د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

له امريکا د طالبانو حکومت بياځلي غوښتنه: د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړئ


د امير خان متقي او ټام وېسټ ليدنه
د امير خان متقي او ټام وېسټ ليدنه

د طالبانو حکومت یو ځل بیا له متحده ایالاتو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د امریکا ځانګړي استازي ته ویلي چې د افغانستان په شتمنیو کې هر راز تصرف به د دواړو هېوادونو پر اړیکو ناوړه اغېز وکړي.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام وېسټ د طالبانو له پلاوي سره د خپلې پرونۍ لیدنې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ سره په کتنه کې غوښتنه کړې چې امریکا دې د افغانستان بانک اووه میلیارده ډالر زېرمې خیریه ټولنو ته نه‌ورکوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن نږدې یوه میاشت مخکې اعلان وکړ چې په امریکا کې د افغانستان اووه میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ نیمايي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د ترورېستي حملو د قربانیانو لپاره ځانګړې کوي او پاتې درې نیم میلیارده ډالره به د ملګرو ملتونو مرستندویو ادارو ته ورکوي څو د افغانستان له بې‌وزلو خلکو سره پر مرستو یې ولګوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې ښاغلي متقي او ورسره پلاوي یې د ترکیې په انتالیا ښار کې له ښاغلي وېسټ سره په دوه اړخیزه غونډه کې غوښتنه وکړه چې دا پیسې باید په هېڅ صورت مرستندویو ټولنو ته ورنه‌کړل شي.

ښاغلي متقي له غونډې وروسته په دې اړه خبریالانو ته وویل: "دا د افغانستان د مرکزي بانک پشتوانه ده او د افرادو او اشخاصو شخصي پانګه نه‌ده. هیله‌من یو چې امریکا به هم دا حقایق درک کړي او د افغانستان د خلکو پر ضد د فشار له وسایلو کار وانه‌خلي."

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي متقي د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ته ویلي دي چې د افغانستان په شتمنیو کې هر راز تصرف به د دواړو هېوادونو پر اړیکو ناوړه اغېز وکړي.

XS
SM
MD
LG