د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

تهران کې افغان سفیر: یزد کې د موټر سوځېدو پېښه کې ۳ افغانان مړه شوي


د خواله رسنیو په ځانکړي توګه ټویټر کارونکو دا ویډیو (لږې اوبه راوړﺉ چې سوځم) له هشټګ سره وچلوله او په ایران کې یې د افغان کډوالو په خراب وضعیت اندېښنه وښوده.
د خواله رسنیو په ځانکړي توګه ټویټر کارونکو دا ویډیو (لږې اوبه راوړﺉ چې سوځم) له هشټګ سره وچلوله او په ایران کې یې د افغان کډوالو په خراب وضعیت اندېښنه وښوده.

ایران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال وايي د ایران یزد ښار کې د موټر سوځېدو پېښه کې ۳ افغان کډوال مړه شوې دي.

ښاغلي لېوال رسنیو ته په استول شوي کلیپ کې ویلي دا پېښه هغه وخت رامنځته شوې چې یو شمېر افغان کډوال د انساني قاچاق کوونکو موټر کې لېږدول کېدل.

د نوموړي په خبره ایراني پولیسو یې لومړی مخه نیولي او بیا یې په موټر په ټاير ډزې کړې دي چې لومړی ټاير بيا ټول موټر اور اخيستی.

"له اور څخه ژوندي پاتې شوي مسافر، له لارویانو اوبه غواړي."

دا د هغې ویډیو کیسه ده چې پرون راهیسې یې خواله رسنیو کې زرګونه لیدونکي درلودل.

د خواله رسنیو په ځانکړي توګه ټویټر کارونکو دا ویډیو (لږې اوبه راوړﺉ چې سوځم) له هشټګ سره وچلوله او په ایران کې یې د افغان کډوالو په خراب وضعیت اندېښنه وښوده.

په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال وایي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو شمېر افغان کډوالو غوښتل په قاچاقي ډول ایران ته لاړ شي.

د ښاغلي لېوال په خبره د ایراني پولیسو لخوا د افغان کډوالو د لېږد موټر په مرمیو تر ویشتلو وروسته لومړی د دغه موټر ټاير او بيا ورسته ټول موټر اور اخیستی، چې ۳ کسان په کې مړه، ۵ ټپیان او دری نور ژغورل شوي دي.

ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال رسنیو ته په استول شوي کلیپ کې ویلي چې له پرون راهیسې یزد ښار کې دی ترڅو له نږدې د پېښې څېړنه وکړي.

هغه زیاته کړه: "موږ د یزد ولایت له والي سره خبرې وکړې، د معلوماتو له مخې له بده مرغه د انساني قاچاق کوونکو دې موټر کې زموږ یو شمېر وطنوال لېږدول کېدل، دا موټر د پولیسو سره مخ کېږي او هغوی د درېدلو سپارښتنه ورته کوي خو دا موټر نه درېږي، مسئولینو منلې چې له دې وروسته ډزې کېږي، له ډزو وروسته د موټر ټایر ویشتل کېږي او موټر وروسته اور اخلي، په پایله کې ۳ افغانان مړه او یو شمېر نور سخت ټپیان کېږي."

ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال د یزد پېښې د ټپیانو لیدلو په هدف روغتون ته تللی و.
ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال د یزد پېښې د ټپیانو لیدلو په هدف روغتون ته تللی و.

ښاغلی لېوال ټینګار کوي چې د ایران یزد ښار پېښه به په هر په اړخیز ډول وڅېړي او پایلي به یې ډېر ژر د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سره شریکې کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون وايي، دا لومړی ځل نه دی چې ایران له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی کوي.

د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل افغان حکومت تر دې دمه د ایران په پوله هریرود سیند ته د غورځول شویو افغانو کډوالو څيړنو پایلې هم نه دې شریکې کړي.

د اغلې شهرزاد په خبره افغان حکومت دې د یزد ښار تازه پېښه وڅېړي او د تېرې پيښې پایلي دې هم له خلکو نه پټوي.

هغې زیاته کړه: " پوهېږو چې د افغان دولت او ایران ترمنځ څېړنه جریان لري، د تحقیق پایله باید له خلکو سره شریکه شي، د بشر حقونو کمېسیون هم څېړنه کړې خو معلوماتو او سرچینو ته زموږ لاسترسی کم دی، دا ډیره اړینه ده چې د څېړنو پایلې علني شي او د پېښې ترسره کوونکي سزا ته ورسېږي او دا پېښه چې یزد کې رامنځته شوي چې له امله یې یو شمېر مسافرین سوځېدلي، اړتیا ده چې څېړنه یې په اړه وشي."

د ایران او افغانستان په ګډه پوله تېره میاشت یو شمېر افغان کډوال له وهلو وروسته هریرود سیند ته وغورځول شول چي د افغان پلاوي څېړنو وښوده چې دې پيښه کې د ۴۶ افغانانو له ډلې ۱۲ وژل شوي ،۱۷ لا درکه او ۱۷ نور ژغورل شوي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په وینا د ایران او افغانستان په ګډه پوله د رامنځته شوې پېښې څېړلو چارې پای ته رسېدلي او پایله یې د ایران بهرنیو چارو وزارت سره شریکه شوې څو د عاملینو د نیولو برخه کې اقدمات وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ایراني چارواکو منلې چې په یزد کې دافغان کډوالو پر موټر ایراني ځواکونو ډزې کړې او ډاډ یې ورکړی چې د پېښې له عاملانو سره به قانوني چلند وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د جون په دریمه په یزد کې پر موټر کې چې دیارلس تنه سپاره وو، د ډزو او بیا د موټر د اور اخیستلو له کبله ۳ تنه مړه شوي او څلور تنه زخمیان شوي دي.

د یزد د والي سیاسي مرستیال مخکې ویلي و چې دموټر اوراخیستلو له ډزو سره ارتباط نه درلود.

خو د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت نن ماسپښين پر ټوېټر لیکلي چې ایراني لوري ژمنه ورسره کړې چې هغه کسان به چې پر موټر یې ډز کړی د ایران د اسلامي جمهوري د قضايي سیسټم له اصولو سره مجازات شي.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال نن، د جون په ۶مه د وضعیت د څېړنې لپاره د پېښې ځاي ته تللی او په پېښه کې له زخمي شوو افغانانو سره یې هم کتلي دي.

د افغانستان سفیر د جسدونو د لېږدولو په اړه هم له ایراني چارواکوسره خبرې کړې خو جزئیات یې نه دي ورکړ شوي.

XS
SM
MD
LG