د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

اروپايي اتحادیه: افغان حکومت دې د کوچنیانو لپاره خوندي چاپېریال برابر کړي


ارشیف
ارشیف

اروپايي اتحادیې د افغانستان پر حکومت غږ وکړ چې د کوچنیانو لپاره خوندي چاپېریال برابر کړي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشر دفتر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور په اړه په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت او مدني ټولنه باید د کوچنیانو د ټولنیز خوندیتوب لپاره کلک ګامونه پورته کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې افغانستان د درېیمې درجې هېوادونو په لېست کې راوستی چې له کوچنیانو د جنسي سوء استفادې، په جګړه کې د کوچنیانو د استخدام او قاچاق د مخنیوي لپاره‌یې حد اقل هڅې نه‌دي کړي. د درېیمې درجې هېوادونو په لېست کې ایران، روسیه، بلاروس او ترکمنستان هم شامل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت راپور د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۲۵مه) په ۵۷۰ پاڼو کې خپور شو.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشر ویاندې ازادي راډیو ته وویل چې په راپور کې مهمې مسئلې راپورته شوې دي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشر ویاندې، ویرجیني باتو ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې هغو مهمو مسئلو ته اشاره شوې چې د دوی لپاره هم لومړیتوب لري.

هغې وویل چې داسې مسئلې یې تل د افغانستان له حکومت سره مخامخ مطرح کړې او غوښتنه ورڅخه کوي چې کلک ګامونه واخلي.

د اروپايي اتحادیې بیرغ
د اروپايي اتحادیې بیرغ

په دې اړه د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشر ویاندې، ویرجینی باتو د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د کوچنیانو د ژوند خوندیتوب باید د هرې ټولنې لپاره اولویت ولري، په ځانګړي ډول د وسله‌والو بحرانونو په وخت کې. لکه څرنګه چې موږ تېر کال په ډسمبر میاشت کې په لوګر کې د تېریو په اړه د راپور په تړاو ویلي و، بیا وایو چې له جنسي زور زیاتي او تشدده د کوچنیانو ساتل باید د حکومت، د دفاعي او امنیتي ځواکونو او مدني ټولنې لپاره لومړیتوب ولري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د افغانستان د زیات شمېر سیمه‌ییزو چارواکو په حواله لیکل شوي چې په لیرې پرتو سیمو کې د پولیسو او زورواکانو په پوستو کې کوچني هلکان د بچه‌بازۍ لپاره استخدام شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت یو پولیس هم د بچه‌بازۍ په خاطر نه‌دی محاکمه کړی او په دې اړه‌یې څېړنې نه‌دي کړي.

په هغه موده کې چې دا راپور برابر شوی، د حکومت په کړیو کې د جنسي غلامۍ پالېسي یا دود چې بچه‌بازي هم ګڼل کېږي، موجوده وه او ماشومان د جګړې لپاره ګومارل شوي دي. په راپور کې دې ته هم اشاره شوې چې بچه‌بازي په دودیز ډول د افغانستان د یو شمېر خانانو، بډایانو او زورواکانو په کړیو کې وه چې په حقیقت کې له کم عمره هلکانو د جنسي سوء استفادې او مرییتوب لپاره کار اخیستل کېږي.

هغه هېوادونه چې په درېیمه لیکه کې شاملېږي، د امریکا د متحده ایالاتو حکومت کولائ شي چې له تجارت او بشري مرستو پرته په نورو برخو کې بندیزونه ورباندې ولګوي. دا پرېکړه چې پر کوم هېواد څه ډول بندیز ولګول شي، د امریکا ولسمشر کوي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشر ویاندې د افغانستان له حکومته غوښتي، د هغو وړاندیزونو پر اساس چې په راپور کې شوي، کلک ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جون په ۲۶مه، ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه جدي اندېښنه لري.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د خپرونو مسؤل ذبیح‌الله فرهنګ
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د خپرونو مسؤل ذبیح‌الله فرهنګ

د کمېسیون د خپرونو مسؤل ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت باید د دې ستونزې پر ضد مبارزه وکړي او د کوچنیانو د انساني حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت ځیني ګامونه پورته کړي، خو کافي نه‌دي. په راپور کې همداراز ویل شوي چې له کره شواهدو سره هم د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د ملي امنیت ریاست رد کړې چې د کم عمر هلکان د جګړې لپاره استخدام شوي دي.

XS
SM
MD
LG