د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

د افغان ځواکونو په لیکو کې بچه‌بازي او د سیګار پر راپور تحلیل


  • دې هیل

د امریکا د کانګرس خپرونې دې هیل «The Hill» د افغان ځواکونو په لیکو کې د بچه‌بازۍ پر ناوړه دود د سیګار د راپور په اړه یو تحلیل خپور کړی.

دې هیل لیکي:

د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د افغان ځواکونو په لیکو کې پر بچه‌بازۍ لګول کېږي په داسې حال کې چې جنسي تجاوز، د امریکا له قوانینو څرګنده سرغړونه ده.

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د متحده ایالاتو د حکومت د سرمفتش دفتر یا سیګار په یو راپور کې ویلي، امریکايي پوځیانو ته مخکې ویل شوي وو چې د افغان ځواکونو په لیکو کې د بچه‌بازۍ مخنیوی ممکن کار نه‌دی.

ورځپاڼه لیکي:

د امریکا قوانین پنټاګون ته په بهر کې له هغو پوځي ځواکونو سره د مالي مرستې اجازه نه‌ورکوي چې له بشري حقونو د هغو د سرغړونو په برخه کې مؤثق شواهد وي، په داسې حال کې چې امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغان ځواکونو پر تمویل او تجهیز څه باندې ۷۰ میلیارده ډالر لګولي دي.

دې هیل لیکي، د امریکا حکومت له پخوا راهیسې پوهېده چې د افغان ځواکونو په قطعو کې بچه‌بازي کېږي او د پوځ او پولیسو ځیني قوماندانان حتی د هلکانو په تښتولو او له هغو په ناوړه جنسي استفاده کې لاس لري.

د مالیه ورکوونکو ډالر په کندهار او کابل کې پر همداسې یوه ناولي کار لګول کېږي.

ورځپاڼه د سرتېري اروون مک لین «Aaron MacLean» له قوله چې په افغانستان کې یې خدمت کړی لیکي چې وايي، ډېر وخت کېږي چې طالبان په افغان ځواکونو کې د بچه‌بازۍ په اړه راپورونه، خپلو لیکو ته د ځوانانو د جذب د مثال په توګه کاروي.

نوموړی سرتېری وايي، یو علت چې ملا عمر یې د طالبانو د مشرۍ مقام ته ورساوه همدا و چې هغه د هلکانو د تښتولو او پر هغو د جنسي تېري له عاملانو سره سخت چلند کاوه.

ورځپاڼه د مطلب په وروستۍ برخه کې لیکي:

د امریکا خلک به هېڅکله دا ونه‌زغمي چې د دوی د مالیې له پیسو څخه په هېواد کې دننه د جنسي تېري لپاره کار واخیستل شي، خو دې هیل لیکي چې د مالیه ورکوونکو ډالر په کندهار او کابل کې پر همداسې یوه ناولي کار لګول کېږي.

  • انډېپنډېنټ

د لندن چاپ انډېپنډېنټ ورځپاڼې د افغان روبات جوړوونکو نجونو ټیم ته د یوې بااعتباره نړیوالې جایزې د ورکولو په اړه په یوه مطلب کې لیکي، دا بریا ښيي چې که افغان نجونو ته امکانات برابر شي، څومره لوی کارونه کولای شي.

د هرات د ۱۲ کسیز روباټیک ټیم درېیو غړو د نومبر له ۲۴ تر ۲۶ نېټې د استونیا په پلازمېنه تالین کې د روبات جوړولو په نړیواله تجارتي سیالۍ کې ګډون وکړ او د اروپا یوه معتبره جایزه‌یې وګټله.

ورځپاڼه لیکي:

د هرات ولایت روباټیک ټیم ته پاملرنه سږ کال په جولای میاشت کې وروسته له هغه واوښته چې په امریکا کې د روباټ جوړولو په یوه نړیواله سیالۍ کې د ګډون لپاره غوره شو، خو وروسته له دې چې د دې ټیم غړو په کابل کې د امریکا سفارت ته د ویزې لپاره مراجعه وکړه، نو غوښتنه‌یې لومړی رد شوه، خو له نړیوالو انتقادونو وروسته‌یې ویزه ترلاسه کړه.

دې نجونو په هغه سیالۍ کې د سپینو زره جایزه وګټله.

انډېپینډېنټ زیاتوي چې دې ټیم د تالین سیالۍ ته د سولر انرژۍ په وسیله یو فعال روباټ چې له کوچنیو کروندګرو سره د تخم په کرلو او رېبدلو کې مرسته کوي وړاندې کړ، ځکه د دې سیالۍ د ګټلو معیار د داسې روباټ جوړول و چې یوه مهمه ورځنۍ اړتیا حل کړي او خلک‌یې اخیستو ته لېوال وي.

انډېپنډېنټ په لندن کې د افغانستان د سفارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د سفیر سید طیب جواد له قوله لیکي چې وايي، د افغان روباټیک ټیم غړي د ټولې نړۍ د خلکو لپاره یو ډېر ښه مثال کېدای شي او ښيي چې که افغانانو ته لازم ملاتړ او د تعلیم فرصتونه برابر شي نو ډېر څه کولای شي.

XS
SM
MD
LG