د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

د ابوظبي کمپ ته لېږدول شوي نږدې ۳۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته واستول شول


د ابوظبي کمپ کې یو شمېر افغانان
د ابوظبي کمپ کې یو شمېر افغانان

نږدې ۳۰۰ هغه افغانان چې په تېرو اوو میاشتو کې د ابوظبي کمپ ته لېږدول شوي وو، بېرته افغانستان ته استول شوي.

په ابوظبي کمپ کې ځیني افغانان د دې کسانو د بېرته استولو لامل، د هغوی د کډوالۍ د قضیې بې‌برخلیک‌توب ښيي.

په دې کمپ کې مېشت افغان کډوال وايي، نږدې ۱۲ زره افغانان د ابوظبي په دوو کمپونو کې ځای پر ځای دي.

راستول شوي د هغو کسانو په ډله کې وو چې غوښتل یې نورو هېوادونو په ځانګړي ډول امریکا کې پناه واخلي.

یوازې دا نه، بلکې له دې کمپه په خپله خوښه افغانستان ته د راستنېدونکو افغانانو بهیر هم روان دی.

احمد نبي چې اووه میاشتې وړاندې په اګسټ کې دې کمپ ته ولېږدول شو، پرېکړه‌یې کړې چې بېرته افغانستان ته ولاړ شي.

هغه په امریکا کې د کډوالۍ لپاره د اېس‌ای‌وي قضیه لري. د خپلې پرېکړې دلیل، د کډوالۍ د قضیې‌ بې‌برخلیک‌توب، له کورنۍ لیرې‌والی او رواني ستونزې بولي.

ارشیف، د ابوظبي کمپ کې یو شمېر افغانان
ارشیف، د ابوظبي کمپ کې یو شمېر افغانان

دی زیاتوي: "اېس‌ای‌وي کېس لرم. پروسه‌یې ډېره اوږده شوه او او حساب‌یې هم معلوم نه‌دی. په افغانستان کې مې واړه بچیان او مېرمن پاتې دي. نه‌پوهېږم هغوی به کله امریکا ته وغواړي. دا ستونزې د دې لامل شوې چې بېرته افغانستان ته ولاړ شم."

یو بل افغان یحیی سادات چې دی هم له اووه میاشتو راهیسې په ابوظبي کمپ کې دی ازادي راډیو ته وویل، د کډوالۍ د قضیې ناڅرګند حالت په کمپ کې ژوند تېرول ورته سخت کړي او خپله‌یې پرېکړه کړې چې افغانستان ته ولاړ شي.

دی وايي: "دا شمېرې روانې دي او تمه ده چې زیاتې هم شي، ځکه ډېر فکر کوي چې بېرته افغانستان ته ستنوي. ځیني ولاړل او د ځینو بیا اسناد د پروسس په حال کې دي."

د ښاغلي سادات په خبره، له دوی ډېرو کسانو یا بشري کېسونه درلودل او یا هم د خپلوانو له‌خوا یې له کوم هېواد د ورتګ بلنلیک ورلېږل شوی و.

خو داریوش عثماني چې د اېس‌ای‌وي کېس لري، ورته ژمنه ورکړل شوې چې د روان کال د راتلونکې اګسټ میاشتې تر اخره به هغه هېواد ته چې غواړي ولېږدول شي.

د ابوظبي کمپ کې یو شمېر افغانان
د ابوظبي کمپ کې یو شمېر افغانان

دی زیاتوي: "بې‌برخلیکه حالت مو ډېر سخت دی. هغوی چې امریکا ته د تګ قضیه نه‌لري، درېیم هېواد لکه جرمني، فرانسې، استرالیا او یا هم نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي."

د شمېرو له مخې، د متحده‌ عربي اماراتو د ابوظبي دوه پوځي کمپونو ته لږ تر لږه ۱۲ زره افغانان لېږدول شوي.

وروستیو کې دې کسانو اعتراضونه هم وکړل او له امریکا یې وغوښتل چې له دې بې‌برخلیکه حالت‌یې وژغوري.

خو ښکاري چې دې اعتراضونو پایله نه‌ده ورکړې او له دوی یو شمېر افغانان د خپل پرېکړې له مخې، غواړي بېرته افغانستان ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG