۍ سره لاړ شي، نه دا چې په قاچاقي لارو ځان دغه هېوادونو ته ورسوي."
که څه هم د قاچبرانو زیاتې سمې او ناسمې کیسې اورېدل کېږي، خو بیا هم د عمر او شکېب په څېر ډېر کسان شپه او روځ هڅه کوي چې دغه سختې لارې د راتلونکي ښه ژوند لپاره تېرې کړي.