د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

نيويارک ټايمز: طالبان د افغان امنيتي ځواکونو په ډله‌يیزه وژنه لاس پورې کوي


یو شمېر لوېديځو رسنيو په کابل کې د دوشنبې د ورځې حملې او په پلازمېنه کې د شيعه افغانانو اعتراضونو ته کتلي دي.

  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې ليکلي چې حمله کوونکي بیا هم شيعه‌ګان په نخښه کول غوښتل.

د ورځپاڼې په وينا، اعتراض کوونکو د یکشنبې په ماخوستن د جمهوري رياست ارګ ته نږدې لاریونونه پيل کړل.

دوی د غزني ولايت په جاغوري او مالستان ولسوالیو او د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې د پراخو عملياتو او جدي اقداماتو غوښتنه کوله.

اعتراض کوونکو د یکشنبې په ماخستن د جمهوري رياست ارګ ته نيږدې لاریونونه پيل کړل.
اعتراض کوونکو د یکشنبې په ماخستن د جمهوري رياست ارګ ته نيږدې لاریونونه پيل کړل.

په دې وروستيو کې طالبانو پر دغو درېیو ولسواليو په حملو کې ملکيانو ته تلفات اړولي چې اکثريت‌يې هزاره‌ګان وو.

واشنګټن پُسټ: په دې وروستيو کې د طالبانو په حملو کې ملکيانو ته تلفات اوښتي چې اکثريت‌يې هزاره‌ګان وو.

واشنګټن پُسټ په دې اړه ليکلي چې په دې وروستیو دوو اوونيو کې په غزني او ارزګان ولايتونو کې لسګونه افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي، خو دغو سيمو ته نسبي امنيت نه‌دی راغلی.

د دوشنبې په ورځ د افغان ولسمشر د وياند مرستيال شاه حسین مرتضوي پر خپله فېس‌بوک پاڼه ليکلي چې تازه نفسي ځواکونه او هوايي قواوې د غزني ولايت مالستان او جاغوري ولسوالیو ته لېږل شوي دي.

  • نيويارک ټايمز

امریکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز ليکلي: وسله‌وال طالبان د افغان امنيتي ځواکونو په ډله‌ییزه وژنه لاس پورې کوي او يوه خوندي ولسوالي سقوط کوي.

ورځپاڼې د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ په اړه ليکلي چې سرتېري او د افغانستان د ملي پوليسو افسران په اوښلنو سترګو د همکارانو مړي له دې ولسوالۍ انتقالوي.

نيويارک ټايمز: سرتېري او د افغانستان د ملي پوليسو افسران په اوښلنو سترګو د همکارانو مړي له دې ولسوالۍ انتقالوي.
نيويارک ټايمز: سرتېري او د افغانستان د ملي پوليسو افسران په اوښلنو سترګو د همکارانو مړي له دې ولسوالۍ انتقالوي.

د نيويارک ټايمز په وينا، د دوی تر مړينې څلور ورځې مخکې د افغانستان ځانګړي ځواکونو د الوتکو په وسیله د جاغوري ولسوالۍ ته انتقال شوي وو چې په سیمه کې تر ټولو خوندي ولسوالي د طالبانو له حملو وژغوري.

د دې ولسوالۍ تر ټولو زیات نفوس هزاره افغانان جوړوي.

همدغو تهديدونو سلګونه کسان د کابل سړکونو ته د اعتراض کولو په خاطر راوايستل.

دوی له مرکزي حکومته غوښتل چې د غزني ولايت په جاغوري او مالستان ولسواليو او د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

نيويارک ټايمز: ۳۰ د کمانډو ځواکونه او ۵۰ ځايي سرتېري او پولیس په جاغوري ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبريالان په دې وروستيو کې جاغوري ولسوالۍ ته تللي او وضعيت‌يې په سترګو کتلی دی.

ورځپاڼې د غزني ولايت د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دېرش د کوماندو ځواکونه او پنځوس ځايي سرتيري او پولیس له یکشنبې څخه تر دوشنبې پوري په جاغوري ولسوالي کې وژل شوي دي.

د ځايي ځواکونو یو قوماندان ناظر حسین چې د جاغوري په جګړه کې ټپي شوی وو، ورځپاڼې ته ويلي: د سرتيرو عام وژنه دوام لري او که په چټکۍ سره د دې ولسوالۍ په اړه پرېکړه ونه‌شي، د طالبانو په لاس‌يې د سقوط خطر شته.

نيویارک ټايمز: جاغوري ولسوالۍ پاخه سړکونه او برق نه‌لري.
نيویارک ټايمز: جاغوري ولسوالۍ پاخه سړکونه او برق نه‌لري.

د نيویارک ټايمز په وينا، د غزني ولايت جاغوري ولسوالۍ شپږ زره اوسېدونکي لري، پاخه سړکونه او برق نه‌لري، خو خلک‌يې د سوله‌يیز چلند او دې ولسوالۍ د امنیت په خاطر شهرت لري.

د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو نيويارک ټايمز ته ويلي چې په ياد يې نه‌دي وروستی ځل په جاغوري کې څه وخت یوه وژنه يا غلا غوندې پېښه شوې وه.

خو ورځپاڼې ليکلي، د امنيتي وضعيت له خرابېدو سره، د دې هر څه تر څنګ، له جاغوري د يوه کس د سفر کرايه پخوا شا او خوا پنځوس ډالره وه چې نن سبا تر درې نيم سوو ډالرو لوړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG