د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

قطر: د کابل هوايي ډګر د مدیریت لپاره له طالبانو او ترکیې سره هوکړې ته نږدې یو


د کابل هوایي ډګر
د کابل هوایي ډګر

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، قطر، ترکیې او طالبانو د کابل د نړیوال هوايي ډګر د مدیریت په اړه په کلیدي موضوعاتو هوکړه کړې.

د دې وزارت له‌خوا یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، قطر، ترکیې او د طالبانو حکومت په پلازمېنه دوحه کې د پنجشنبې په ورځ په خپله درې اړخیزه غونډه کې د کابل د هوايي ډګر د مدیریت او ترې د ګټنې په اړه په "څو کلیدي موضوعاتو" هوکړه کړې.

خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا کلیدي موضوعات کوم موارد را نغاړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوحې پرونۍ غونډه په کابل کې د شویو هغو دوام و.

د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند ادارې ویاند امام‌الدین احمدي ازادي راډیو ته ویلي و د پنځو هوايي ډګرونو د امنیتي څرنګوالي، ځمکنیو خدماتو او هوايي حریم باندې بحثونه شوي.

د کابل هوایي ډګر، طالب وسله وال او روسۍ الوتکه
د کابل هوایي ډګر، طالب وسله وال او روسۍ الوتکه

ښاغلي احمدي زیاته کړې وه، ترکیه او قطر به په هوايي ډګرونو کې د ماشینونو او سکینرونو په برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

احمدي زیاته کړه وه:"د پنځو هوايي ډګرونو د امنیت، ځمکنو خدمتونو او هوايي حریم. دا درې موضوعات دي چې په هغې خبرې شوي. په هره یوه برخه جلا جلا بجث شوی. د امنیت په اړه مو خبرې وکړې، یوې ټولیزې هوکړې ته نږدې رسېدلي یوو، خو رسمي هوکړه نه ده شوې چې نا سمه انګېرنه و نه شي، له امنیت هدف یوازې د هوايي حریم امنیت دی. د هوايي ډګر امنیت زموږ د کورنیو چارو وزارت سره دی، دا په دې معنی نه دی چې د هوايي ډګر امنیت هغوی ته وسپارو. یعنې هېڅ یو بهرنی وسله‌وال به په میدان کې نه وي. یوازې د ماشینونو، سکن او تخنیکي برخه کې هوکړې ته رسېدلي یو او دا چې په نورو برخو کې هم هوکړه وشي، یو قرارداد به وشي."

د دوحې د تېرې ورځې د ناستې په اړه مو د دې وزارت له چارواکو وپوښتل، خو ځواب یې را نه کړ.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د پنجشنبې په ورځ په شوې ناسته کې کومه هوکړه نه ده شوې.

مجاهد وایي:" تراوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خبرې روانې دي او هڅه کېږي چې وروستي پړاو ته ورسېږو."

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې لیکل شوي چې د دې مذاکراتو وروستی پړاو به راتلونکې اوونۍ قطر کې وشي.

د کابل هوايي ډګر چې یو مهال ۲۴ ساعته د هر ډول خدماتو پر وړاندې پرانېستی و، د بهرنیو عسکرو له وتو او هلته د را پېښو شویو تخنیکي ستونزو له امله لا تراوسه بېرته پخواني حالت نه دی راوستول شوی او بشپړ فعال نه دی.

XS
SM
MD
LG