د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

افغان کډوالو د ابوظبي په کمپ کې اعتراض کړی


ارشیف؛ د ابو ظبي په یوه کمپ کې ځینې افغان کډوال
ارشیف؛ د ابو ظبي په یوه کمپ کې ځینې افغان کډوال

د ابوظبي په کمپ کې افغان کډوال امریکا ته د لېږد په پروسه کې د ځنډ له امله شکایت کوي.

دوی چهارشنبه د شپې راټول شول او نن د پنجشنبې په ورځ یې هم د ابوظبي په کمپ کې اعتراض روان دی.

د دوی له اعتراضه په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې ښځو او ماشومانو هم په کې ګډون کړی.

دغه افغان کډوال ۶ میاشتې وړاندې له افغانستانه د تخلیې په پروسه کې ابوظبي کمپ ته ولېږدول شول، څو له دې ځایه امریکا ته ولېږل شي.

دوی کې داسې کسان شته چې له امریکايي حکومت سره یې کار کړی او یا هم هغه څېرې په کې دي چې افغانستان کې ژوند کول د ځان لپاره ګواښ بولي.

اعتراض کوونکي له متحده ‌ایالاتو غواړي چې څومره ژر کېږي، امریکا ته یې ولېږدوي.

ارشیف؛ په ابوظبي په یوه کمپ کې. ځینې افغان مهاجران
ارشیف؛ په ابوظبي په یوه کمپ کې. ځینې افغان مهاجران

له اعتراض کوونکو یو تن داریوش عثماني چې وايي اې ای وي کېس لري ازادي راډیو ته یې وویل:" موږ له امریکا یوه غوښتنه کوو چې موږ یې شپږ میاشتې مخکې له افغانستان اماراتو راوستو، موږ دې له کومې استثنا پرته امریکا ته انتقال کړي، لکه څنګه یې چې له قطر، جرمني، اسپانیې او نورو هېوادونو انتقال کړل، لطفاً موږ دې هم انتقال کړي دلته ټول خلک په رواني ناروغیو اخته شوي، ماشومانو له ښوونځیو پاتې دي. "

مېرمن دلاوري مخکېني حکومت کې افسره وه چې اوس په ابوظبي کمپ کې امریکا ته د لېږد لپاره شپې او ورځې تېروي.

دا وايي،"نن شپه د دې لپاره اعتراض شوی چې د دوی هېڅ برخلیک معلوم نه دی. په ځلونو امریکايانو ژمنه کړې، خو نه یې ده عملي کړې. "

په دې کمپ کې د مېشتو افغانانو کره شمېر نه دی معلوم ، خو ویل کېږي چې زرګونه کسان هلته پراته دي.

ارشیف؛ د ابو ظبي په یوه کمپ کې ځینې افغان مهاجران
ارشیف؛ د ابو ظبي په یوه کمپ کې ځینې افغان مهاجران

د جمهوري نظام له سقوط وروسته، نږدې ۱۲۳ زره افغانان له افغانستان وویستل شول، له دوی ځینې د دوحې، جرمني، ابوظبي او نورو کې کپمونو ته ولېږودول شول او له هغه ځایه امریکا ته انتقال شول.

خو د ابوظبي په کمپ کې د پاتې دغو پرتو افغانانو د برخلیک په اړه کره معلومات نه‌شته چې کله او څه ډول به یې د لېږد بهېر پیل شي.

XS
SM
MD
LG