د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

په بغلان کې د واده په مراسمو کې شخړه د بچه بازۍ پرسرشوې


ډیلي میل:

ډیلي میل ورځپاڼې په بغلان ولایت کې د یوه واده په مراسمو کې د دوو سیالو ډلو ترمنځ د نښتې په اړه راپور خپور کړی دی.

ورځپاڼه د بغلان د پولیسو په حواله وايي، په دې پیښه کې چې په ده صلاح ولسوالۍ کې شوې ده، وژل شویو کسانو ۱۴ او ۶۰ کلونو ترمنځ عمرونه لرل.

د ازادي راډیو خبریال د بغلان د امنيي قومندان څخه په نکل وايي چې په دې وسله واله شخړه کې ۲۲ کسان وژل شوي دي.

ډیلي میل وړاندې لیکي، د واده دا مراسم د یوه سیمه ییز مذهبي مشرد ځوی و او اکثره وژل شوي کسان میلمانه وو.

که څه هم چې د بغلان پولیسو ډیلي میل ته ویلي چې دا پیښه د دوو سیالو وسله والو ډلو ترمنځ د شخړې په نتیجه کې شوې ده خو د بغلان والي رسنیو ته ویلي چې د واده په مراسمو کې دا وسله واله شخړه د بچه بازۍ پرسرشوې ده.

د بغلان د اندراب ولسوالۍ د امنېي قومندان ګلستان قاسمي ډیلي میل ورځپاڼې ته ویلي دی نه شي ویلي چې ډزې چا پیل کړې ځکه چې دوي د پیښې په ځای هیڅ ډول وسلې نه دي پیدا کړي.

ډیلي میل زیاتوي د افغانستان په شمال کې د دولت وسله وال مخالفان هم بریدونه کوي خو په دغو سیمو کې اکثره وخت دا ډول جګړې د شخصي دښمنیو او جنايي فعالیتونو د پټولو په هدف ترسره کیږي.

ډیلي ټیلیګراف:

ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې په افغانستان کې د القاعده شبکې د ځان وژونکو بریدونو د مسول د وژل کیدو خبر راخستی دی.

ډیلي تیلیګراف لیکي:

عبد الجلیل السوډاني د القاعده یو مخکښ غړی او د دې شبکې د مشر ایمن الظواهري د اعتماد وړ ملګری و.

د امریکا دفاع وزارت تیره جمعه اعلان وکړچې د القاعده دا مهم غړی يې په پکتیکا ولایت کې وژل شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوي السوډاني او د القاعده دوه نورمهم غړي د جولايې په ۱۱ وژل شوي خو تراوسه يې نومونه نه وو په ډاګه شوي.

ډیلي تیلیګراف د امریکا دفاع وزارت په حواله وايي د عبد الخلیل السوډاني په وژل کیدو سره به القاعده شبکه په ټوله نړۍ کې خپل عملیاتي توان له لاسه ورکړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر ویلي، د السوډاني وژنه د القاعده شبکې پرضد په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د مشرجنرال کمپبیل او نورو سرتیرو د دندې اهمیت په ډاګه کوي.

خو ډیلي تیلیګراف په امریکا او برتانیه کې د تروریزم د چارو د کارپوهانو په حواله لیکي چې دوي د متحده ایالاتو د دې ادعا په اړه شک لري چې وايي السوډاني په القاعده شبکه کې مهم کس و.

XS
SM
MD
LG