د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

کندهار کې د کابینې غونډه، تمرکز یې د بهرنیو موسسو ارزول دي


کندهار کې د سوداګرو او طالب چارواکو غونډه، ارشیف
کندهار کې د سوداګرو او طالب چارواکو غونډه، ارشیف

په کندهار کې د طالبانو حکومت د کابینې مجلس دڅلورمې ورځې لپاره هم روان دی او ټاکل شوې چې سبا هم دوام وکړي. د طالبانو حکومت چارواکو له تېر څلورو ورځو راهیسې په افغانستان کې د بهرنیو موسسو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه ناستې، خبرې اترې او د نظریاتو تبادلې پیل کړي دي.

په کندهار ولایت کې له دې ناستو باخبرو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د طالبانو د حکومت د مشر او د کابینې د غړو تر منځ په افغانستان کې د بهرنیو موسسو د فعالیتونو د څرګنوالي په اړه بحثونه روان دي.

سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم او غږیې خپور شي زیاتوي چې تر اوسه په دغو ناستو کې شرایط اېښودل شوي چې یا دې بهرنۍ موسسې په بشپړه توګه په افغانستان کې فعالیت نه کوي او یا دې هم د دوی په ټکو خپل فعالیتونه د کورنیو بنسټونو او موسسو له لارې پر مخ یوسي او کورنۍ موسسې دې د حکومت له غوښتنو سره سم د خپلو فعالیتونو ټول راپورونه ورسره شریک کړي.

دغو سرچینو ازادي راډیو ته دا هم لیکلي چې "نړیوالي موسسې او بنسټونه دې یوازي کابل کي فعالیت وکړي هلته دې دفترونه ولري او نورو ولایتونو کی دې فعالیت د کورنیو انجوګانو (موسسو) په وسیله وي.هغه انجو چي اقتصاد وزارت جواز ورکړی وي او د حکومت معیارونه ومني."

سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت غواړي چې پر یادو موسسو "د جدي څار" تر څنګ په کې ځیني حکومتي کسان هم وګماري.

تازه د دې ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یې ورته ادعاوې رد کړي دي.

په کندهار ولایت کې د طالبانو د حکومت یوه سرچینه بیا ازادي راډیو سره خبرو کې دغه ناستې تاییدوي او وایي چې د څو ورځو «سیمینار» اختتامیې مجلس دی، چې په خبره یې په بېلابېلو موضوعاتو په کې خبرې شوي.

خو دې طالب سرچینې هم د موضوع د حساست له امله د نوم او غږ د نه خپرولو په شرط ازادی راډیو ته وویل چې بشپړ جزییات به د مجلس تر پای ته رسېدو ورسته شریک کړي.

په ورته وخت کې د ځینو نړیوالو ادارو او موسسو کارکوونکو ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې له تېرې اونۍ راهیسې یې د دفتر مشران کندهار ته تللي دی.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) یو کارکوونکي د نوم نه خپرولو پر شرط ازادي راډیو ته لیکلي چې د دوی مرکزي دفترځیني مشران هم د همدې موضوع اړوند کندهار ته تللي دی.

بلخوا د یو شمیر بهرنیو موسسو ځینې کارکوونکو چې نه غواړي په راپور کې یې نومونه خپاره شي، ازادي راډیو ته یې د غږ بدلولو په شرط وویل ، که د نړیوالو موسسو فعالیتونه بند او یا یې هم صلاحیتونه کورنیو موسسو او انجوګانو ته وسپارل شي، دا به د دغو موسسو او نړیوالو ادارو مرستو ته د اړمنو افغانان پر وضعیت منفي اغیز ولري.

له دې ډلې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د وجهي صندوق یونیسف او د ماشومانو د ساتنې سازمان سیف ده چلدرین دوو کاروونکو ازادي راډویو ته وویل:"نشنل( کورنۍ) موسسې د دوی (طالبانو) تر لاس لاندې دي او دوی کولای شي خپل کارکوونکي په کې وګماري، په پالیسو کې یې بدلون راځي، دوی به مرستې هلته وړي چې د دوی خپل کسان هلته وي، مستحقو خلکو ته به نه رسېږي، دا به ډېر غټ تاوان وي د افغانستان د خلکو لپاره، ځکه چېرې چې د نړیوالو لخوا بودجه تعینېږي، هغه په هغه به (اړتیا وړ) ځای کې نه مصرفېږي."

"که چېرې احیانا دا کار وشي واقعا په ټوله کې به هم د افغانستان پر اقتصاد اغیزه وکړي او هم به دهغه خلکو پر ژوند اغېز وکړي چې له دغو موسساتو مرستې تر لاسه کوي، موږ په تمه یو چې بالاخره به دوی څه پرېکړه کوي، خو داسې څه پرېکړه وشي چې دا کوم معلومات دي نو دا به منفي پرېکړه وي."

تاره د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر( اوچا) د لیندۍ په ۲۹ مه د نومبر میاشتې په ترڅ کې په افغانستان کې د مرستو په چارو کې د یوسل او څلور شپیته داسې پيښو خبر ورکړی دی چې د دوی به خبره د چارو د ګډوډۍ سبب شوې دي.

د اوچا په باور دا د یوې میاشتې مخکې پرتله شپږ پنځوس په سلو کې زیاتوالی ښیي.

اوچا زیاتوي چې د دې مداخلو نهه نوي په سلو کې مسوولیت طالبانو ته ورګرځي.

دا څرګندونې او راپورونه داسې مهال دي چې وړاندې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د حکومت لخوا په بهرنیو ادارو او نا دولتي موسسو کې د افغان ښځو د کار د بندیز په غبرګون کې ډېریو موسسو خپل فعالیتونه بند کړل او دغه شان د سویډن کمیټې فعالیتونه بیا په سویډن کې د قران کریم د سوځولو په غبرګونو کې د طالبانو لخوا ور بند شول.

د سویډن کمیټې شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې اعلان وکړ، چې په دغه هیواد کې یې خپل فعالیتونه درولي او خپل پروګرامونه یې د ناروې کمیټې (ان اې سي) ته سپارلي دي.

د یادونې ده چې نږدې یو میاشت وړاندې د اکثرو سوېلي ولایتونو په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د یونیسف پر محلي ټولګیو هم بندیز ولګېد.

دا چې دا مهال په ټول افغانستان کې څومره شمېر بهرنۍ موسسې فعالیت کوي د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو نوموړي له دې وړاندې په ۱۴۰۲ کال کې په یوه خبري ناسته کې د دغه وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پر مهال ویلي و چې له دوی سره ټولې ۲۷۳ بهرنۍ موسسې ثبت دي.

XS
SM
MD
LG