د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

فارن پاليسي: جرمنی د اوکرايني کډوالو لپاره افغان کډوال له کورونو باسي


ارشيف: نړيوالې ورځپاڼې
ارشيف: نړيوالې ورځپاڼې

فارن پاليسي:

فارین پالیسي خپرونې د افغان کډوالو په وړاندې د جرمني پر وروستي اقدام یوه لیکنه خپره کړې ده، وايي، سلګونه افغانانو چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یې جرمني ته پناه وړې، اوس د اوکراین له جګړې څخه د خلکو د کډوالۍ د لوی بهیر له کبله له ورکړل شویو کورنو ایستل کیږي.

د فارین پالیسي په وینا، جرمني افغان کډوال بې کوره کوي څو د اوکرایني کډوالو ځای پر ځای کېدو ته لاره هواره کړي.

خپرونه د مریم اروین په نوم د یوې افغانې میرمنې کیسه کوي او وايي، هغې له خپل خاوند او دوو وړو لوڼو سره سبا ناری کاوه چې یو داسې خبر ورته ورسېد چې دوی یې تمه نه درلوده او هغه داچې دا افغان کورنۍ باید کور له اوکراین څخه د تازه ورکډه شویو لپاره خالي کړي.

د خپرونې په وینا دا اقدام له پوښتنې او خبرو اترو پرته وشو او د کور له تخلیې ایله ۲۴ ساعته مخکې دې افغانې کورنۍ ته د کور د خالي کولو وویل شول.

د فارین پالیسي د راپور له مخې دا پریکړه د برلین د سنا د کار، ادغام او ټولنیزو خدمتونو د ادارې له خوا شوې او استدلال یې دا دی " چې د اړینو ملاحظاتو او عملیاتي ستونزو " پر بنسټ بله هیڅ لاره نه لري ځکه اوکراینیان او په دې ډله کې ښځې ماشومان لري چې پر سر چت او د خوب لپاره تخت ته اړتیا لري.

د فارین پالیسي خپرونه لیکي، سره له دې چې جرمني اوس هم د مریم د کورنۍ لګښت ورکوي او هغه او کورنۍ یې د میاشتې ۴۵۰۰ ایرو ترلاسه کوي، خو په برلین کې د کرایې د کور موندل اسانه او ارزانه چاره نه ده.

هيل ورځپاڼه

له امریکا خپریدونکې هیل ورځپاڼې د یو پخواني امریکايي سرتیري له خولې چې مخکې یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې او اوس په داوطلب ډول په اوکراین کې د روسیې پر ضد جنګیږي وايي " په اوکراین کې جګړه د افغانستان په پرتله خطرناکه" ده.

د میرو پاپویچ په نوم ددې پخواني امریکايي سرتیري له خولې ورځپاڼې ویلي، روسیې پر اوکراین د برید پر مهال اوکرایني سرتېري په بشپړه توګه کم توانه ګڼلي وو.

اوکرایني ټبری امریکايي پاوپویچ په افغانستان کې د امریکا د جګړې پر مهال یوه دوره دنده ترسره کړې او پر اوکراین د روسیې له یرغل مخکې د کالج محصل و.

د هیل ورځپاڼه د نوموړې له خولې وايي، اوکراین دا مهال له افغانستان څخه خطرناک دی ځکه دلته باید د روسیې له توپچي ځواک، ټانکونو او توغندیو سره مقابله وکړې.

دې پخواني امریکايي سرتیري ویلي" که چیرې اوکراین ته راځئ نو بیا پرې فکر وکړئ، زه نه وایم چې دا یو انتحاري ماموریت دی، خو ددې زیات احتمال شته چې ووژل شې، ټپي شې او یا بندي شې. "

میرو پا پویچ زیاته کړې، که چیرې مو دویم ځلې فکر کړی وي او بیا هم غواړئ اوکراین ته راشئ، نو زه له تاسو مننه کوم.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG