د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

نیوزویک مجله: د طالبانو له واکمنۍ سره وېره شته چې پر افغانستان بهرنۍ مرستې ودرېږي


بهرنۍ رسنۍ
بهرنۍ رسنۍ
  • نیوزویک مجله

نیوزویک مجلې د امریکا د متحد ایالاتونو د ولسمشر جوبایډن خبرې رااخیستې دي چې د چهارشنبې په ورځ یې د خپلې ولسمشرۍ د کالیزې په ورځ څرګنده کړه چې له افغانستانه د اګست په میاشت کې د امریکایي ځواکونو د وتلو په خاطر بښنه نه غواړي.

نیوزویک لیکي چې د دې سربېره ولسمشر بایډن د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې پر رامنځته شویو بدلونونو خواشېني څرګنده کړه.

نیوزویک مجلې بیا د ولسمشر بایډن دا خبره رااخیستې ده چې وایي، که چېرته امریکایي پوځیان په افغانستان کې پاتې شوي وای نو باید د شل زرو او پنځوس زرو ترمنځ سرتیري هلته وای چې د یوې اوونۍ لګښت یې نږدې یو میلیارډ ډالر کېده.

ولسمشر بایډن دا خبره هم وکړه چې دی په دې اړه ښه احساس نه لري چې د طالبانو د بې کفایتۍ له امله په افغانستان کې څه پېښېږي.

نیوزویک وړاندې لیکي، د طالبانو له واکمنۍ سره دا وېره رامنځته شوې ده چې پر افغانستان بهرنۍ مرستې ودرېږي چې له دې سره به د دغه هېواد روان بشري بحران چې د کرونا له وبا سره یو ځای شوی دی؛ نور هم زیات شي.

جو بایډن د ولسمشرۍ د لومړۍ کالیزې په وینا کې دا خبره هم وکړه چې د کابل په هوايي ډګر کې وژل شویو امريکايي سرتېرو ته خواشینی دى.

پروسږکال د اګست په وروستۍ اوونۍ کې چې په زرګونو افغانان د کابل له هوایي ډګره د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په وتلو و، چاودنه وشوه.

په دې ځان مرګي برید کې چې مسؤلیت یې داعش واخیست تر ۱۸۰ ډېز ملکي افغانان ووژل شول او د دوی ترڅنګ دیارلس امریکایي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

څو ورځې وروسته تر دې چاودنې امریکایي بې پیلوټه الوتکو په کابل کې پر یوه موټر حمله وکړه او په پيل کې یې وویل چې داعش یې په نښه کړی دی.

تر دې حملې وروسته د امریکا دفاع وزارت څېړنه وکړه او څرګنده یې کړه چې دا برید سهواً شوی دی او دوی ته رسېدلي استخباراتي اطلاعات کره نه وه.

پر دې حملې کانګرس او د بشري حقونو ډلو پراخ اعتراضونه کړې دي.

د بې پيلوټه الوتکې د همدې برید ویډیو تازه خپره شوې ده.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼه لیکي، دا ویډیو پنځه ویشت ثانیې ده چې دوه بې پیلوټه الوتکې په کې ښکاري او د توغندي برید هم په کې سم معلومیږي.

ګارډین څرګندوي چې دا تصویرونه لومړی ځل نیویارک ټایمز ترلاسه کړل او په خپله وېب پاڼه کې یې خپاره کړل.

په خپله نیویارک ټایمز هم پر همدې موضوع په خپله تازه ګڼه کې لیکنه خپره کړې ده او لیکي، د اګست د ۲۹مې نېټې برید لس بې ګناه افغانان ووژل چې اووه په کې ماشومان وو او دا غمجنه تېروتنه په افغانستان کې د امریکا د متحد ایالاتونو د شل کلنۍ جګړې د پای ته رسېدو وروسته نښه وه.

XS
SM
MD
LG