د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

طالبانو د کابل په هوايي ډګر کې د قطري امنیتي ځواکونو د مېشت کېدو راپورونه رد کړل


ارشیف، د کابل هوايي ډګر کې یو وسله‌وال طالب
ارشیف، د کابل هوايي ډګر کې یو وسله‌وال طالب

د طالبانو حکومت د کابل په هوايي ډګر کې د قطر د یو شمېر امنیتي ځواکونو د مېشت کېدو راپورونه رد کړل او وايي، د دغه هوايي ډګر د امنیت ساتنې لپاره هېڅ بهرني ځواک ته اړتیا نه‌لري.

طالب چارواکي دا خبرې وروسته له هغې کوي چې تېره ورځ د ځینو رسنیو له‌خوا یوه وېډیو خپره او پر بنسټ‌یې ادعا وشوه چې په کابل هوايي ډګر کې یو شمېر قطري ځواکونه مېشت شوي دي.

په دې وېډیو کې یوه ډله امنیتي ځواکونه چې ښايي شمېر يې له ۲۰ ډېر وي د تمرین په حال کې لیدل کېږي.

وېډیو پر ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېس‌بوک هم په پراخه کچه خپره شوې او د ټولنیزو رسنیو ډېری کاروونکو ویلي چې په دې اړه باید طالبان وضاحت ورکړي چې ایا دا د اشغال یو ډول دی او کنه؟

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د کابل هوايي ډګر په ګډون د افغانستان په هېڅ ځای کې بهرني پوځیان نه‌شته.

ښاغلي مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د حکومت ځواکونه د دې وړتیا لري چې د هوايي ډګرونو په ګډون د ټول افغانستان امنیت وساتي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

دی زیاتوي: "دا خبره زه ردوم چې ګوندې قطري ځواکونه په کابل هوايي ډګر کې مېشت دي، خپره شوې وېډیو هم نه‌تأییدوم ځکه نه‌پوهیږم دا به د کوم وخت وي او بل دا چې د کابل هوايي ډګر په ګډون د ټول افغانستان امنیت د اسلامي امارت په لاس کې دی او د هېڅ هېواد ځواکونو ته اړتیا نه‌لیدل کېږي چې دلته د امنیت د ساتلو په هدف راشي."

خو بي‌بي‌سي فارسي څانګې ته د طالبانو د حکومت د هوايي چلند ادارې یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي چې د کابل په هوايي ډګر کې له تېرو پنځه میاشتو راپدېخوا د قطر دا پوځيان حضور لري او مسؤلیت‌يې په دې هوايي ډګر کې د مېشتو مرستندویه تخنیکي قطریانو د امنیت ساتنه ده.

سرچینې د دغه قطري ځواکونو شمېر ۵۰ تنه ښودلی دی او ویلي دي چې د هوايي ډګر په هغه ځای کې مېشت دي په کوم کې چې د قطر مرستندویه تخنیکي ډله استوګنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې طالبانو د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتنې په هدف له هر ډول بهرني وسله‌وال حضور سره کلک مخالفت ښودلی.

ترکیې د طالبانو له‌خوا د ټول افغانستان د نیولو او واک ته د دوی له رسېدو مخکې د کابل هوايي ډګر د مدیریت او په‌کې د خپلو عسکرو د ځای پر ځای کولو وړاندیز کړی و، خو هغه مهال طالبانو له دې وړاندیز سره مخالفت وښود.

ارشیف، د کابل هوايي ډګر کې یو وسله‌وال طالب
ارشیف، د کابل هوايي ډګر کې یو وسله‌وال طالب

خو د طالبانو په واکمنېدو سره، د کابل هوايي ډګر د مدیریت په اړه د قطر لېوالتیا د دې لامل شوه چې د افغانستان د څو هوايي ډګرونو د مدیریت موضوع مطرح شي.

د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې په اوومه د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ولیکل قطر، ترکیې او د طالبانو حکومت په پلازمېنه دوحه کې خپله درې اړخیزه غونډه کې د کابل د هوايي ډګر د مدیریت او ترې د ګټې اخیستنې په اړه په "څو کلیدي موضوعاتو" هوکړه کړې، خو تر اوسه دا روښانه نه‌شوه چې دا کلیدي موضوعات کوم موارد رانغاړي.

طالبانو هم په دې اړه ډېر جزئیات نه‌دي ورکړي.

تازه، د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا د لومړي مرستیال دفتر په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې د کابل هوايي ډګر د چارو د تنظیم او قرارداد اخیستو په هدف د قطر د بهرنیو چارو وزارت ته ټاکلی وخت ورکړي.

XS
SM
MD
LG