د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

د طالبانو حکومت له افغانستانه د خلکو د ایستلو عملیات ودرول


د طالبانو د تازه واکمنېدو پر مهال د تخلیې بهیر
د طالبانو د تازه واکمنېدو پر مهال د تخلیې بهیر

له څو میاشتو راهیسې امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو ته د تلو په هیله لسګونه زره افغانان د قطر، متحده عرب اماراتو او ترکیې په موقتو کمپونو کې مېشت کړای شوي.

طالبان وايي د همدغو اېسارو افغانانو ستونزو ته په کتو نور له افغانستانه د خلکو د ایستلو مخه نیسي.

دا خبره د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه په یوه کنفرانس کې وکړه.

مجاهد وویل:" په دوحه کې له پنځوس زرو ډېر افغانان په بد وضعیت کې په یوه کمپ کې اوسیږي. همداسې په ترکیه کې ګڼ افغانان په بې سرنوشتۍ کې اوسیږي. په هغو کې ماشومان شته. تر هغو چې د هغوی سرنوشت معلوم نه شي موږ نه شو کولای خپل افغانان ډنډ ته واچوو، دریاب ته یې واچوو. یا اجازه ورکړو چې څوک استفاده ځنې وکړي. د حکومت مسؤلیت دی د خلکو ساتل. دا به تر هغه وخته موقوف وي څو پورې چې ډاډ حاصلیږي چې د دوی ژوند په خطر کې نه دی."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو دې پرېکړې هغه خلک خواشیني کړي چې امریکا ته د تلو لپاره یې ډېر انتظار ایستی او کارونه یې په جریان کې دي.

له دې ډلې خدیجه چې څو کاله یې له یوه امریکایي دفتر سره کار کړی له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو په تازه پرېکړې کلکه نیوکه وکړه.

هغې وویل:" زه د طالبانو دا عمل په کلکه غندم. دا نه یوازې د ښځو لپاره بلکې د هغو کورنیو لپاره چې غواړي له افغانستانه ووځي ډېرې ستونزې رامنځته کوي. زه هیله لرم چې دوی دې ته پام وکړي."

د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو اوونیو کې د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو په همکارۍ تر ۱۲۴ زره کسان له افغانستانه وایستل شول چې نوي فیصده یې د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران او د هغوی کورنۍ وې.

امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو تر ۱۲۴ زره کسان له افغانستانه وایستل
امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو تر ۱۲۴ زره کسان له افغانستانه وایستل

د راپورونو له مخې زرګونه نور کسان لا هم امریکا ته د تلو په هیله د کډوالۍ ویزو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي او کارونه یې په جریان کې دي.

سره له دې چې لوېدیځو چارواکو ویلي طالبان باید د خلکو د وتلو په مخ خنډ جوړ نه کړي خو ذبیح الله مجاهد وویل چې د خلکو د ایستلو لپاره دوی له امریکایانو سره کومه اوږدمهاله ژمنه نه وه کړې.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې وروستی رسمي الوتنه چې د ویستلو پروسې د یوې برخې په توګه یې یو شمېر افغانان وایستل د ډسمبر په لومړۍ نېته ترسره شوه او له هغه راهیسې په دې هدف هېڅ الوتنه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG