د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

بهرنیو چارو وزارت: تهران کې افغان سفیر د یزد پېښه په جدي توګه څېړي


د ایراني ځواکونو له لوري د افغان مسافرو ویشتل شوی موټر
د ایراني ځواکونو له لوري د افغان مسافرو ویشتل شوی موټر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، په ایران کې يې خپل سفیر ته په هغه هېواد کې د ورستۍ پېښې د جدي پلټنو امر کړی.

د دې وزارت ویاند وايي، د رامنځته شوې پېښې عاملیونو سره د عدالت لپاره به هر ډول قانوني لارې ولټول شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د افغانانو پر وړاندې د ورستۍ پېښې په اړه د جدي پلټنو خبره کوي.

د دې وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، له ټولو قانوني لارو به استفاده وشي څو عدالت ټینګ شي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د بهرنیو وزیر په ایران کې افغان سفیر ته امر کړی چې د ایران په یزد ښار کې د ورستۍ رامنځته شوې پېښې په اړه چې ۳ افغانان په کې مړه او ۵ نورې په کې ټپیان شول جدي پلټنې وکړي څـو عدالت ټينګ شي."

د ایران په یزد ښار کې تېره اوونۍ د چهار شنبې په ورځ د افغان مسافر پر يو موټر د ایراني ځواکونو له لوري ډزې شوي، چې موټر له خپل ويشتل شوي ټاير نه اور اخیستی او په ترڅ کې یې ۳ افغان مسافر مړه او ۵ نور ټپیان شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې د څېړلو لپاره په ایران هېواد کې افغان سفیر عبدلغفور لېوال ته دنده وسپارله.

ښاغلي لېوال د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د پېښې له ځایه تر لېدنې وروسته وویل، دا د انساني قاچاق پېښه ده او قاچاق کوونکي او د موټر چلوونکی چې د دې مسافرو د انتقال مسئولیت یې درلود په تېښته بریالي شوي دي.

لېوال په یزد پېښه کې د ټپي شویو افغانانو د لیدلو پرمهال
لېوال په یزد پېښه کې د ټپي شویو افغانانو د لیدلو پرمهال

د ښاغلي لیوال په خبره، دغه ډول سختې پېښې باید د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې نه کړي.

ظاهراً د ښاغلي سفیر دغو خبرو په ټولنیزو رسنيو کې د خلکو تند غبرګون راپارولی.

ځينو پر فسبوک او ټویټر د افغان سفیر دغه څرګندونې غیر مسئولانه بللي دی.

خو هم ښاغلي ليوال او هم په ایران کې د افغانستان سفارت هم پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د افغان سفیر خبرې یو شمېر رسنیو او خلکو د خپلو پالېسیو مطابق تحریف کړي دي.

خود نړیوالو اړیکو پوه شفیق همدرد بيا په داشان حالاتو کې د خکومتي دريځ په اړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او افغان ديپلوماتانو محبوريتونو ته اشاره کوي.

هغه وايي: "موږ تر يو ځایه خپل مجبوریتونه لرو، تاسو پوهېږئ چې په ایران کې شاوخوا ۲ میلیونه افغانان کډوال ميشت دي دا او دې ته ورته نور مجبوریتونه د دې لامل شوې چې زموږ ډیپلوماټیک چینلونه په ټوله کې زموږ د بهرنیو چارو وزارت لږ له محافظه کارۍ څخه کار واخلي."

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ایران او افغانستان په ګډه پوله تېره میاشت هم یو شمېر افغان کډوال له وهلو او ډبلو وروسته هریرود سیند ته وغورځول شول چې د ایراني او افغان پلاوي له ټاکل کیېو وروسته دا معلومه شوه چې په دې پېښه کې د ۴۶ افغانانو له ډلې ۱۲ وژل شوي، ۱۷ لا درکه او ۱۷ نور ژغورل شوي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په وینا د ایران او افغانستان په ګډه پوله د رامنځته شوي پېښې څیړلو چارې پای ته رسېدلی او پایله یې د ایران بهرنیو چارو وزارت سره شریکه شوې څو د عاملینو د نیولو په برخه کې اقدمات وشي.

XS
SM
MD
LG