د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۱۵

افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت وايي په ایران کې د افغان کډوالو مرګ‌ژوبله څېړي

راپورونه وايي تر پېښې وروسته هغه موټر چې افغان وګړي په‌کې روان وو، اور اخیستی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په ایران کې د ټرافیکي پېښې په نتیجه کې افغانانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې موضوع څېړل کېږي.

دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران لپاره د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال د ایران په یزد کې د پېښې ځای ته روان شوی چې د ټپیانو د پوښتنې ترڅنګ د موضوع په اړه خپل تحقیقات پوره کړي.

په یزد کې وړمه ورځ په یوه ټرافیکي پېښه کې ۳ افغان وګړي مړه شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي تر پېښې وروسته هغه موټر چې افغان وګړي په‌کې روان وو، اور اخیستی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امنیتي چارواکي: بغلان کې ماین چاودنې ۲ پولیس وژلي

ارشیف

د بغلان ولایت په نهرین ولسوالي کې د سړک غاړې ته د ماین چاودنې په نتيجه کې ۲ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان یوه امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه نن (د جولای په ۳یمه) داسې مهال رامنځته شوه چې د پولیسو موټر پر ماین وخوت.

د بغلان د پولیسو ویاند واما جاوېد تائيدوي چې په دې پېښه کې پولیسو ته تلفات اوښتي خو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

نهرین ولسوالي د بغلان په ختيځ کې موقعیت لري او د دې ولایت له ناامنو ولسوالیو ګڼل کېږي.

چارواکي: جلال اباد کې د اور لګېدنې له امله ۱۸ موټر سوځېدلي

د اورلګېدنې سبب لا تر اوسه نه دی معلوم شوی چې د څه شي له امله رامنځته شوې ده.

د ننګرهار به مرکز جلال اباد کې د اور لګېدنې له امله ۱۸ موټرې سوځېدلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه اورلګېدنه تېره شپه ناوخته د جلال اباد ښار د کابل هډې د موټرو د تم کېدو په یوه سرای کې رامنځته شوې چې په خبره یې، په کې له یو لک او ۲۰ زیاتو امریکایي ډالرو په اندازه زیان اوښتی دی.

خوګیاڼی وایي، د اور وژنې ټيم په خپل وخت د پېښې ځای ته رسېدل و چې په ترڅ کې یې تر شلو زیات موټر له سوځېدو وژغورل شول.

د اورلګېدنې سبب لا تر اوسه نه دی معلوم شوی چې د څه شي له امله رامنځته شوې ده.

د یادونې وړ ده چې سخته ګرمي، تېز بادونه او د خلکو بې پروایي هغه څه دي چې د اوړي په موسم کې د اورګېدنې پېښې ډېرې رامنځته کېږي او د ګڼو مالي زیانونو ترڅنګ په کې خلکو ته د سر زیانونه هم اړوي.

د بین الافغاني خبرو پیل په اړه د پاتې مسایلو د ژر حل غوښتنه وشوه

خلیلزاد

افغان او امریکايي چارواکو ټينګار کړی چې د بین الافغاني خبرو په اړه پاتې مسايل باید ژر تر ژره حل شي ځکه ځنډ مخربینو ته فرصت برابروي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وايي: "له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره یې په وروستۍ ويډيويي غونډه کې د سولې او اقتصادي ګټو په اړه خبرې وکړې او دواړه لوري پر دې موافق دي چې د سولې اقتصادي ګټې تر جګړې زیاتې دي."

دا خبره زلمي خلیلزاد نن (د جولای په ۳یمه نېټه) پر خپله ټويټر پاڼه لیکلې ده.

ده زیاته کړې چې تلپاتې سوله په دې مانا ده چې پانګونې به زیاتې شي، مصارف به کم شي او سرمایه به وده وکړي.

خلیلزاد پر ټويټر لیکلي چې دا غونډه د روانې اوونۍ په اوږدو کې جوړه شوه.

طالبانو د هند په نیمه وچه کې القاعده شبکې سره همکاري رد کړه

ارشیف

طالبانو د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکې سره د دې ډلې د همکارۍ په اړه د امریکا د دفاع وزارت وروستی راپور رد کړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پرون رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي چې طالبان د هند د نیمې وچې په شمول په هیڅ ځای کې له کومې بهرنۍ ډلې سره همکاري نه کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې هڅه کوي د دوی او امریکا ترمنځ شوی تړون عملي او افغانستان ته سوله راشي.

په اعلامیه کې له امریکايي چارواکو غوښتل شوي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

د امریکا د دفاع وزارت په یو نوې راپور کې ویلي، د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکه اوس هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او طالبان له دې ډلې سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

د چارشنبې په ورځ د پنټاګون څخه په خپاره شوي دې راپور کې راغلي چې د هند په نیمه وچه کې القاعده شبکه پر امریکا سرتیرو بریدونو کې خپله دوامداره ګټه لري.

د القاعده شبکې په شمول له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کول، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هغې هوکړې مهمه برخه ده چې د فبرورۍ په ۲۹ مه نېټه دوحه کې لاسلیک شوې.

چارواکي: ننګرهار کې د ریکشا چلونکي د وژنې په تور ۲ نیول شوي

آرشیف

په ننګرهار کې پولیسو دوه تنه د یو ریکشه چلونکي د وژنې په تور نیولي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په دې اړه د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "دوه کسانو لومړۍ ریکشا چلونکی وژلی او وروسته یې ریکشا له ځانه سره بیولې وه، پولیسو دواړه کسان نیولي او تښتول شوې ریکشا یې هم اخیستې."

دا ریکشا چلونکی په دې وروستیو کې د ننګرهار د اډې فارم سیمه کې وژل شوی و.

هرات کې د ممیزو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه

دا فابریکه د کرنې د وزارت له بودیجې څخه د پنځه سوه زره ډالرو په لګښت په تېرو څلورو میاشتو کې اباده شوې ده.

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ممیزو( کشمشو) د پروسس لومړنۍ فابریکې د پنجشنبې په ورځ کار پیل کړ.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، د دې فابریکې په پرانیستې سره، ۲۰۰ تنو ته د کار زمینه برابرېږي او همدارنګه په دې ولایت کې د کشمشو د پروسس ظرفیت لوړېږي.

ښاغلي فرهاد زیاته کړه: "موږ دا مهال په ورځنۍ توګه ۲۰۰ ټنه کشمش پروسس کوو، چې د دې فابریکې په فعالېدو سره کولی شو، د پروسس ورځنی ظرفیت له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ ټنو پورې ورسوو، همدارنګه په همدې اندازه صادارات هم زیاتوي."

د نوموړې په وینا دا فابریکه د کرنې د وزارت له بودیجې څخه د پنځه سوه زره ډالرو په لګښت په تېرو څلورو میاشتو کې اباده شوې ده.

د ننګرهار سره رود ولسوالۍ اجرائیه امر په موټر چاودنې ۲ تنه ټپیان کړل

د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار یوه برخه

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د اجرائیه امر په موټر چاودنې دوه تنه ټپیان کړل.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې نن له غرمې وروسته د جلال‌اباد ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د سره رود ولسوالۍ د اجرائیه امر عبدالواسع انتظار په موټر پسې نښلول شوي ماین چاودنه وکړه چې په خبره‌یې، خپله عبدالواسع انتظار او د نوموړي یو زوی یې ټپیان کړي دي.

د خوګیاڼي په وینا، د عبدالواسع انتظار ټپونه ژور دي، خو زوی یې سر سري ټپي شوی چې دا مهال د ننګرهار په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د یادونې وړ ده چې تېره سې شنبه هم د جلال‌اباد ښار په همدې ناحیې پورې مربوط اکاخېل پلازې مخې ته په یوه موټر پسې نښلول شوي ماین چاودنه کړې وه چې د معلوماتو له مخې، د سر له زیان پرته په‌کې د دوو موټرو په ګډون مالي زیانونه اوښتي وو.

چارواکي: د کابل-جلال‌اباد پر لویه لاره د کونړ د والي په موټر برید شوی

عبدالستار ميرزکوال

د لغمان چارواکي وایي، تېر ماښام د کابل-جلال‌اباد پر لویه لاره د کونړ د والي د موټرو پر کاروان وسله‌وال برید شوی دی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت‌زي ازادي راډيو ته وویل چې پېښه تېر ماښام د کابل-جلال‌اباد د لویې لارې په اوږدو کې د سرخکانو په سیمه کې شوې ده.

ځينو سرچینو په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي چې په دغه برید کې د کونړ والي ته کوم زیان نه‌دی اوښتی، خو دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ پر همدغه لاره د نورستان د والي حافظ عبدالقیوم د موټرو پر کاروان برید شوی و چې دی ورڅخه روغ وتلی وو، خو ساتونکو او موټرو ته‌یې زیان اوښتی وو.

د دغو بریدونو مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

د یادونې وړ ده چې تر نسبي امن او کرارۍ وروسته د کابل-جلال‌اباد د لارې ناامنیو خلک اندېښمن کړي او له ځایي مسؤلینو غواړي چې د لارې خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

نامعلومو وسله‌والو خوست کې دوه ځوانان ووژل

ارشيف، د خوست ښار يوه برخه

په خوست ښار کې دوه کسان د نامعلومه وسله‌والو په ډزو وژل شوي دي.

دغه دوه ځوانان نن سهار په خوست ښار کې ووژل شول.

د خوست د ولایتي شورا غړي قمر علي لکڼوال پر خپله فېس‌بوک پاڼه کې په ښار کې د ترور د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دې اړه چې وژل شوي کسان څوک دي او چا دغه برید کړی، د خوست سیمه‌ییزو چارواکو څه نه‌دي ویلي او نه هم کوم چا د دې برید مسؤلیت منلی.

په يو بل خبر کې شپږ کسان د غیر قانوني وسلو ګرځولو په تور نیول شوي دي.

د خوست د پولیسو ویاند عادل حیدر ازادي راډیو ته وویل چې یاد شپږ کسان د ښار په بېلابېلو برخو کې د ناقانونه وسلو ګرځولو په تور نیول شوي دي.

حیدر وایي، په تېرو دوو اوونیو کې ۱۷ کړۍ بېلابیل ډوله ماینونه هم کشف او له‌منځه وړل شوي دي.

یوناما: ښکېلې خواوې دې تر بین‌الافغاني خبرو مخکې جګړه سړه کړي

د یوناما لوګو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یوناما د جګړې له ښکېلو خواو غوښتي چې دوحه کې تر بین‌الافغاني خبرو مخکې جګړه سړه کړي.

یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د جګړې له کموالي سره به ملکیان خوندي او د سولې خبرو ته به چې د دوی په ټکو همدې میاشت کې پيلېږي، ښه فضا برابره شي.

په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دیبرا لاینز په حواله ویل شوي، دغه هېواد کې سولې ته زړورې پرېکړې او لوی کارونه شوي.

دې زیاته کړې، د دې لپاره چې سولې ته عملي ګامونه اوچت شي د جګړې دواړه خواوې باید ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي.

یوناما ویلي، افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستیو پېښو په ځانګړې توګه د مدني فعالانو وژنو اندېښمن کړي دي.

کونړ کې د هندواڼې حاصلات سږ کال ښه بازار لري

ارشیف

د کونړ چارواکي وایي، د دغه ولایت هندواڼې په ګاونډیو ولایتونو کې سږ کال ښه بازار لري چې له دې امله به بزګران په لسګونه میلیونه افغانۍ ګټه وکړي.

د کونړ د کرنې رئیس نجیب‌الله عادل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "سږ کال په کونړ کې پر نږدې زر جریبه ځمکه هندواڼې کرل شوې دي چې حاصلات‌یې له ۱۰ تر ۱۲ زره ټنو ته رسېږي او مجموع عواید یې ۴۰ میلیونه افغانۍ اټکل کېږي."

د چارواکو په وینا کونړ ته د کرنې نوي ماشین الات وارد شوي او په وروستیو کلونو کې بڼوالۍ ته پاملرنه زیاته شوې ده چې د نارنج، مالټې او لیمو ترڅنګ په میلیونونو افغانۍ د چهارمغزو او شفالتو پر باغونو پانګونه شوې ده.

پنټاګون: طالبانو د القاعده سیمه‌ییزې شبکې سره خپلې اړیکې ساتلي

طالبان

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت (پنټاګون) وایي، په افغانستان کې د القاعده سیمه‌ییزې شبکې له طالبانو سره خپل اړیکې ساتلې دي.

د هغې موافقې له مخې چې د فبرورۍ په ۲۹مه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې طالبانو له امریکایانو سره وکړه، طالبانو دا منلې وه چې دوی له القاعده سره اړیکې قطع کوي.

خو د امریکا دفاع وزارت پرون په هغه راپور کې چې د کانګرس لپاره‌یې چمتو کړی دی، وویل چې د سولې تر موافقې راوروسته هم طالبانو د القاعده شبکې له دې ډلې سره چې د هند د نیمې وچې لپاره کار کوي، اړیکې ساتلې دي.

ملګرو ملتونو هم تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي و چې طالبان لاهم له القاعده سره نږدې اړیکې لري، طالبانو د ملګرو ملتونو راپور رد کړ، خو د امریکا دفاع وزارت د راپور په اړه‌یې تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د لوګر امنیتي مسؤلینو ته د ولسمشر غني امر

افغان ولسمشر او ورسره پلاوی په لوګر کې د غونډې پر مهال

افغان ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي مسؤلینو ته امر وکړ چې په لوګر ولایت کې د امنیت ټينګولو او حملو پر شا تمبولو په خاطر دې ژر تر ژره اقدامات وکړي.

دا خبره نن د ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلې ده.

ولسمشر غني نن د لوګر د امنیتي وضعیت ارزولو په هدف دې ولایت ته سفر کړی و.

د لوګر والي اجمل شاه‌پور له ولسمشر څخه د لوګر ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا زیات تجهیز، د ځانګړو عملیاتو ترسره کېدو، هوایي بریدونو، د اردو او پولیسو او همداراز د ولسي پاڅونونو د پرسونل د لا زیات اکمال غوښتنه وکړه.

له ولسمشر سره د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز بسم‌الله وزیري او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم تللي وو.

ولسمشر داسې مهال لوګر ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې د لوګر ولایت امنیتي وضعیت خراب شوی.

لوګر ولایت د پلازمېنې کابل ترڅنګ موقعیت لري چې تر ډېره په‌کې وسله‌وال طالبان فعال دي.

هلمند کې روانه اوونۍ ۳۸ ملکیان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي

د هلمند سنګین ولسوالۍ کې وژل شوی کس

په هلمند کې په روانه اوونۍ کې ۳۸ ملکيان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

په یاد ولایت کې د بشر حقونو کمېسیون ساحوي دفتر د اړیکو او معلوماتو مسؤل مقیم علیزي ازادي راډیو ته وویل چې یاده مرګ‌ژوبله تر ډېره د جګړو له امله اوښتې ده.

ښاغلي علیزي وویل د جګړې دواړه لوري د ملکیانو ژوند او مال ته هېڅ ډول پاملرنه نه‌کوي.

په هلمند کې تر ټولو ډېر ملکي تلفات په سنګین ولسوالۍ کې ثبت شوي. د تېرې دوشنبې په ورځ د عامو خلکو په یوه مېله بازار کې د غبرګو چاودنو په نتیجه کې ۳۰ ملکیان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول. حکومت او طالبانو پر یو بل د دې پېښې مسؤلیت واچاوه.

دغه‌راز تېره اوونۍ د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې ۸ ملکي وګړي ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

حکومت هغه مهال رسنیو ته ویلي وو چې وسله‌والو طالبانو دا ماین ځای پر ځای کړی وو.

په هلمند کې د بشري حقونو د ځايي څانګې مسؤلینو د جګړې پر دواړو غاړو غږ کړی چې د جګړې پر مهال باید د ملکيانو ژوند ته پام وکړي.

تندر قول اردو: پکتیکا کې ۱۳ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، پکتیکا کې افغان سرتېری

له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ۱۳ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته وسله‌والو طالبانو د پکتيکا ولايت د ګومل ولسوالۍ اړوند سيمه کې د سروبي ولسوالۍ د تور تنګي او د یحیی‌خېلو ولسوالۍ د اته خونې په سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې د ده په وینا په ځوابي ډزو کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.

دی وایي، په دې نښتو کې یو افغان سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG