د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د طالبانو حکومت له ټولو هېوادونو افغانانو ته د کډوالۍ د حق ورکړې غوښتنه کړې


ارشيف: ترکيه کې افغان کډوال
ارشيف: ترکيه کې افغان کډوال

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستندونکو چارو وزارت د ترکیې په ګډون له ټولو هېوادونو غواړي، چې افغان کډوالو ته د کډوالۍ ټول حقوق ورکړي.

د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اوسېدونکی پنځه ویشت کلن میرویس د ترکیې په یو زندان کې تر دوه نیمې میاشتې بند وروسته تېره ورځ افغانستان ته ستون کړی شو.

دی چې د تېر لمریز کال په وروستیو کې اروپا ته د تګ په نیت له کوره وتی و، په استانبول کې د سفر د قانوني اسنادو د نه درلودلو په تور په ترکیه کې نیول شوی او دوه ورځې مخکې د هوا له لارې افغانستان ته را استول شوی دی.

میرویس، چې د لېسانس تر کچې يې زده کړې وايي، په افغانستان کې د کار د نشتوالي له امله اړ شو چې په مرګونو لارو د سفر پرېکړه وکړي.

نوموړی وايي:"موږ يې ونیولو دوه نیمې میاشتې زندان مو تېر کړو، هلته افغان سفیر راغی وې ویل چې خپل وطن ته لاړ شئ وطن جوړ کړئ، موږ ورته وویل چې سمه ده، موږ سره يې ژمنه وکړه چې په کابل کې به تاسې ته یو اندازه پیسې هم درکړل شي خو دلته چې راغلو ولاکه يې راته روپۍ هم راکړي وي همداسې تش جېب کورته راغلو".

میرویس وايي، کابل ته په رارسېدو ورسره دومره پيسې نه وې چې ان روژه ماتی مو پرې کړی وای.

دی وايي، له وېرې سره سره، د دوهم ځل لپاره هم خپل بخت ازمايي او ښايي په نږدې ورځو کې یو وار بیا د سفر موزې په پښو کړي.

د ننګرهار اوسېدونکی خان محمد هم تازه له ترکیې ویستل شوی دی، چې ازادي راډيو سره يې خبرو کې وويل: "دلته کار روزګار نشته ان ورځ مزدورې لا نه پیدا کیږي، زه خو خیر خو ماشومان خو يې غواړي، همدا اوس اختر رانږدې دی، مانه مې اولادونه نوې جامې غواړي خو زه يې وسه نه لرم، نو په دغسې حالاتو کې به زه څه کوم، که لارې هر څومره مرګونې وي زه به بل هېواد ته د خوارۍ او مزدورۍ لپاره ځم".

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم مني چې په وروستیو څو ورځو کې له ترکیې یو شمېر افغان کډوال را ویستل شوي خو د دقیق شمېر په اړه يې څه نه وايي.

د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ازادي راډيو ته وویل: "د ترکیې په ګډون له ټولو کوربه هېوادونو غوښتنه کوو چې باید هلته مېشتو افغانانو ته د نړیوالو اصولو پر بنسټ د کډوالو ټول حقوق ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې رسنیو تازه خبر ورکړی چې په وروستیو درې ورځو کې له دې هېواده ۲۲۷ غیر قانوني افغان کډوال بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له دې هېواده زیات شمېر خلک په تېښته دي.

په دوی کې ځني د پخواني حکومت کارکوونکي دي، چې ویرې اخیستې او ځني هم د خوارۍ مزدورۍ لپاره وطن پرېږدي.

که څه هم طالبانو ویلي د تېر حکومت کارکونکو ته يې عمومي عفوه اعلان کړې او خلکو ته د کاري زمینو د رامنځته کولو په لټه کې دي خو د ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې اوس‌مهال ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه ‌لري.

XS
SM
MD
LG