د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۱۳

افغانستان کې د کم عمره سرتېرو او د جنسي سوء استفادې په اړه د امریکا راپور


ارشیف، افغانستان کې په یوه مېلمستیا کې بچه‌بازي
ارشیف، افغانستان کې په یوه مېلمستیا کې بچه‌بازي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې راوستی چې له کوچنیانو د جنسي سوء استفادې، په جګړه کې د کوچنیانو د استخدام او قاچاق له اړخه تر ټولو په بد موقعیت کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت کلنی راپور چې د انسانانو د قاچاق په اړه دی، د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۲۵مه) په ۵۷۰ پاڼو کې خپور شوی دی.

په دې راپور کې افغانستان د درېیمې لیکې په هېوادونو کې چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې سم کار نه‌دی کړی او د ستندرد حداقل ته هم نه‌رسېږي، راغلی دی.

د درېیمې درجې هېوادونو په لېست کې ایران، روسیه، بلاروس او ترکمنستان هم شامل شوي دي.

هغه هېوادونه چې په درېیمه لیکه کې شاملېږي، د امریکا متحده ایالاتو حکومت کولائ شي چې له تجارت او بشري مرستو پرته په نورو برخو کې بندیزونه ورباندې ولګوي.

افغانستان کې په یوه مېلمستیا کې بچه‌بازي
افغانستان کې په یوه مېلمستیا کې بچه‌بازي

دا پرېکړه چې پر کوم هېواد څه ډول بندیز ولګول شي، د امریکا ولسمشر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د افغانستان د زیات شمېر سیمه‌ییزو چارواکو په حواله لیکل شوي چې په لیرې پرتو سیمو کې د پولیسو او زورواکانو په پوستو کې کوچني هلکان د بچه‌بازۍ لپاره استخدام شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت یو پولیس هم د بچه‌بازۍ په خاطر نه‌دی محاکمه کړی او په دې اړه‌یې څېړنې نه‌دي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په هغه موده کې چې دا راپور برابر شوی، د حکومت په کړیو کې د جنسي غلامۍ پالېسي یا دود چې بچه‌بازي هم ګڼل کېږي، موجوده وه او ماشومان د جګړې لپاره ګومارل شوي دي.

په راپور کې دې ته هم اشاره شوې چې بچه‌بازي په دودیز ډول د افغانستان د یو شمېر خانانو، بډایانو او زورواکانو په کړیو کې وه چې په حقیقت کې له کم عمره هلکانو د جنسي سوء استفادې او مرییتوب لپاره کار اخیستل کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون نن د جون په ۲۶مه، ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه جدي اندېښنه لري.

ذبیح‌الله فرهنګ
ذبیح‌الله فرهنګ

د کمېسون د خپرونو مسؤل ذبیح‌الله فرهنګ وايي: "د کوچنیانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون ۳۸مه ماده په څرګند ډول حکم کوي چې له ماشومانو باید د جګړې لپاره کار وانه‌خیستل شي. موږ مکرراً په افغانستان کې په جګړه کې له ښکېلو خواوو غوښتنه کوو چې د ماشومانو د حقونو دې اړخ او د ماشومانو بشري او انساني حق ته درناوی وکړي."

فرهنګ ازادي راډیو ته وویل چې فقر او جګړې ډېر ماشومان بې‌سرپرته کړي او د جنسي سوء استفادې له خطر سره‌یې مخامخ کړي دي.

خو حکومت د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره ځیني ګامونه پورته کړي دي. د بېلګې په ډول، د هغو کسانو لټه‌یې کړې چې قاچاق شوي، یو شمېر قاچاق وړونکي محاکمه شوي او لږترلږه دوه تنه چې بچه‌بازي یې کوله د هلکانو د قاچاق په تور او په ولایتي کچه چارواکو ته د قاچاق په اړه په څلور موردونو کې د روزنې ورکولو په تور محاکمه شوي دي.

د راپور په حواله، د افغانستان حکومت د پولیسو د استخدام په مرکزونو کې د کم عمر هلکانو د خوندیتوب لپاره د ځانګړو مرکزونو شمېر زیات کړی او د ۳۵۷ کم عمره هلکانو د استخدام مخنیوی یې کړی دی.

ارشیف، یو کم عمره افغان سرتېری
ارشیف، یو کم عمره افغان سرتېری

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له ګڼ شمېر پېښو سره هم، د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او همداراز د ملي امنیت ریاست رد کړې چې کم عمره هلکان استخداموي یا یې جګړې ته استولي دي.

یو شمېر کسانو چې د قاچاق وړونکو د فعالیت قرباني شوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور جوړوونکو ته ویلي چې چارواکو پر هغوی فشار راوستی چې د کار د دوام لپاره جنسي اړیکې ورسره ولري، جنسي تجاوز یې ورباندې کړی او کله چې یې پر ضد غږ پورته کړی، په توقیف ځایونو کې یې بند کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې همداراز راغلي چې په افغانستان کې د قاچاق زیات قربانیان نیول شوي، زندانونو ته اچول شوي او حتی سزا ورکړل شوې ده.

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د داسې زور زیاتي يو شمېر قربانیان حتی د اخلاقي جرم په تور مجازات شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG