د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

افغانستان د انساني قاچاق مخنیوي له اړخه درېیمه درجه هېوادونو کې راغی


ارشیف، بوسنیا کې یو شمېر قاچاق کېدونکي نیول شوي کسان
ارشیف، بوسنیا کې یو شمېر قاچاق کېدونکي نیول شوي کسان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې په درېیمه درجه کې راوستی چې له انساني قاچاق سره‌یې مبارزه او جدي چلند نه‌دی کړی.

د دغه وزارت د انساني قاچاق سره د مبارزې د څرنګوالي په کلني ۶۴۴ صفحه‌یي راپور کې یوازې ۱۵ پاڼې د افغانستان لپاره ځانګړې شوي، راغلي چې افغان حکومت لږترلږه هغه لازم معیارونه چې انساني قاچاق له‌منځه وړي نه‌دي عملي کړي او په دې برخه کې یې د پام وړ هڅې نه‌دي کړي.

دغه راپور چې د پنجنشبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۱» ناوخته خپور شو په‌کې راغلي، که څه هم افغان حکومت د ځیني امنیتي بنسټونو غړي د بچه‌بازۍ له امله محکوم کړي او تر عدلي تعقیب لاندې دي او ځیني ماشومان‌یې د امنیتي ځواکونو له لیکو ایستلي، خو اوس هم لږترلږه هغه لازم معیارونه چې د انساني قاچاق مخنیوی کوي، نه‌دي عملي کړي.

په راپور کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو استخدام او له دوی د ناوړه استفادې دوام او عاملانو ته نه‌مجازات د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د متحده ایالاتو له انساني قاچاق سره د مبارزې د څار ادارې سرپرست کري جانسټون د پنجنشنبې په ورځ ناوخته د بهرنیو چارو په وزارت کې خبري ناستې ته وویل، هېواد یې هڅه کوي چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکړي.

ښاغلی جانسټون زیاتوي: "څه ډول چې متحده ایالات خپل ځواکونه له افغانستانه باسي، موږ له یو سوله‌ییز، باثباته او د داسې افغانستان چې راتلونکی یې د افغانانو لپاره روښانه وي ملاتړ ته دوام ورکوو، له ډیپلوماتیک، اقتصادي او بشپړو مرستو نه به استفاده وکړو، له انساني قاچاق سره د مبارزې او د قاچاق له قربانیانو د مراقبت په ګډون له افغانستان ملاتړ کوو."

دغه وزارت په افغانستان کې د دولتي سرچینو کموالی او روانه ناامني له انساني قاچاق سره د مبارزې د قانون د پلي کېدو پر وړاندې خنډونه بللي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل دغه راپور کې په افغانستان کې په انساني قاچاق د تورنو پوځي چارواکو او د مجرمینو د عدلي تعقیب او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو له استخدام او غیر قانوني استفادې د مخنیوي غوښتنه وکړه.

په کابل کې د امریکا سفارت هم په یو ټویټ کې لیکلي، که څه هم دوی (امریکا) د انساني قاچاق د مجرمینو او ځواب ویلو په برخه کې د حکومت هڅې په ځانګړې توګه هغه څوک چې په رسمي بستونو کې کار کوي مني، خو باید د قاچاق د مخنیوي، د قربانیانو د خوندیتوب، د بچه‌بازۍ له‌منځه وړل او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو د استخدام د مخنیوي په اړه لا له وړاندې اقدامات وکړي.

افغان حکومت هم له انساني قاچاق سره د مخنیوي په برخه کې ترسره شوی اقدام کافي نه‌بولي.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت ازادي راډیو ته وویل، له انساني قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون غړي بنسټونه د خپل درې کلن پروګرام له مخې په راتلونکي کې په دې اړه جدي اقدامات کوي.

ښاغلی ریاضت وايي: "هغه فعالیتونه چې باید په راتلونکو څو کلونو کې ترسره شي، طرحه‌یې په جدي توګه له انساني قاچاق سره د مبازې عالي کمېسیون د بنسټونو له لوري چمتو شوې، دغه درې کلن پلان ته (د انساني قاچاق او د کډوالو قاچاق سره د مبازې عملي پلان) نوم ورکړل شوی په دې برخه کې اقدام کېږي، په نوبتي ډول به خپل کاري راپور له انساني قاچاق سره د مبازې عالي کمېسیون سره شریکوي."

له دې سره په خوا کې د مسؤلینو له نظره، روانې جنګ جګړې په افغانستان کې له انساني قاچاق سره مبارزه ستونزمنه کړې، هغه څه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاق د وضعیت د څرنګوالي په اړه په خپل تازه راپور کې هم تأییدوي.

XS
SM
MD
LG