د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

حنفي: ګاونډيانو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو


د طالبانو د ريیس الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنفي
د طالبانو د ريیس الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنفي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي او ډاډ ورکوي چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه استعمالېږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره نیکې او ښې اړیکې غواړي.

د طالبانو د ريیس الوزرا دوهم مرستیال عبدالسلام حنفي نن په کابل کې اتم د ثور د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د مجاهدینو د بري ورځ په ویاړ غونډه کې يې خبرې کولې ټینګار وکړ، چې د افغانستان له خاورې هېڅ ګاونډي ته خطر نه شته او ګاونډي هېوادونه هم باید د افغانستان په کورنیو مسایلو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.

هغه وویل: "موږ نه غواړو چې د هېڅ ګاونډي، د سیمې او نړۍ د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړو او هېڅ فرد او ډلې ته اجازه نه ورکوو چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي، او له ګاونډيو هېوادونو هم غواړو چې متقابل درناوی باید ولري، او د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه ونه کړي."

ښاغلي حنفي که څه هم د کوم هېواد نوم وانه خیست خو روانه اونۍ په اسلام کلا بندر کې د طالب وسله والو او ایراني ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی او لانجه رامنځته شوه.

په اسلام کلا کې طالب چارواکو د یوې ویډیو په خپرولو سره وویل، چې ایراني پوله ساتي د افغانستان خاورې ته را اوښتي وو او دوی ترې یو موټر او څو کسان نیولي دي.

خو ایراني چارواکو ويل، چې له پولې سره یې د طالبانو له خوا د سړک دپخولو مخه ونیوله چې له امله یې لانجه راپورته شوه.

له دې وړاندې پاکستاني جېټ الوتکو په خوست او کونړ کې هغه وزیرستاني کډوال په نښه کړل چې د تېر حکومت پر مهال په خپلو سیمو کې د جنګ جګړو له امله افغانستان ته کډوال شوي وو.


په دې هوايي حملو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا دوهم مرستیال عبدالسلام حنفي د نن ورځې په غونډه کې وویل چې له ګاونډیو هېوادونو سره ستونزې باید د ډیپلوماټیکو اصولو پر بنسټ هواري شي.

ښاغلي حنفي دغه شان د تېر حکومت په چارواکو او هغه افغانانو چې په وروستیو کې له دې هېواده وتلي غږ وکړ، چې اوسمهال په افغانسان کې سوله او امنیت راغلی باید بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

خو دا په داسې حال کې ده، چې همدا اوس هم زیات شمېر افغانان د طالبانو له حکومته د تېښتې په حال کې دي.

په دوي کې ځينې يې د پخواني حکومت کارکوونکي دي چې وېره لري طالبان به يې ژوند ته خطر پېښ کړي او ځین ولسي افغانان دي، چې په افغانستان کې د سختې بې کارۍ او بېوزلۍ له امله د کار په لټه هېواد پرېږدي.

مخکې د طالبانو له خوا د پخواني حکومت د یو شمېر کارکوونکو ډېر د پوځیانو د وژنې راپورونه ورکړل شوي دي، خو طالب وياندويانو دا راپورونه رد کړي دي.

د یادونې ده، چې مخکې له دې د طالبانو حکومت له هېواده بهر مېشتو سیاسي مشرانو سره د خبرو اترو لپاره یو کمېسیون هم جوړ کړی، خو دا چې دغه کمېسیون تر دې دمه له کومو مشرانو سره خبرې کړي او هغوی يې دې ته چمتو کړي چې افغانستان ته راستانه شي، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت مخالفې دلې، د ملي مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې اتم د ثور د مجاهدینو د بریا د ورځې په مناسبت ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړې ده.

خو په اعلامیه کې د ملي مقاومت جبهې د طالبانو د حکومت پر ضد د خپلې وسله والې مبارزې پر دوام ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG