د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

وال سټريټ ژورنال: له افغانستان د وتلو پر مهال ګڼې کورنۍ له خپلو ماشومانو جلا شوې


ارشيف: د کابل هوايي ډګر
ارشيف: د کابل هوايي ډګر

وال سټريټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال په خپله وروستۍ ګڼه کې د یوه امریکايي په اړه مقاله خپره کړې چې د کابل په هوايي ډګر کې د خپل ورک شوي ماشوم د موندلو هڅه کوي.

ورځپاڼې د دغه امریکايي په حواله لیکلي چې له کابله د وتلو په وروستۍ شپه اته کلن جیمز هټ له خپل کشر ورور او مور سره د کابل له هوايي ډګر بهر په یوه موټر کې روان و، چې د خلکو ګډوډي رامنځته شوه او په دې ډله کې جیمز ورک شو.

د جیمز پلار اوس په ابوظبۍ کې خپل زوی لټوي، چېرته چې یو شمېر افغان کډوال ځای پر ځای شوي دي.

د اګست په میاشت کې د کابل د هوايي ډګر په ګڼه ګوڼه کې ګڼې افغانې کورنۍ هم له خپلو بچیانو جلا شوې او یو شمېر افغان ماشومان له خپلو کورنیو پرته نورو هېوادونو ته لېږدول شوي او اوس یې د کورنیو د موندلو هڅې روانې دي.

فارین افیئرز:

فارین افیئرز خپرونې لیکلي چې په افغانستان کې د امریکا تر اوږدې پوځي مداخلې، یو تریلیون ډالر لګښتونو او د سپټمبر د یوولسمې د خونړیو بریدونو څخه د شلو کلونو له تېرېدو وروسته د طالبانو بیا واکمنېدو ته لار هواره شوه.

د خپرونې په وینا، دا د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په معاصر تاریخ کې یو ټکان ورکوونکی فصل وو.

د فارین افیئرز په لیکنه په دې اوږده غمیزه کې هغو لاسته راوړنو او پرمختګونو ته پاملرنه شوې چې په ډېر کم مصرف او د ډېرو کمو پوځيانو په کارونې سره ترلاسه کېدای شوای.

د خپرونې په لیکنه، د اړتیا له بریده د ډېرې لوړې پانګونې طرحه او بیا یو دم د ټولو شیانو پرېښودل داسې شرایط رامنځته کړل چې د لاسته راوړنو د خوندیتوب وړاندوینه یې ستونزمنه کړه.

اکانومیک ټایمز:

اکانومیک ټایمز په خپله وروستۍ ګڼه کې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت هغه امر ته اشاره کړې چې له مخې یې په دولتي دفترونو او ښوونځیو کې د نکټايي تړل منع شوي دي.

د ایکانومیک ټایمز د راپور له مخې، که څه هم د کابل د پوهنې رییس احسان الله خطیب ویلي چې د دې ادارې رسمي حکم د سپارښتنو په حد کې دی، خو د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي چې په ښوونځیو کې د نکټايي تړل په کلکه منع دي.

طالبانو د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په ګډون په نورو برخو کې هم ورته اقدامات کړي دي.

XS
SM
MD
LG