د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

طالبانو له کابل هوايي ډګر 'لسګونه تلونکو ښځو' ته د تګ اجازه ورنه‌کړه


ارشيف، د کابل هوايي ډګر کې يو وسله‌وال طالب
ارشيف، د کابل هوايي ډګر کې يو وسله‌وال طالب

د طالبانو د هغو لسګونه ښځو مخه نیولې ده چې غوښتل یې د کابل له هوايي ډګر څخه په الوتکو کې د هېواد ولایتونو یا بهر ته سفر وکړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو غبرګون هم واخلي، خو د طالبانو د حکومت ویاندویانو زموږ تماسونو ته ځواب ونه‌وایه.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس د دوو هوايي شرکتونو د چارواکو په حواله خبر ورکوي چې پرون طالبانو دې مېرمنو ته ویلي چې له محرم پرته د سفر اجازه نه‌لري.

دې چارواکو چې د طالبانو له وېرې نه‌غواړي خپل هویت افشا کړي اژانس ته ویلي دي چې یو شمېر مسافرې مېرمنې د جمعې په ماښام د کابل هوايي ډګر ته ورسېدې څو له هغه ځایه ولایتونو یا بهر ته سفر وکړي، خو وايي چې طالبانو یې مخه ونیوله.

د سرچینو په وینا ځینې دا مېرمنې دوه ګوني تابعیتونه لري چې افغانستان ته تللې وې او غوښتل یې چې په بهر کې خپلو کورونو ته ستنې شي. د راپور له مخې په دوی کې یوې مېرمنې کاناډايي پاسپورټ درلود.

د دواړو هوايي شرکتونو د چارواکو له قوله ویل شوي چې د دې مېرمنو منزل اسلام‌اباد، دوبۍ او ترکیه و، او د کام ایر او اریانا هوايي شرکتونو په الوتکو کې یې د سفر پلان لاره.

د دې چارواکو په وینا د هغو ښځو ستونزې وروسته حل شوې چې هرات ته روانې وې، خو دا هغه مهال و چې الوتکې تللې وې.

د اسوشیټډ پرس ژانس د راپور له مخې د کابل د هوايي ډګر امر او د امنیت رئیس چې دواړه طالبان دي، پرون د هوايي شرکتونو له کارکوونکو سره وکتل څو دا ستونزه حل کړي.

طالبانو نږدې یوه میاشت مخکې یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې ښځو ته اجازه نه‌شته چې له محرم پرته له ۷۲ کیلومترو زیات واټن ته سفر وکړي.

تر اوسه لا روښانه نه‌ده چې د طالبانو بندیز به یوازې د ښځو پر ځمکني سفر وي او که به الوتنې هم په دې کې شاملې وي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر ښځو په تېره د زده‌کړو، کار او سفر په برخه کې خورا زیات محدودیتونه لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG