د غزني او پکتیکا ولایتونو ترمنځ د اندړو ولسوالۍ په اړوندو کې د مارڅلی، مورڅلی، مورچله، مرڅله او اوسنۍ مرسله تاریخي غونډۍ ده.
دغه غونډۍ د دواړو ولایتونو له لرې سیمو تر سترګو کیږي چې شنې اوبه ترې راګرځېدلې، دې اوبو ته د سردې بند وايي.
خو په بند کې ولاړې غونډۍ ته ولي تاریخي مرسله ویل کیږي، په اړه يې خلک بېلابېل نظرونه لري.
لیکوال، شاعر او فولکلوریسټ اسدالله بلهار جلالزی د تاریخپوهانو له خولې دغه غونډۍ ته په تاریخي لحاظ ګوري.
نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل، دغه غونډۍ زرګونه کلونه وړاندې د پخوانیو چنګیالیو له خوا وخت په وخت د سنګر په توګه کارول شوې ده چې دا یې تاریخي حیثیت دی.
نوموړی زیاتوي:"د استاد خالق رشید په خبره چې دا نوم یې د سنسکراټي ژبې یو توری دی، چې معنا یې مرچله، مرچه، سنګر یا خزه ده، نو ویلی شو چې دا ځای د زرګونو کلونو، د پخوانیو جګړه مارانو له لورې د مرچل په توګه کارول شوی دی، چې دا د انساني فعالیت یو څرک دی، دوهمه خبره دا ده چې د مرسلې غونډۍ په څوکه کې یو تنور ښکاري چې قدامت یې څو پیړیو ته رسیږي، نو دا هم بل هغه څه دي چې روښانه کوي چې دلته انساني ژوند شوی دی."
غزني د افغانستان له هغه ولایتونو دی چې ډیری تاریخي ځایونه، ابدات او تاریخي سیمې لري.
لیکوال او شاعر وهاب بازید د دغه غونډۍ په څنډه کې د اباد کلي سردې اوسېدونکی دی.
وهات بازید بیا په دې باور دی چې یاده غونډۍ چندان تاریخي مخینه نه لري.
نوموړی مرسلې غونډۍ ته ختلی او وايي، د مورچلې کار به ورڅخه اخیستل شوی وي، خو د تېر تاریخ هېڅ نښې نښانې نه په کې لیدل کیږي، یواځې د روسانو په وخت کې دغه غونډۍ یو سټراټېژیک موقعیت وو.
نوموړی زیاتوي:"څنګه چې ما لیدلې او ورغلی یم، د تېر تاریخ دلته هېڅ نښې نښانې نه شته، دا خو پخوا دا بند چې نه وو جوړ شوی په هغه وخت کې دغه سیمه د سیلابونو مخه وه، د پخوانیو سپین ږیرو په وینا چې په هغه وخت کې دلته ماران ډېر وو، خلکو به مارڅله بلله، رښاد صېب او معراج الدین پټان چې کوم کتاب لیکلی، په هغه کې هم لیکل شوي چې لومړی مارڅلی وو، وروسته مورڅلی شوه او اوس مرسله ده."
که وهاب بازید په مرسله غونډۍ کې چندان تاریخي نښانې نه ویني، خو تاریخ پوهان وايي په مرسلې غونډۍ کې هغه نښانې لیدل کیږي چې د پیړیو وړاندې تاریخ بیانوي.
بیا هم اسدالله بلهار جلالزی وایي:" هر هغه ځای چې په کې د انساني فعالیت نښانې ښکاره شي او عمر یې هم تر سلو کالو واوړي، هغه ځای تاریخي اهمیت مومي، له همدې امله دا چې په یاده غونډۍ کې د انسانانو نښانې وینو، نو تاریخي ځای یې بللی شو."
ملاګلان کلی هم د دغه غونډۍ په څنډه کې اباد دي.
د دغه کلي یو ځوان حبیب الرحمن بیا کیسه کوي چې یادې غونډې ته ختلی او هلته یې د ژوند کولو څرکونه لیدلې دي.
دی وايي: "دوه درې کاله مخکې زه ورختلی یم، په دې کې دری څلور داسې غټې برمې وهل شوې دي، ډېرې ژورې دي چې ډبره ور واچوې معلومیږي چې ژورې دي، د اوسېدو پخواني داسې لږ لږ ځایونه هم په کې ښکاره کیږي، ډبرې په کې کارول شوي دي، د مرچې په ډول کډي په کې جوړ شوي دي، داسې پخواني کارونه نور هم په کې شوي دي."
که د مرسلې غونډۍ د تاریخي حیثیت په اړه بېلابېل نظرونه ورکول کیږي، نو په پکتیکا ولایت کې لیکوال، خبریال او د خبریال خیریه بنسټ مسوول عبدالباري نعیمي بیا د مرسلې په اړه د خلکو له خولې بيل نظر بیانوي.
نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل، زموږ په سیمه کې دغه غونډۍ ته د سلیمان علیه سلام د بېلچې بېل ویل کېږي.
دی زیاتوي:"د مرسلې غونډۍ چې د سردې بند د اوبو په منځ کې ولاړه ده او اوبه ترې راګرځېدلې دي، عام ډول په خلکو کې دا خبره خوله په خوله کیږي چې دلته کوم کس ناست وو او د اوبو د وړلو خطر یې وو، وايي بیا سلیمان علیه سلام د ده شاته بېل اچولی، عام خلک دې غونډۍ ته د سلیمان علیه سلام بېل وايي."
تاریخ پوهان وايي:،د سردې بند د افغانستان د بنسټ ایښوودونکي احمدشابابا په وخت کې اېښودل شوی دی.
مرحوم عزیزالدین وکیلي پوپلزی په خپل کتاب «غزنی په دوو وروستیو پېړیو کې» لیکي چې د سردې بند د جوړولو چارې د پنځوسو طلايي تومنو په لګښت په ۱۱۸۴ قمري چې ۱۸۰۶ مېلادي کال سره برابر دی، د اعلیحضرت احمدشاه دُراني د فرمان له مخې پیل شوې.
دغه غونډۍ د سردې د تاریخي بند د اوبو په منځ کې ولاړه ده.
له دې څرګندېږي چې په احمدشاهي دوره کې د دغه بند د جوړولو په وخت به هم له دغه غونډۍ څخه د سنګر یا د څار د مرکز په توګه کار اخیستل شوی وي.