د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

طالبان: ترکیې او قطر سره د ۵ هوايي ډګرونو د چارو په اړه هوکړې ته نږدې شوي یو


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، له ترکیې او قطر سره د کابل په ګډون د پنځو هوايي ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په تړاو یوې عمومي هوکړې ته نېږدې شوي دي.

د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه کابل کې د تېرې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د طالبانو، ترکیې او قطر ګډو پلاويو ترمنځ ناستې او بحثونه وشول.

ښاغلي احمدي دا هم وویل چې ترکیه او قطر به د ماشینرۍ او سکن برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي: "د پنځه هوایي ډګرونو امنیت،ځمکنۍ خدمات او هوایي حریم، دا درې برخې دي چې موږ خبرې پر کولې. یو- یو بخش باندې موږ دوی سره خبرې وکړې؛ امنیت باندې وغږېدو، عمومي ډول باندې تفاهم ته ورسېدو، خو رسمي قرارداد نه دی شوي. البته د امنیت نه چې سو تفاهم ونه شي، امنیت نه مطلب دا ده چې یوازې د هوایي چلند امنیت یعنې زموږ د هوایي ډګرونو امنیت زموږ د کورنیو چارو وزارت په لاس کې ده، ټوپک لرونکی کس به نه وي د هېڅ چا/ یوازې ماشینري چې سکن کېږي او تخنیکي برخو په اړه تفاهم ته رسیدلي یو که په نورو برخو هوکړې ته ورسېږو قرارداد به وشي."

د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

ټاکل شوې چې د کابل په ګډون د افغانستان د پنځه هوايي ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په اړه بله ناسته چې ویل کېږي برخلیک ټاکونکې ناسته به وي راتلونکې چهارشنبې په دوحه کې ترسره شي.

په دې ناسته کې د کابل، کندهار، هرات، مزار او خوست هوایي ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په اړه خبرې کېږي.

بل خوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه لنډ بیان کې ویلي، تېرو دوو ورځو کې د دوی استازو په کابل کې د ترکیې او طالبانو له چارواکو سره پرله پسې خبرې کړي او هوکړه شوې چې د دې خبرو بل پړاو به قطر کې ترسره کېږي.

د دې ترڅنګ تېره ورځ رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی و چې یو شمېر ډپلوماټیکو سرچینو، ورته ویلي چې ترکیه او قطر د کابل هوایي ډګر د امنیت په تړاو هوکړې ته رسیدلي دي، خو د مالي مسایلو په سر تراوسه هوکړه نه ده شوې او بحثونه جریان لري.

دغو سرچینو رویټرز ته ویلي، هوکړه شوې چې طالبان به له بهره د هوايي ډګر امنیتي چارې سمبالوي او هغه هېواد چې د هوايي ډګر دننه چارې پرمخ وړي هغه به د ډګر داخلي امنیتي چارې هم سمبالوي.

د کابل نړیوال هوایي ډګر چې د افغانستان او د نړۍ ترمنځ د یوه ارتباطي لارې په توګه پېژندل کېږي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له بشپړ خروج وروسته تردې دمه په بشپړ ډول نه دی فعال شوی.

XS
SM
MD
LG