د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

د مسلکي کسانو نشتون؛ خو طالبان غزني کې تاريخي اثار بيا رغوي


غزني کې يوه تاريخي وداني
غزني کې يوه تاريخي وداني

په غزني کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، د دغه ځای په تاریخي موزیم کې د تاریخي اثارو د بیا رغونې چارې یې پیل کړې دي.

په اوسني وخت کې د غزني ولایت په ملي موزیم کې د بودايي او اسلامي دورو زرګونه قلمه اثار پراته دي.

خو د دغه اثارو ځینې برخه یې د کورنیو جګړو او بېلابېلو حکومتونو او نظامونو په وختونو کې نړېدلي چې بیا رغولو ته اړتیا لري.

خو په غزني کې د اطلاعاتو کلتور ریاست سرپرست مولوي حبیب الله مجاهد وايي، د دغه تاریخي موزیم د تاریخي اثارو د رغولو چارې یې پیل کړې دي.

نوموړی په هېواد کې تاریخي اثار، د افغانستان ملي او معنوي شتمني بولي، نو ځکه د هغوی په ساتنه او رغونه ټینګار کوي.

نوموړی زیاتوي: "په غزني کې موږ سلګونه داسې تاریخي اثار لرو چې د هغوی بیا رغونې ته اړتیا ده، که چېرته دا ترمیم نه شي دا یو مخ له منځه ځي، موږ دلته یو ټیم جوړ کړ چې په هغوی کې مسلکي کسان هم شته، چې له ډېره وخته یې په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې کار کړی دی، په دغه مو پرېکړه وکړه چې دا باید ورغول شي، کار وباندې روان دی، څه برخې یې رغول شوي دي، زموږ مسلکي کسانو ته اړتیا شته، په دې اړه مو وزارت ته هم وړاندیز کړی دی، هغوی به له موږ سره مرسته وکړي."

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست داسې مهال دا ګام اخلي چې هلته مسلکي کسان هم شتون نه لري
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست داسې مهال دا ګام اخلي چې هلته مسلکي کسان هم شتون نه لري

حبیب الله مجاهد په غزني موزیم کې د پرتو اثارو د بیا رغونې په برخه کې له موسساتو او ملي تجارانو څخه له دوی سره د کیمیاوي موادو په اخيستلو او برابرولو کې د مرستې غوښتنه کوي.

د یادوني وړ ده چې د غزني په ملي موزیم کې د کیمیاوي مواد د نشتون له کبله د تاریخی آثارو د بیا رغونې کارونه ټکني روان دي.

بل لور ته بیا په غزني کې ډېری فرهنګیان د اطلاعات او کلتور ریاست دغه کار ستایي او وايي دا به د خوښۍ ځای وي چې موږ بېرته خپل نړېدلي اثار جوړ ووینو.

لیکوال او ژورنالیسټ عبدالمجید ژړاند وايي، د هېواد دغه تاریخي اثار باید پخوا رغول شوي وای، خو اوس هم ناوخته نه ده.

نورموړي زیاتوي: "غزنی هم یو د هغو ولایتونو په قطار کې دی چې په موزیم کې یې ډېری داسې اثار شته چې د وروستیو جګړو او یا طبعي پېښو له امله زیانمن شوي، خو دا چې اوس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه اثارو د بیا رغولو لپاره مټې رابډوهلې دي، دا ډېره ښه چاره ده، موږ د دوی دا هڅې ستایو او ژر تر ژره دغه اثار باید ورغوي، ترڅو زموږ تاریخي هویت خوندي او راتلونکو نسلونو ته په میراث پاته شي."

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ډیری سیمو کې تاریخي اثار د خپل منځیو جګړو او طبعي پېښو امله نړيدلي، خراب شوي او یا یو مخ له منځه تللي دي.

XS
SM
MD
LG