د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

امیرخان متقي ترکیې ته رسیدلی، نړیوالو پلاوو سره پر افغانستان غږیږي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو په رسمي بلنه ترکیې ته رسېدلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رییس ولي الله شاهین د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ښاغلی متقي به په ترکیه کې د انتالیا په ډپلوماټیک فورم کې د ګډون ترڅنګ د ترکیې او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له راغلیو لوړ پوړو پلاوېو سره ناستې او د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

شاهین زیاته کړه: "دا یو مهم کنفرانس دی، په دې کې د بېلابېلو لسګونو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي برخه اخلي، ښاغلی متقي به په دې کنفرانس کې وینا هم کوي او ترڅنګ به یې د ګڼو هېوادونو له استازو سره د افغانستان په مسایلو، لکه د بشري مرستو دوام او د رسمیت پېژندلو په مسایلو بحثونه وکړي."

د انتالیا فورم د مارچ له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۳ پورې د 'ډپلوماسۍ بیا تعریفول' تر سرلیک لاندې جوړیږي.

له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي، انتالیا فورم افتتاح د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په وینا کېږي او وروسته د مختلفو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او لوړ رتبه چارواکي وینا او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحثونو کې ګډون کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي

تر اوسه معلومه نه ده چې ښاغلی متقي به د دې سفر پرمهال نورې کومې لیدنې- کتنې ولري، خو له دې وړاندې ښاغلي متقي ایران ته د خپل سفر پرمهال هلته له مېشتو افغان سیاسي مشرانو سره هم لیدلي وو.

نوموړي له ایرانه له راستنېدو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته ویلي و چې هلته یې احمد مسعود سره چې ځان د ملي مقاومت د جبهې مشر ګڼي او د دغه جبهې له یو بل غړي محمد اسماعیل خان سره کتلي دي.

دا مهال په ترکیه کې هم د مخکیني حکومت ځینې چارواکي او سیاسي مشران مېشت دي چې د اګسټ له ۱۵مې په ټول افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدلو مخکې هغه هېواد ته وتلي دي.

نړۍ تل له طالبانو غوښتي چې یو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي او دا یې د دوی د رسمیت پېژندلو لپاره یو شرط ایښی دی.

خو تر اوسه د ترکیې په ګډون کوم یو هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د یادونې وړ ده چې مخکې له دې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو هم کابل ته راغلی و، خو ظاهر يې د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د بشري مرستو دوام یاد شوی وو.

XS
SM
MD
LG