د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

هند اروپايي او نړيوالې ټولنې ته: افغانستان له ياده مه باسئ


ارشيف
ارشيف

هند اروپايي او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه د دوی د خاموشه غبرګون له امله تر پوښتنې لاندې راوسته.

هند یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په اوکراین کې د روانې جګړې د تمرکز پر مهال دې افغانستان له یاده نه باسي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر پرون د سه‌شنبې په ورځ په نوي ډیلي کې جیو پولیټیکل کنفرانس ته د خپلې وینا پر مهال وویل، یوازې اوکراین نه‌، بلکې د نړۍ په نورو برخو کې هم ورته ستونزې شته چې ما د افغانستان یادونه وکړه.

ښاغلي شنکر په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه د اروپايي او نړیوالې ټولنې د خاموشه غبرګون په اړه د پوښتنې په ډول وویل:

"که چېرې دې ننګونو ته د اصولو له مخې وګورو. کله چې په اسیا کې دا اصول له ننګونو سره مخ وو، اروپا موږ ته سپارښتنه وکړه چې لا ډېره سوداګري وکړئ، خو موږ تاسو ته داسې سپارښتنه نه کوو او د افغانستان په تړاو که راته په ګوته کړئ هغه څه چې نړۍ په افغانستان کې وکړل د کومو اصولو له مخې توجیه کېدای شي؟"

د هند د بهرنيو چارو وزير شنکر
د هند د بهرنيو چارو وزير شنکر

له دې وړاندې هم د هند جمهور رییس او د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و، د افغانستان اوسنی وضعیت هغه موضوع ده چې په نړۍ کې یې د بې‌باورۍ فضا جوړه کړې او دا اندېښنه له ځان سره لري چې سیمه به څه ډول ثبات ته رسېږي.

په همدې حال کې د ایران جمهور رییس ابراهیم رییسي هم وايي، د اوکراین جګړه باید د دې لامل نه شي چې نړیواله ټولنه د افغانستان ناورین هېر کړي.

رییسي د دوشنبې په ورځ په تهران کې د لاتویا له نوي سفیر سره په کتنه کې یو ځل بیا تور پورې کړ چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو حضور له ورانۍ او وژنې پرته بل څه نه‌دي لرلي او نه یې د افغانستان او سیمې امنیت ټینګ کړی دی.

خو امریکا او ناټو تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې یې خپل هدف تر لاسه کړی او تر خوا یې سیمې او نړۍ ته د ترهګرۍ پېښ ګواښ له‌منځه وړی دی.

دغه شان د امریکا او ناټو د غړو هېوادونو په ملیارډونو ډالرو مرستې سره په افغانستان کې د تعلیم، بیا رغونې او نورو برخو کې ګڼ پرمختګونه رامنځته شول، چې په دغه هیواد کې تېرو واکمنانو تل د خپلو لاسته راوړنو په توګه ترې یادونه کړې.

ښاغلي رییسي وویل، د اوکراین جګړه باید په افغانستان کې له راپورته شوي کړکېچ، د دې هېواد د خلکو له ستونزو او له دې هېواده د کډوالو د لوی شمېر له وتو څخه د نړیوالو پام وا نه ړوي.

په افغانستان کې د روان وضعیت له امله د سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ وېره له هرې ورځې بلې ته مخ په ډېرېدو ده، خو طالبان له دې ډاډ سره مخ‌ته روان دي چې حالات یې تر مدیریت لاندې دي.

XS
SM
MD
LG