د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

ارزګان کې دیني علماوو پر خلکو غږ وکړ چې له بچه‎بازي لاس واخلي


د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې لسګونه دیني علماوو نن پنجشنبه پر یوې مهمې موضوع د اسلام له نظره بحث وکړ او بچه بازي یې د اسلام له نظره ناوړه او یوه لويه پدیده یاده کړه.

دوی اندیښنه وښوده چې په‎دې وروستیو کې په‌دغه ولایت کې بچه بازي او یا هم له ماشومانو څخه ناوړه جنسي ګټه پورته کول خپل اوج ته رسیدلي دي.

ارزګان کې د علماوو غونډه
ارزګان کې د علماوو غونډه

ارزګان میشتي بیا وايي بچه بازي په دغه ولایت کې پولیس او یا هم لوړپوړي مشران او زورواکي کوي.

د ارزګان د پولیس مشر جنرال محمد معروف احمدزي هم ازادي راډيو ته تأیید کړه چې د پولیسو په لیکو کې بچه بازي شته، خو مخنیوی به یې وشي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:50 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG