د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

اېونېنګ سټنډرډ: افغانستان له تر ټولو ستر معاصر بشري ناورین تېرېږي


يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې
يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې
  • اېونېنګ سټنډرډ

له بریتانیا خپرېدونکې اېونېنګ سټنډرډ ورځپانې د دې هېواد د پخواني صدراعظم ګورډن براون لیکنه خپره کړې چې په‌کې وايي افغانستان له تر ټولو ستر معاصر بشري ناورین تېرېږي.

د ښاغلي براون په وینا، لوېديځ باید په خپل تاریخ کې د یو هېواد لپاره تر ټولو زیاته بشري مرسته ځانګړې کړي ځکه چې په وینا یې افغانستان د اقتصادي او ټولنیز سقوط په درشل کې دی.

د بریتانیا دا پخوانی صدراعظم زیاتوي، د افغانستان تر نيمايي زیات وګړي له لوږې سره مخ دي او په دې کې یو ملیون هغه ماشومان هم شامل دي چې قطحي یې په مرګ ګواښي.

ګورډن براون په دې لیکنه کې وړاندې لیکي، نړۍ د دې ضمانت پر ځای چې هېڅ هېواد به له قحطۍ سره نه مخ کېږي نن له یو داسې څه سره مخ ده چې یو هېواد په بشپړه توګه له قحطۍ سره لاس او ګرېوان کېږي.

  • نيويارک ټايمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بيا د افغانستان په اړه یوه اوږده لیکنه خپره کړې او په هغې کې یې د اګسټ میاشتې د وروستۍ اوونۍ په پنځو ورځو کې هغه څه تصویر کړي چې د کابل په هوايي ډګر کې پر یو شمېر هغو افغانانو چې له افغانستان څخه د وتلو په هڅه کې وو او هغه مهال دغلته مېشتو امریکايي سرتېرو تېر شوي دي.

ورځپاڼې د ټامس ګیبسن نیف په نوم د یو امریکايي سرتېري له خولې لیکلي چې د افغانستان د جګړې د پیل پر مهال ۱۳ کلن و.

هغه وايي کله ناکله به‌یې په کورنیو ناستو کې د افغانستان د جګړې په اړه اورېدل، خو د وخت په تېرېدو سرتېری شو چې افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړه.

هغه وايي په وروستیو کې یو ځل بیا افغانستان ته واستول شو او وروستی مأموریت‌یې د کابل په هوايي ډګر کې د څو هیجاني ورځو تېرول و.

نیویارک ټایمز د ډېرو هغو افغان کورنیو کیسې هم په تفصیل او عکسونو سره کړې دي چې د اګسټ میاشتې په وروستیو کې د کابل په هوايي ډګر کې راټول شوي وو.

له دې کسانو څخه یو هم مجیب مشال دی. هغه هم افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د ورتګ پر مهال ۱۳ کلن و. هغه وايي د طالبانو په لومړۍ دوره کې ماشوم و او ښوونځي ته تلو او د هغه وخت د ښوونځي د درسونو خاطرې یې په یاد دي.

د مجیب هغه ورځ په یاد ده چې د ۲۰۰۱ م کال په نومبر میاشت کې د امریکا لویې نظامي الوتکې د افغانستان په اسمان کې څرګندې شوې، د طالبانو د نظام د نسکورېدو اوازې هر ځای خپرې او د طالبانو د کتاب لومړنی فصل وتړل شو.

مجیب مشال نیویارک ټایمز ته ویلي چې هغه په افغانستان کې د خپل ژوند د لویو بدلونونو شاهد و. له ښوونځي او پوهنځي فارغ شو، د نړیوالې ټولنې د ۲۰ کلن حضور پر مهال‌یې دنده پیدا کړه او په خپل هېواد کې یوې لوېديځ ډوله ولسواکۍ ته د حرکت شاهد و.

مجیب وايي، د ۲۰۲۱ م کال د اګسټ پر ۱۵مه فضا یو ځل بیا بدله شوه. هغه د خپلوانو کور کې مېلمه و چې د جمهوري نظام د نسکورېدو یې واورېدل. هغه یو ځل بیا طالب سرتېري د کابل پر واټونو ولیدل او له زرګونه نورو کورنیو سره د کابل هوايي ډګر ته ورغی.

دغلته‌یې په وېره او خطر کې پنځه ورځې تېرې کړې او وايي چې د یوې روښانه راتلونکې په هیله‌یې خپل وطن بالاخره پرېښود.

XS
SM
MD
LG