د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

کابل کې معترضین: ایران باید له افغان پناه غوښتونکو سره د بد چلند په اړه حساب ورکړي


معترضان در کابل
معترضان در کابل

په کابل کې یو شمېر مدني فعالانو له افغان کډوالو سره په ایران کې د روان بد چلند په غبرګون اعتراض کړی.

معترضینو په دوه بېلابېلو ځایونو کې د ایران سفارت مخې او د مسعود څلورلارې کې ایران د یو شمېر افغان کډوالو په شکنجې تورن کړ او ویل‌یې، افغانان په خپل هېواد کې د ناامنۍ او بې‌وزلۍ له امله ایران ته کډه شوي دي.

د ځوانانو د مثبت بدلون بنسټ مشر مصطفی ستانکزی چې په اعتراض کې یې ګډون کړی وايي: "ایران ثابته کړه چې یو ظالم هېواد دی او پر افغانانو یې ډېر ظلم کړی دی. موږ د خپلو شهیدانو د وینو حساب غواړو. له همدې امله باید دوی حساب ورکړي او وايي چې ولې؟ جرم فردي، ایا دا ښيي چې افغانان انسانان نه‌دي او د ژوند حق نه‌لري."

په کابل کې د ایران سفارت مخ ته یو شمېر اعتراض کوونکي
په کابل کې د ایران سفارت مخ ته یو شمېر اعتراض کوونکي

وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې په پرله‌پسې ډول داسې وېډیوګانې خپرېږي چې ښيي یو شمېر ایرانیان او ان نظامیان‌یې افغان کډوال شکنجه کوي.

ننګیالی غوري چې د اعتراض په ډول د کابل مسعود څلورلارې ته راغلی وايي: "موږ افغانان هر ځای او هر چېرې چې یوو د خپل مظلومیت او د خپلو خلکو د حقونو د دفاع لپاره درېږو او له خپلو افغانانو ملاتړ کوو. که ایران بیا هم خپلو دې کارونو ته دوام ورکړي، موږ له نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا غواړو چې پر ایران فشار زیات کړي، څو پر افغانانو له ظلم لاس په سر شي."

د دې اعتراض کوونکو شمېر لسګونه کسانو ته رسېده.

دا اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې د مشهد په یوه زیارت کې څو تنه روحانیونو ته په یوه برید کې مرګ‌ژوبله واوښته او پسې هلته له مېشتو افغان کډوالو سره تاوتریخوالی پیل او وېډیوګانې یې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې.

خو د ایرانيانو دا عمل په افغانستان او له هېواده دباندې له سختو غبرګونونو سره مخ شو.

تر دې چې قهرجنو لاریون کوونکو پرون په هرات کې د ایران قونسلګرۍ دروازې ته اور واچوه.

هرات کې د ایران قونسلګرۍ مخ ته قهرجن معترضین
هرات کې د ایران قونسلګرۍ مخ ته قهرجن معترضین

اوس د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان کډوالو ته د پناه ورکولو وړتیا محدوده‌ ده او د طالبانو حکومت باید خپل مسؤلیتونه د افغانستان په ګاونډیو وروانه‌چوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده وايي: "د افغانستان سرپرست پلاوی چې اوس په افغانستان کې د چارو مسؤلیت لري، باید خپل مسؤلیت ومني. د ایران اسلامي جمهوریت ته د کډوالو دا لویه جوپه نه‌شي کېدای دوام پیدا کړي او ټول مسؤلیت د یوه ګاونډي پر اوږو بار شي. که دا ګاونډی هر څومره هڅه هم وکړي چې ښه کوربه واوسي، بیا هم زموږ وړتیا محدوده ده."

سعید خطیب‌زاده په افغانستان کې د ایران د سیاسي استازولیو د ساتنې مسؤلیت هم د طالبانو حکومت دنده بولي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت نظر واخلو، خو د راپور تر خپرېدو یې مسؤلان خبرو ته حاضر نه‌شول.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته، یو ډېر شمېر افغانان د پاکستان او ایران په ګډون ځینو اروپايي او نورو هېوادونو ته پناه وړې.

XS
SM
MD
LG