د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

مینه پال: اسلاميت او افغانیت ضد کارونه به جزا قانون کې تعریف شي


د افغانستان حکومت وایي د بچه بازۍ عمل د مخنیوي لپاره باید پراخې هڅې وشي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، د دې عمل په وړاندې باید دیني علما، قومي مشران او مخور خپل غږ اوچت کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، هر هغه کار چې په اسلامیت او افغانیت کې ریښې نه لري د هغه لپاره به د جزا په قانون کې تعریف اوضاحت راشي.

که څه هم جمهوري ریاست په واضح ډول ونه ویل چې څه وخت به د بچه بازۍ د عمل لپاره جزا د هېواد په قوانینو کې مخشصه کېږي، خو ډاډ یې ورکړ چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال د قانون جوړونې کارونه څاري.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

"د قوانینو، قضایه اوعدلې ارګانونو په رآس کې د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال دی هغه پردې مسلې کار کوي، د قوانینو تدوین کې د هغوی لیدلوری واضح دی،هر هغه عمل چې د افغانستان د خلکو له دین، مذهب او کلتور سره په ټکر کې دی بې له شکه چې په هغه کې به د افغانستان جزا قوانین ښکاره تعریف کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې هیدر بار له ازادي راډيو سره په خبرو کې په افغانستان کې د بچه بازۍ د منعه کولو لپاره د ولسمشر له خوا د یو تقنیني فرمان صادرول ضروري ګام بللی.

له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومت څخه غواړي چې د بچه بازۍ د عمل مخینوي لپاره باید د قانون په جوړولو کې اوچت ګامونه واخلي.

د دغه کمېسیون ویاند رفیع الله بېدا ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې باید د بچه بازۍ ټول انواع جرم وپیژندل شي.

رفیع الله بېدار
رفیع الله بېدار

نوموړي زیاته کړه؛

"زموږ په قوانینو کې په خواشینۍ سره چې یو خلا موجوده ده بچه بازي په افغانستان کې تراوسه هم جرم نه دی پیژندل شوی او موږ د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د دې غوښتونکي یو چې دغه قانون باندې کار وشي او ټول انواع د بچه بازۍ چې په افغانستان کې دي جرم وپیژندل شي."

د بچه بازۍ عمل په اړه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د افغانستان د ملي پولیسو په لیکو کې د کم عمره هلکانو د ګمارلو او د هغوی د جنسي ځورونو په اړه راپورونه خپاره شول.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې ثریا صبح رنګ تېره اوونۍ له ازادي راډیو سره په خبرو کې له ولسمشر غني وغوښتل چې د بچه بازۍ مخنیوي ته قانوني هڅې وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG