د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

ایران کې د افغان کډوالو سرشمېرنه؛ يو شمېر افغانان یې اندېښمن کړي


انځور: ایران کې افغان کډوال
انځور: ایران کې افغان کډوال

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال د افغان کډوالو د شمېرلو په اړه د ایران د وروستۍ پرېکړې ته اندېښمن دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په دغه هېواد کې د افغانانو د سرشمېرنې بهیر لازمي بللی او ویلي یې دي چې که څوک همکاري ونه کړي ورسره به قانوني چلند وشي.

۴۴ کلنه مريم د کندوز ولايت اوسېدونکې او له ٢٨ کلونو راهيسې په ايران کې د کډوالۍ ژوند کوي.


د اغلې مريم په خبره، پخوا یو ځلې خپله او بل ځلې يې نږور په سرشمېرنه کې برخه اخيستې او له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.

خو دا ځل په ايران کې د افغانانو پر وړاندې د تاوتريخوالي او د اختر په ورځو کې له ايرانه د يو شمېر افغانانو د شړلو په اړه هغه اندېښمنه ده او وېره لري چې ښايي له دغه هېواده ووېستل شي.

نوموړې وايي:"وېره شته، وضعیت ډېر بد دی، افغانان نیول کېږي، ټول یې ونیول، اوردګاه ته یې یوړل، ډېر بد چلند کوي، څه ووایم هر کله یې چې وویستو ، ځو بله هېڅ چاره نه لرو که وطن مو جوړ وي که خراب، نور افغانان حیران دي چې چېرې ولاړ شي او څه بلا به پرې راځي."

٢٥ کلن امين چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې يې په کابل کې د دفاع په وزارت کې دنده ترسره کوله، وايي نږدې ٢٠ زره افغانۍ تنخواه يې درلوده او د خپلې کورنۍ ملاتړ يې کولى شواى، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته يې دنده له لاسه ورکړه او په قانوني توګه ايران ته ولاړ.

د امین په وینا پر ایراني پولیسو باور نه شي کولای او اندېښمن دی چې له دې هېواده به وشړل شي.

نوموړی وایي:"نه شم کولای د ایران په پولیسو باور وکړم، که وغواړي ما ونیسي او افغانستان ته مې واستوي بیا څه وکړم، زه له هغه ځایه وتښتېدم ځکه چې د افغانستان اقتصادي وضعیت خراب وه، اوس مې که بېرته هلته ورواستوي څه وکړم."

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د سرشمېرني خبر ورکړی دی.

ښاغلي وحیدي ویلي چې دا پروسه لازمي ده او که څوک همکاري ونه کړي له بدو عواقبو سره به مخ شي.

خو زحل چې تازه ایران ته تللی وايي، دغه بهیر عادي دی او نوم لیکنه یې کړې ده.

هغه وايي:"د سرشمېرنې د نوم لیکنې په مرکز کې کوم افغان نه دی نیول شوی، خو بېلابېلې پېښې شته، د بېلګې په ډول هغو افغانانو چې د ایران د قانون خلاف عمل کړی، نیول شوي دي او بېرته افغانستان ته استول شوي، ما هم د سر شمېرنې په مرکز کې نوم لیکنه کړې په تمه یم وګورم چې څه کېږي."

په ایران کې د افغان کډوالو سرشمېرنه په داسې حال کې پیل شوې چې له یوې خوا د طالبانو د واکمنۍ راهیسې هره ورځ زرګونه افغانان ایران ته ځي او له بل لورې د ایران په مشهد کې د یوه عالم له وژل کېدو لږ وروسته د افغانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېر راپورونه ورکړل شوي دي.

دې کار په افغانستان کې دننه او بهر د خلکو ګڼ غبرګونونه راوپارول.

تازه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل دغه هيواد ته د طالب تللي پلاوي د سفر پر مهال ایران منلې چې له دې وروسته به له افغانانو سره ناوړه چلند نه کېږي.

XS
SM
MD
LG