د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

مولود چاووش اوغلو: طالب استازي مو ځکه رابللي چې د موقت حکومت غږ یې واورېدل شي


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، د انتالیا ډیپلوماتیک فورم ته‌یې د طالبانو استازي د دې لپاره وربللي و چې د موقت حکومت غږ یې واورېدل شي او هغه دا معنی نه‌لري چې انقره طالبان په رسمیت پېژني.

مولود چاووش اوغلو دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یوه پلاوي د ترکیې په انتالیا کې د ډیپلوماتیک فورم په نوم غونډو کې چې پرون یکشنبه‌یې وروستۍ ورځ وه، ګډون وکړ.

مولود چاووش اوغلو په یوه خبري کنفرانس کې دغه فورم ته د طالب چارواکو د وربللو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا په دې معنی نه‌ده چې انقره طالبان په رسمیت پېژني، خو زیاته‌یې کړه چې په افغانستان کې د موقت حکومت غږ باید واورېدل شي.

سبا پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو اووه میاشتې پوره کېږي، خو تر اوسه‌یې حکومت د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د طالبانو حکومت چارواکي د ترکیې د غونډې په څېر په هره نړیواله غونډه کې ګډون ته له دې پلوه ډېر هیله‌من دي چې اړیکې به‌یې له نړیوالې ټولنې سره پراخې او بالاخره به‌یې حکومت په رسمیت وپېژندل شي.

د ترکیې د انتالیا فورم د غونډې په څنډه کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي لیدنه
د ترکیې د انتالیا فورم د غونډې په څنډه کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي لیدنه

د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال وزیر ذبیح‌الله مجاهد پرون په څرګندونو کې د انتالیا په ډیپلوماتیک فورم کې د طالبانو د پلاوي ګډون یوه لاسته راوړنه وبلله او ویې‌ويل: "په انتالیا کې چې غونډه وشوه، ډېرې ګټورې خبرې اترې ترسره شوې او هم د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دغې غوندې په حاشیه کې د مختلفو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو یا استازو سره خصوصي لیدنې کتنې ترسره کړې. په دغو لیدنو کتنو کې هېوادونه تشویق شول چې له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي او هم له موږ سره تجارتي او مختلفي اړیکې ولري."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم د شنبې په ورځ د افغانستان په اړه د دغه فورم یوې غونډې ته په خبرو کې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له سیاسي پلوه د یوه باثباته او له اقتصادي پلوه د خودکفا افغانستان په جوړولو کې ورسره مرسته او همکاري وکړي.

ترکیه چې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې لري، دغه‌راز له قطر سره په ګډه‌یې د کابل په ګډون د افغانستان په څو ولایتونو کې د نړیوالو هوایي ډګرونو د فعاله کېدو لپاره تیاری ښودلی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون وویل چې د طالبانو له حکومت سره د کابل د هوایي ډګر د فعالیت د تنظیم په اړه تر اوسه خبرې روانې دي.

په عین حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، په هغه کتنه کې چې امیر خان متقي له خپل ترکي ساري مولود چاووش اوغلو سره ترسره کړه دواړو لورو د کابل د هوايي ډګر او د افغانستان د نورو نړیوالو هوايي ډګرونو پر موضوع خبرې وکړې.

د دې وزارت په قول دواړو لورو د هوايي ډګرونو د قرارداد پر هغو مادو خبرې وکړې چې لا ډېر بحث ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG